هغه به خامخا راځي
(last modified Tue, 25 Dec 2018 00:05:57 GMT )
Dec 25, 2018 04:35 Asia/Kabul
  • هغه به خامخا راځي

د حضرت عیسی علیه السلام د میلاد د کلیزې په هکله ځانګړې لیکنه.

نن د دسمبر د میاشتې پنځویشتمه نیټه د صلحې او سلام د پیغمبر او د بشر د وروستي ژغورونکي او موعود د ملګري حضرت عیسی مسیح علیه السلام د ولادت کلیزه ده چې په مناسبت یې هغو ټولو کسانو ته دا پروګرام ډالۍ کوو چې زړونه یې د یوازني معبود په مینې سره د حضرت عیسی مسیح په تمه درزیږي.  

 

                په دې دنیا کښې د انسان د خلقت له پیله د یوازني معبود لخوا ټولو پیغام راوړونکو د انسانیت لپاره یو واحد پیغام په ډالۍ راوړی دی. یو له رحمته ډک پیغام چې یوازې نیکمرغۍ ته د رسیدو لاره راښايي. په دې کښې یو پیغام راوړونکی حضرت عیسی علیه السلام دی، هغه پیغمبر چې د اسلام د قدرمن پیغمبر(ص) له هجرته ۶۲۲ کاله مخکښې په فلسطین ټاټوبي کښې پرتې بیت لحم سیمه کښې دنیا ته راغی. دا د لوړ مقام خاوند او اولوالعزم پیغمبر سربیره پر دې چې د شریعت او اسماني کتاب خاوند دی، یوه غیرمعمولي زوکړه درلوده. هغه د متعال خدای په ارادې سره، بې له پلاره، د مریم په نامه له یوې پاک لمنې او موحدې مور څخه دنیا ته راغی. خدای تعالی د مریم د مبارکې سورې له ۱۶ نه تر ۲۱ پورې آیتونو کښې د دې مقدسې بي بي په هکله داسې فرمايي: په دې سپیڅلي کتاب (قرآن) کښې د مریم قصه رایاده کړه، کله چې د عبادت لپاره له خپلو خلکو ډډې ته شوه او د جومات په ختیځه برخه کښې یو ګوټ ته لاړه او د هغوي مخې ته یې یوه پرده واچوله. دغه وخت مونږ خپل روح، جبرائیل د هغې لور ته واستوه. جبرائیل د هغې په نظر کښې د یو معتدل اندام لرونکي انسان په شکل ظاهر شو. مریم په ویرې سره وویل: زه له تا څخه رحمان خدای ته پناه وړم، که پرهیزګاره ووسې. جبرائیل وویل: زه انسان نه یم بلکې ستا د پروردګار استازی یم، راغلی یم چې تا ته یو داسې زوی دروبخښم چې ښه وده ولري. مریم وویل: زما به څنګه زوی وشي حال دا چې ما ته هیڅ انسان لاس نه دی راوړی او بدکاره هم نه یم؟ جبرائیل وویل: حقیقت همدا دې چې درته مې ووایه. ستا پروردګار فرمایلي دي چې دا کار ماته اسان دی. مونږ دا ډول تا ته یو اولاد درکوو او دا کار باید وشي او دا چې هغه د خلکو لپاره یوه نښه وګرځوو او د ځان لخوا هغه د رحمت سبب وګرځوو او په دې توګه د هغه خلقت یو حتمي او جوت کار دی.

 

                د بي بي مریم(س) د امیندوارۍ موده مختلفه ذکر شوې ده، په ځینو روایتونو کښې شپږ میاشتې بلله شوې او ځینو نور بیا د نهو میاشتو په بدل کښې نهه ساعتونه ذکر کړې ده. کله چې د حضرت عیسی د زوکړې وخت راورسید نو بي بي مریم د زیږون د درد په وجه د خرما د یوې وچې ونې لاندې کښیناستله. حضرت مریم په دې وجه ډیره اندیښمنه وه چې ډیر زر به د خلکو د تهمتونو له حملو سره مخ کیږي او د دې اندیښنې په وجه یې د مرګ ارمان کوه. خو حضرت عیسی چې تازه زیږیدلی و، د خدای تعالی په حکم خبرې پیل کړې او خپلې مور له یې دلاسه ورکړه او ویې ویل: غمجنیږه مه، که چا پر تا نیوکه کوله زه به یې ځواب ورکړم، ته د روژې نیت وکړه او ووایه چې د رحمان خدای لپاره دې د چپتیا د روژې نذر کړی دی او په دې وجه نن له هیچا سره خبرې مه کوه. بیا حضرت مریم سلام ا... علیها په ډاډمن زړه سره په داسې حال کښې چې خپل زوی یې په غیږه کښې نیولی و، د خپل قام او قبیلې په لور ستنه شوه. ظاهر بینه کسان د مریم په لیدو سره په هغې بدګمانه شول او ورته یې وویل: تا ډیر بد کار کړی دی. ای د هارون خورې! ستا مور او پلار خو بې لارې نه وو نو ته ولې په دې فساد ککړه شوې؟ حضرت مریم هغوي ته په اشارو وویل چې د ژبې روژه یې نیولې ده او خپله پوښتنه دې، د دې په غیږه کښې له موجود ماشوم څخه وکړي. خلکو په حیرانتیا وویل: مونږ له دې نوزیږي ماشوم سره څنګه خبرې کوی شو؟ دغه وخت خلکو په وړومبي ځل د تازه زیږیدلي عیس معجزه په خپلو سترګو ولیده او په خپلو غوږونو یې واوریدله. حضرت عیسی د خدای په قدرت خبرې شروع کړې او خلکو ته یې وویل: زه د خدای بنده یم. هغه زه د پیغمبرۍ لپاره غوره کړی یمن او اسماني کتاب یې رابخښلی دی. هغه زه یو مبارک او له خیر او برکته ډک مخلوق ګرځولی یم او ما ته یې، ترڅو چې ژوندی من د لمونځ کولو سپارښتنه کړې ده. هغه حکم راکړی دی چې له خپلې مور سره مهربانه ووسم او مونږ یې سرزوري او بدبخته نه یو ګرځولي. درود دې وي پر ما، هغه ورځ چې وزیږیدم او هغه ورځ چې مرم به او هغه ورځ چې مبعوث به شم.

 

                حضرت عیسی علیه السلام له خپل ولادته لږ وخت وروسته د خپلې مور حضرت مریم د بیګناهۍ په ثابتولو سره د خپل نبوت لوړ مقام څرګند کړ خو تر دغه وخته د خلکو د هدایتولو او د الهي دین د تبلیغ ذمه واري یې لا په اوږو نه وه اچول شوې. په عین حال کښې د یوه ډله یهودیانو لخوا ځینو خطرونو د هغه ژوند ګواښه. همدا وجه وه چې خدای تعالی دغه مور او زوی یو خوندي او مناسب ځاې ته لارښوونه کړل څو حضرت عیسی د ودې پړاونه ووهي او د خپل اسماني رسالت او دندې تبلیغ ته تیار شي.

 

                خدای تعالی همهغه ډول چې نورو پیغمبرانو ته یې ځینې معجزې ورکړې وې، حضرت عیسی علیه السلام ته یې هم سترې معجزې ورکړې څو خلکو ته د هغه پیغمبري ثابته کړي. د حضرت عیسی یوه معجزه دا وه چې له خټو په یې مارغه جوړوه، بیا به یې پکښې پو کول او هغه مجسمه به د خدای په حکم ژوندی کیدله. خدای پاک هغه ته دا اجازه ورکړې وه چې نابینا کسان او د بَرص یا برَګي په ناروغۍ اخته کسانو ته شفا ورکړي. د حضرت عیسی علیه السلام یوه ډیره حیرانونکې معجزه، د مړو ژوندي کول وو. هغه د خدای په حکم ګڼ کسان ژوندي کړل. هغه به حتی د هغو خوړو په هکله چې خلکو به په خپلو کورونو کښې پخول یا به یې زیرمه کول، هغوي ته خبر ورکوه.

                خو سره د دې دومره معجزو، په حضرت عیسی علیه السلام باندې ایمان راوړنکي کسان ډیر کم وو. د بني اسرائیلو مشران چې د حضرت عیسی په راتلو سره یې خپل مقام او ځایګاه په خطر کښې لیدله، د هغه له رسالته وویریدل او د هغه خلاف به یې فتنې جوړولې. هغوي به حضرت عیسی خپلو غوښتنو ته د رسیدو د لارې خنډ باله نو ځکه یې د هغه د قتل نیت وکړ. خو خدای پاک هغه د دښمنانو له نظره پټ کړ او هغوي، حضرت عیسی ته ورته یو بل کس ونیوه. عیسایان او ځیني نور خلک باوري دي چې د حضرت عیسی علیه السلام دښمنانو هغه د جمعې په ورځ په صلیب تړلی او وژلی یې دی. خو له مړینې درې ورځې وروسته هغه بیا ژوندی شوی او اسمان ته ختلی دی. خو وروستي اسماني کتاب یعنې قرآن کریم د حضرت عیسی علیه السلام په صلیب ځړول او وژل رد کړي دي او فرمايي: هغوي عیسی ونه وژه او په صلیب یې ونه ځړوه بلکې په غلطۍ سره یې د هغه پر ځاې یو بل کس په صلیب وتړه او خپله یې هم په دې خبره یقین نه درلود بلکې خدای هغه د ځان په لور پورته بوتله.

 

                هو، خدای تعالی هغه د دښمنانو له شره وساته او اسمان ته یې بوتله څو په یو مناسب وخت ځمکې ته راستون شي. د نړیوالو د ژغورنې او د یوې پرتمینې دنیا د رامینځته کولو لپاره د حضرت عیسی علیه السلام بیرته راتګ د ټولو الهي دینونو په تیره بیا د عیسایانو یوه پخه عقیده ده. د څلورګونو انجیلونو د عباراتو له مخې، حضرت عیسی به په اخره زمانه کښې راستون شي او له ظالمانو واکمنانو سره به وجنګیږي او د هغوي له نابودولو وروسته به انسان د ژغورنې او نیکمرغۍ ساحل ته ورسوي او خپل ارماني او آئیډیل ژوند ته به د عمل جامه ورواغوندي. په همدې وجه هغوي باید د حضرت عیسی د ظهور په تمه ووسي او د هغه حضرت د ظهور زمینې برابرې کړي. په لوقا انجیل کښې په دې هکله داسې راغلي دي: خپلې ملاګانې تړلې او خپل څراغونه بل وساتئ او تاسو د هغو کسانو په شان شئ چې د خپل آقا په تمه دي... نو بس تاسو هم تیار شئ ځکه چې هغه به په یو داسې وخت راشي چې تاسو یې ګمان نه کوئ.

او دا راستنیدل به د طبیعي، ځمکنیو، اسماني، سیاسي او ټولنیزو پيښو د یوې لړۍ له رامینځته کیدو سره مل وي.

               

مسلمانان هم په آخرالزمان کښې  له اسمانه د حضرت عیسی علیه السلام د راستنیدو په هکله ګډ نظر لري. له اسمانه د حضرت عیسی علیه السلام د راستنیدو په هکله د شیعه او سني په شمول په اسلامي سرچینو کښې ډیر روایتونه راغلي دي. په دې کښې یو د رسول ا... حضرت محمد مصطفی(ص) حدیث دی چې فرمايي: څنګه به وي چې د مریم زوی عیسی ستاسو په مینځ کښې راکوز شي او خپله له تاسو څخه ستاسو مشر وي.

په دا ډول ځینو روایتونو کښې راغلي دي چې حضرت عیسی به په امام زمان حضرت مهدي عجل ا... تعالی فرجه الشریف پسې لمونځ کوي. د هغه حضرت دا رستنیدل او له امام زمان څخه یې پیروي به اسلام ته د حضرت عیسی علیه السلام د رښتونو منتظرانو د لازیاتې ګروهنې سبب شي. په حقیقت کښې د خدای پاک حکمت او مهربانۍ داسې تقاضا کړې ده چې هغه اسمان ته بوول شي څو ځمکې ته د خپلې راستنیدنې په وخت د حق په لور د خلکو د هدایت سبب شي. نو د هغې ورځې په هیله، د حضرت عیسی علیه السلام میلاد مو مبارک شه.

 

ټیګونه