اسلام وپیژنو (۱۶۴)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i77516-اسلام_وپیژنو_(۱۶۴)
پدی مطلب کی مو دا موضوع څیړلې ده، چی څرنګه حضرت مهدی عج اوږد عمر لری؟ آیا ممکنه ده چی یو انسان زرکاله یا له دې زیات عمر وکړی؟!
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 23, 2018 08:08 Asia/Kabul
  •  اسلام وپیژنو  (۱۶۴)

پدی مطلب کی مو دا موضوع څیړلې ده، چی څرنګه حضرت مهدی عج اوږد عمر لری؟ آیا ممکنه ده چی یو انسان زرکاله یا له دې زیات عمر وکړی؟!

د دې لړۍ د مطالبو په دوام کی، د امامت د موضوع په څیړنه کی د امام مهدی عج د ژوندانه معرفی کولو ته رسیدلی یو. هغه بزرګواره امام؛ چی له سترګو غایب او نیام دئ، ترڅو چی د خدای تعالی په امر د خلګو سترګی د هغه حضرت د پاکی او نورانی څیرې په لیدلو سره روښانی شی، او د هغه د عدالت خورونکی حکومت په سیوری کی، د ظلم او زور زیاتۍ ټغر ټول شی.

په تیر مطلب کی مو دې موضوع ته اشاره وکړه، چی د امام زمان

له غیبت څخه مطلب دا نه دئ، چی هغه حضرت  په یو ځای کی

پټ دئ، او له خلګو څخه لیری اوسیږی. بلکه هغه حضرت، د خلګو په ټول کی حاضر دئ؛ هغوی وینی او پیژنی، خو خلګ هغه نه پیژنی. پدی هکله هغه پوښتنه چی په ذهن کی را ګرځی، دا دئ چی حضرت مهدی عج څرنګه اوږد عمر لری؟ آیا امکان لری چی یو انسان زرکاله او لا زیات عمر وکړی؟!

دغې پوښتنی ته د ځواب ویلو لپاره باید، یو شمیر ټکیو ته اشاره وکړو. په اوس وخت کی بشر؛ د بوډا توب د دورې د ځنډولو په زمینه کی جالبی بریاوی لاسته راوړی دی، او د انسان د تغذیی د ډول، او د هغه د بوډا توب له پروسی څخه د مخنیوی کولو ترمنځ په نږدی رابطې باندی پوهیدلئ دئ. یو شمیر محققان ادعا کوی؛ چی د حجراتو د تل پاتی کیدو، عامل ژنونه یی کشف کړی دی. د هغوی په نظر دغه ژنونه کولای شی زیانمن شوی حجرات ترمیم کړی. یوه ډله پوهان هم دې نتیجی ته رسیدلی دی، چی بشر په راتلونکی کی کولای شی؛ مړینه تر زیاتی مودې پوری وځنډوی، ترڅو انسانان لا اوږد عمرونه ولری.

په کلې توګه د انسان عمر، ټاکلی حد او پوله نه لری، چی له هغه حد څخه د عمر اوښتل، له غیر ممکنو چارو څخه   

وی. هیڅ عالم او له پوهی برخور کس ادعا نه ده کړې، چی د ژوندانه ټاکلی کلونه، هغه وروستئ حد دئ چی انسانان کولای شی عمر وکړی، او هر کله د عمر هغه حد ته ورسیدل، د هغوی مړینه حتمی ده. د ژوند پیژندنی یا د بیالوژۍ پوهان، د انسان د فیزیولوژۍ د جوړښت په هکله له کلونو پراخی مطالعې وروسته، دې نتیجې ته رسیدلی دی، چی د هغه د بدن حجرات او غړی له زیاتو قواؤو څخه برخمن دی، چی کولای شی د ډیری اوږدی مودې لپاره خپل ژوند ته دوام ورکړی. ځکه نو د هغوی له نظره، مړینه او د انسان له منځه تلل، د حیرانتیا وړ دی. پدې اړه بیالوژیستان جالب تعبیر لری. هغوی باوری دی، چی ژوند دلیل نه غواړی، بلکه مړینه دلیل او علت غواړی!

ځکه نو؛ د طبی علومو له نظره، له طبیعی عمر څخه لا ډیر اوږد عمرکول، یوه ناشونی او نا ممکنه چاره نه ده. له همدی کبله، پوهان د انسان د عمر د زیاتولو لپاره د یوې لارې د پیداکولو په لټه کی دی. په طبیعت کی هم، د اوږد عمر مثالونه لیدل کیږی. د هغو له جملې څخه په اطلس سمندر کی د یو ډول ماهۍ  څو زره کلن عمر، او یا د یو شمیر ونو څو زره کلن عمر ته اشاره کولای شو.

که د مذاهبو او ادیانو له نظره د انسان د عمر موضوع ته وکتل شی، ادیان پدی باور دی، چی د ژوندانه اوږدوالئ او د انسان د عمر پایته رسیدل، د خدای په لاس کی دی. یعنی د خلقت پنځونکئ؛ د انسان د عمر لنډوالئ او یا اوږدوالئ ټاکی. لکه څرنګه چی متعال خدای ج د قرانکریم د فاطر مبارکی سوری په ۱۱ آیت کی فرمایی:« او هیڅوک اوږد عمر نه کوی یا له عمر څخه یی نه کمیږی، مګر دا چی په کتاب( الهی علم ) کی ثبت شوی وی».

دا پدې معنا ده، چی هرکله خدای وغواړی د خپلو بندګانو د یو تن عمر ور اوږد کړی، د دغه کار طبیعی او ماوراء طبیعی اسباب او علتونه چمتو کوی. جوته ده؛ چی د متعال خدای غوښتنه، په طبیعت باندی له واکمنو واقعیتونو لا اوچته ده. هغه ذات قادر دئ، چی د ژوندانه عادی نظام بدل کړی، او یو بل نظام را منځته کړی؛ چی پر اوسنی مروج نظام باندی واکمن دئ، لکه څنګه چی په ټولو معجزو کی همدغه چاره سرته رسیدلې ده. په حضرت ابراهیم ع باندی د اور سړیدل، په افعی مار د حضرت موسی ع د لکړې بدلیدل، د حضرت عیسی ع په وسیله د مړو ژوندی کیدل، او داسی نوری معجزې ټول، د عادی جریان په خلاف وې. خو متعال خدای ج پخپل بی پایه قدرت سره، یو بل نظام رامنځته کړئ دئ. هغه قادر دئ، چی خپل ولی ته اوږد عمر ور کړی، پرته له دې چی حتی د سن د زیاتوالی او بوډا توب نښی د هغه په څیره کی را ښکاره شی.

هرکله چی، د عمر د اوږدوالی مسئله؛ د قرآن کریم له نظره څیړو، د هغو انسانانو بیلګی وینو؛ چی په اوږدو کلونو کی یی خپل ژوند ته دوام ورکړئ دئ. یو ښکاره مثال یی د حضرت نوح ع د عمر اوږد والئ دئ، هلته چی متعال خدای د عنکبوت د مبارکی سوری په ۱۴ آیت کی فرمایی:« او په رښتیا مو نوح، د خپل قوم په لور واستاوه، نو د هغوی په منځ کی زر کاله، له پنځوس کالو پرته پاتی شو. خو بالآخره طوفان په هغوی راغئ پداسی حال کی چی ستمکاران ؤو ».

دغه آیت؛ په څرګنده دا حقیقت بیانوی، چی یواځی د حضرت نوح د پیغمبرۍ او رسالت دوره، ۹۵۰ کاله وه. هغه؛ پدې موده کی د واحد خدای د عبادت کولو دین، د خلګو ترمنځ تبلیغ کړ. د ځینو قولونو په اساس، حضرت نوح ع نږدی ۲۵۰۰ کاله ژوند کړئ دئ. قرآنکریم؛ همداراز د اصحاب کهف کیسې ته  اشاره کوی، چی هغوی ۳۰۹ کاله، پداسی حال کی چی ویده ؤو، ژوندی پاتی شول. همداراز حضرت عیسی ع او حضرت خضر ع هم، اوږده عمرونه لری.

د دغو خبرو نتیجه دا شوه، چی د عمر اوږد والئ یوه ممکنه ښکارنده ده او ناشونی نه ده. ځکه چی دانا او حکیم خدای کولای شی د خلقت ښکارنده، او د علتونو او معلولاتو لړۍ داسی تنظیمه کړی، چی یو کس له اوږد عمر څخه برخور شی. د بیالوژۍ د علم د تجربو په اساس، او همداراز د یو شمیر کسانو اوږد عمر ته د قرآنکریم څرګندو  اشارو ته په پام سره، د انسانانو  اوږد عمر نا ممکن نه دئ. دغه مسئله؛ د امام زمان عج د اوږد عمر په هکله هم صدق کوی. ځکه نو د انحضرت د عمر اوږد والئ، ممکنه او شونې ښکارنده ده.

انسانان؛ له ډیرې مودې راهیسی د نیکمرغه ژوند په هیلی پاتی شوی دی. هغوی؛ د داسی یوې ټولنی غوښتونکی دی، چی ورته سوله؛ آرامتیا؛ عدالت؛ پرمختګ او نیکمرغې په سوغات راوړی. ټول ادیان او ملتونه د هغه عدالت خورونکی په انتظار کی دی، چی بشر د شخړو او لانجو له توفانی څپو څخه  وژغوری او د امن سیمی ته یی ورسوی.

د امام زمان عج په هکله د بحث په دوام کی، د دې مسئلې په څیړلو لاس پوری کوؤ، چی مختلف ادیان باوری دی؛ چی هر کله بشر د شاته پاتی والی په ژوره کی راشی، او تورتم؛ فساد؛ او بی انصافی په ټولو ځایونو سیورئ وغوړوی، نړیوال ژغورونکئ به ظهور وکړی. دئ؛ هماغه کس دئ، چی د نړۍ نیمګړی او ګډوډ حالات اصلاح کوی. الهی ادیانو دغه په زړه پورئ زیرئ ورکړئ دئ، چی د انسانانو د تاریخ راتلونکئ پس منظر روښانه او ځلاند دئ، او د نړۍ حالات به د ستم ځپلو په ګټه بدلون ومومی. بیله شکه؛ په ژغورونکی عقیده لرل، د لا ښه او نیک برخلیک په لور د بشر د حرکت لپاره یو پیاوړئ انجن دئ. 

د زرتشت په دین کی د آخرالزمان او د وروستی موعود په هکله یو لړ مطالب راغلی دی. په اوستا کی؛ د زرتشت دین موعود او منجی، شوشیانت نومول شوئ، چی دنده یی د نا درستو او بدو چارو په وړاندی پاڅون کول دی. زرتشتیان باوری دئ، چی د هغه په راتلو سره به، د نړۍ پر مخ عدالت او انصاف  پراختیا ومومی. د« جاماسپ نامه » په کتاب کی د زرتشت له قوله راغلی دی:« یو سړئ به د تازیانو له منځه ظهور وکړی، یو ستر شخص چی د خپل نیکه په دین عمل کوی،  او په ستر لښکر سره به ځمکه له عدالت څخه ډکه کړی. 

د یهودو په دین کی هم، د« بشارات عهدین » په کتاب کی د یهود او عهد عتیق د یو شمیر کتابونو نومونه لیکل شوی، چی په هغو کی د آخرالزمان د منجی په هکله یو لړ ویناوی نقل شوی دی. په تورات کی د ژغورونکی د ظهور او په آخرالزمان کی د نړۍ د وضعی په اړه ډیر زیری راغلی دی. د«حجیّ نبی» په کتاب کی لیکل شوی دی: خدای وایی؛ یو ځلی بیا به آسمانونه، ځمکه، سمندر او لویی وچی، او ټول امتونه به لړزیدونکی کړم، او د ټولو امتونو فضیلت به راشی... دغه کور به له خپل جلال څخه ډک کړم ».

د حضرت داود په زبور کی، چی د« مزامیر » ترنامه لاندی د عهد عتیق په ترځ کی راغلی دی؛ د ژغورونکی په هکله یولړ زیری ورکړل شوی دی. په زبور کی د منجی د ظهور او په شریرانو باندی د صالحانو د بریالیتوب، او د نړیوال واحد حکومت د جوړیدو په باره کی زیرئ ورکړ شوئ دئ، د زبور په متن کی راغلی دی:

« ځکه چی د شریرانو لړۍ به پری شی، او لیکن د خدای انتظار اییستونکی به، د ځمکی وارثان شی، هو! له یوې لنډی مودې وروسته به شریر پاتی نه وی، د ځای په هکله به یی سوچ وکړی، او نه به وی، خو؛ حلیم او صابر کسان به د ځمکی وارثان شی... ځکه چی د شریر مټی به مات شی، او لیکن خدای؛ صالحان تائیدوی».

د مسیحیت په دین کی، د آخرالزمان د موعود په هکله یو لړ زیری راغلی دی. په انجیل کی د ژغورونکی په باب داسی زیرئ ورکړ شوئ دئ:

« لکه څرنګه چی بریښنا؛ له ختیځ څخه را څرکی تر لویدیځ پوری را څرګندیږی، د انسان د زوی ظهور به هم داشان  شی... بیا به د انسان زوی ووینی؛ چی پر آسمانی وریځو باندی په ستر قدرت او دبدبی سره راځی... له هغې ورځې او ساعت څخه هیڅوک خبر نه لری، حتی د آسمان ملائیکی... نو بیداره اوسئ؛ ځکه چی نه پوهیږئ ستاسو بادار په کوم ساعت راځی ».

د انجیل دغه زیرئ، څو ټکیو ته اشاره لری. دا عبارت؛ چی« له ختیځ څخه ځلا مومی، تر لویدیځه څرګندیږی » د آخرالزمان د

انقلاب د نړیوال توب او هر اړخیزوالی بیانونکئ دئ. بل دا چی د هغه نړیوال حرکت لارښوونه، د انسان د زوی په غاړه ده. د هغه څه په خلاف، چی د انجیل یو شمیر تفسیر کونکو ګمان کړئ، د انسان زوی؛ چی په راتلونکی کی د نړیوال سلطنت واکمن معرفی شوئ، حضرت مسیح نه دئ. ځکه؛ هماغه ډول چی د انجیل له جملو څخه څرګند دئ، حضرت مسیح ع ؛ پخپله زیرئ ورکونکئ دئ، او د داسی کس زیرئ ورکوی؛ چی په راتلونکی کی راځی او ټول ؤلسونه د هغه په چاپیر را غونډیږی.

په حقیقت کی د انسان زوی، چی د انسانیت ډیر لوړ سمبول او د انسانی نړۍ ډیر څرګند معیار او لارښود دئ، هماغه امام  زمان عج دئ، چی په راتلونکی کی به د انسانانو د چارو واګی په لاس کی واخلی.

پدی توګه؛ ټول الهی ادیان په آخرالزمان کی د ژغورونکی په ظهور باندی باور لری، او د هغه زیرئ ورکوی، که څه هم د هغه عدالت خورونکی منجی یو شمیر ځانګړنی، د هغوی په نزد بل ډول دی.