د روژې دمبارکې میاشتې د دریمي ورځې دعا
له ابن عباس څخه روایت شوی دی چې داسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)د روژې دمبارکې میاشتې د هرې ورځې لپاره ډير زیا فضیلت بیان کړی دی او د هرې ورځې لپاره له ډير فضیلته او کرامته ډکې دعاګانې ذکر کړی دی ، چې مونږ د روژې دمبارکې میاشتې له پیل څخه دغه دعاګانې په ویډیوئي بڼه او متن سره ستاسو خدمت ته وړاندې کوو ، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي او مونږ به هم پخپلو دعاګانو کې نه هیروئ .
د دریمې ورځې دعا:
اللَّهُمَّ ارْزُقْنِي فِيهِ الذِّهْنَ وَ التَّنْبِيهَ، وَ بَاعِدْنِي فِيهِ مِنَ السَّفَاهَةِ وَ التَّمْوِيهِ، وَ اجْعَلْ لِي نَصِيبا مِنْ كُلِّ خَيْرٍ تُنْزِلُ فِيهِ، بِجُودِكَ يَا أَجْوَدَ الْأَجْوَدِينَ .
ژباړه: ائ خدایه !په دې میاشتې کې ماته هوښیارتیا او ویښتیا راپه برخه کړې او له کم عقلۍ او تیروتنې مو لیرې وساتې ، او له هر هغه شي چې په دغې میاشت کې نازلوئ ، دمالپاره ئې ګټه ور و ګرځوې ، او د تا دسخاوت په حق سره ، ائ په سخیانو کې تر ټولو لوي سخاوت کونکیه.