خوږی خبری (۴۸)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i75903-خوږی_خبری_(۴۸)
د قافلې ږغ د مکی په غرونو او درو کی پورته شو، د کاروان وروستئ اوښ؛ د غرونو په پیچ و خم کی د بدرګه ګرو له نظره ورک شو. د ابوطالب تجارتی قافلی؛ دا ځلې ۱۳ کلن تنکئ ځوان«محمد ص» له ځانه سره سفر ته بوته.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 26, 2018 06:49 Asia/Kabul
  • خوږی خبری (۴۸)

د قافلې ږغ د مکی په غرونو او درو کی پورته شو، د کاروان وروستئ اوښ؛ د غرونو په پیچ و خم کی د بدرګه ګرو له نظره ورک شو. د ابوطالب تجارتی قافلی؛ دا ځلې ۱۳ کلن تنکئ ځوان«محمد ص» له ځانه سره سفر ته بوته.

د محمد ص تره« ابو طالب »، له خپل وراره سره زیاته مینه او علاقه لرله؛ دا شان چی د هغه د پلار او نیکه له مړینی وروسته یی د«محمد» سرپرستې په غاړه واخیسته. اوس یی د لمړی ځل لپاره،«محمد ص» پخپله د هغه د ټینګار له کبله، تجارتی سفر ته بوته. بالآخره د غرونو رغونو ترمنځ له څو شپو او ورځو مزل وروسته، د ابوطالب تجارتی قافله؛د«بصری» ښار نږدیو ته ورسید. «بصری» یو ډیر مهم تجارتی مرکز ؤ، او هغه ته څیرمه یوه ستره صومعه جوړه شوې وه؛ چی د« بحیرا » په نامه یو عیسایی راهب پکی اوسیده. هغه؛ یو ایمانداره- پاک او د مسیحت له دین څخه آګاه مسیحی ؤ، او ټولو ورته احترام کاوه.

تجارتی کاروانونه یا مسافران؛ هرکله چی هلته رسیدل- د

دمی کولو لپاره د هغه ستری صومعې ته تلل، او بحیرا د هغوی هرکلئ کاوه. د  ابوطالب کاروان هم د بحیرا صومعې ته ورسید. بحیرا په کنجکاوۍ سره د هغوی هر یوه ته وکتل، او ویی پوښتل؛ بل څوک پاتی نه دئ؟ آیا ټول راغلی دی؟ ابوطالب ځواب ورکړ: هو! ټول راغلی دی، خو یواځی یو ځلمئ چی د قافلی له ټولو کسانو څخه لا ځوان دئ، بهر پاتی دئ ترڅو د قافلی د کالیو او شیانو ساتنه وکړی.

بحیرا وویل: هغه هم را وغواړئ.

بیا یی پخپل لاس سره لیرو ته اشاره وکړه او ویی ویل: آیا هماغه کس چی د زیتون تر ونې لاندی دریدلئ، ستاسو د قافلی ساتندوی دئ؟

کاروانیانو وویل: هو!

وروسته؛ ابوطالب« محمد ص » را وغوښت. محمد هم په سترو او چابکو ګامونو سره د خپل تره خواته ورغئ. 

کله چی ځلمئ«محمد» ورسید- د هغه جاذبی بحیرا هک حیران کړ. بحیرا څو شیبی په ځیر سره هغه ته وکتل، او بیا یی وپوښتل: د دغه ځلمی نوم څه دئ؟

ویی ویل: نوم یی« محمد » دئ، او هغه د احمد په نامه هم یادوی، هغه د خلګو ترمنځ د محمد امین په نامه مشهور دئ.

پدی وخت کی، ټولو ولیدل چی مسیحی بوډا« بحیرا »، په احترام سره د یاد ځلمی په وړاندی ودرید، او ښکلی څیرې ته یی بیا وکتل. هغه د څو شیبو لپاره، محمد ص ته په ځیر سره وکتل، او ویی ویل: ای محمده! له تا څخه څو پوښتنی لرم، او تاته په لات او عزی قسم درکوم، چی ځواب می راکړې.

د محمد ص ورینه څیره، د دې خبری په اوریدو سره غمجنه شوه، او ویی ویل: لات و عزی، او هر بل بت دښمن ګنم. زما په نزد ډیر کرکجن څیزونه؛ همدغه دوه نومان دی. بحیرا وویل: نو؛ تاته په خدای قسم درکوم، چی رښتیا ووایی.

محمد ص وویل: زه، تل رښتیا وایم- پوښتنه دی وکړه. بحیرا وویل: څه شئ زیات خوښوی؟ محمد ځواب ورکړ: یواځی توب او تنهایی.

بحیرا وویل: د منظرو ترمنځ دی کومه منظره ډیره خوښه ده؟

محمد په ځواب کی وفرمایل: شپه؛ او له ستوری ډک آسمان.

بحیرا؛ له محمد ص څخه یو شمیر نوری پوښتنی وکړې. بیا یی له هغه وغوښتل، چی خپله اوږه ورته وښیې. بحیرا؛ د محمد په اوږی یو خال ولید، هماغه نښانه چی په الهی کتابونو کی د وروستی پیغمبر لپاره یاده شوې وه. دغو ټولو نښو؛ بحیرا لا زیات حیران کړ. هغه له ځایه پورته شو، او په جذبې سره یی وویل: هماغه دئ- هماغه دئ.

د محمد ص تره« ابو طالب »، چی په حیرانتیا سره یی له خپل وراره سره، د مسیحی بوډا خبری اترې اوریدلې، پوښتنه وکړه: بحیرا څه وایی؟

بحیرا وویل: ماته ووایه چی دغه ځلمئ څوک دئ؟

ابوطالب وویل: هغه زما زوی دئ.

بحیرا وویل: نه- نه- د دغه ځلمی پلار باید ژوندی نه وی.

ابوطالب؛ په حیرانتیا سره وویل: ته څرنګه پوهیږی؟ هو! هغه زما وراره دئ، او پلار یی د هغه له زیږیدو وړاندی مړ شوئ دئ.

بحیرا؛ پداسی حال کی چی د محمد ص څیرې ته ځیر شوئ ؤ، په آرامۍ سره وویل: ابوطالبه! د دغه ځوان راتلونکئ ډیر مهم دئ.

هغه روښانه راتلونکئ لری- دئ هماغه کس دئ، چی د کعبی خونه له بتانو څخه پاک کوی. که بد غوښتونکی او کینه ور کسان یی وپیژنی – نابودوی یی. هغه له بد غوښتونکو یهودیانو څخه خوندی وساته. وپوهیږه؛ چی هغه د خدای وروستئ پیغمبر دئ – هماغه کس دئ؛ چی مسیح ع د هغه د راتلو زیرئ ورکړئ دئ. نور؛ نو له دې زیاته سپارښتنه نه کوم.

ابوطالب، هک حیران شوئ ؤ، او بحیرا آرام؛ آرام ګام واخیست، او په یوه ګوښه کی کیناست، او پخپلو شنډو کی یی له ځانه پوښتنه وکړه:

« آیا؛ په هغه مهال چی هغه مبعوث شی- زه به ژوندئ اوسم؟ آیا کولای شم له هغه سره ملګرتیا وکړم؟ هغه به په څلویښت کلنۍ کی نبوت ته ورسیږی.