په لویدیځ کی د بشری دحقوقو خلاف ورزۍ
میرمنو پرضد تاوتریخوالې په لویدیځ کی یوه مهمه اجتماعی مسله ده چی له ۱۹۹۰ لسیزې د پرمختللیو هیوادونو په سیاسی او اجتماعی ایجنډا کی راغلی دی . له بده مرغه له ۱۹ پیړۍ وروسته چی پر هیوادونو واکمنه فضا د سیکولزم او اومانیزم په لور لاړه ، ورو ورو میرمنو پرضد تاوتریخوالې زیات شو تر دی ځایه چی نن سبا د بی بی سی په شان د خبری چینلونو د اعتراف په اساس اروپایی هیوادونه د میرمنو لپاره په جهنم بدل شوی دی .
د اساسی حقوقو اژانس FRA)) په خپل تازه راپور کی ښی چی په اروپا کی په هرو دریو کی یوه میرمنه له جنسی کړاو سره مخامخیږی . په دغه شمیرنه کی درست ۲۸ اروپایی هیوادونه شامل دی اوحتی په سکانډینویا هیوادونو کی چی مخکې له دغه نظر ښه وضعیت درلود ، اوس پکې د میرمنو پرضد د جنسی تاوتریخوالی شمیرنې ډیرې زیاتی شوی دی .
«««««««««««««««««««
میرمنو پرضد تاوتریخوالې په لویدیځ کی یوه مهمه اجتماعی مسله ده چی له ۱۹۹۰ لسیزې د پرمختللیو هیوادونو په سیاسی او اجتماعی ایجنډا کی راغلی دی . له بده مرغه له ۱۹ پیړۍ وروسته چی پر هیوادونو واکمنه فضا د سیکولزم او اومانیزم په لور لاړه ، ورو ورو میرمنو پرضد تاوتریخوالې زیات شو تر دی ځایه چی نن سبا د بی بی سی په شان د خبری چینلونو د اعتراف په اساس اروپایی هیوادونه د میرمنو لپاره په جهنم بدل شوی دی .
بی شکه د تاریخ یوه ترخه تجروبه د میرمنو په امنیت اوحقوقو ظلم و ستم دی . میرمنو پرضد تاوتریخوالی یو ډول نړیواله ناروغۍ ده چی په چوپتیا کی پرمخ ځی او تقریبا ټول میلیتونه پرې اخته دی .
په ۱۹۹۳ کال کی د لومړی ځل لپاره د بشری حقوقو نړیوالې ټولنې په رسمی توګه میرمنو پرضد تاوتریخوالی حتی د کورنیو په خصوصی ژوند کی د بشری حقوقو د یوه اساسی خلاف ورزۍ په توګه په رسمیت وپیژنده . په ۱۹۹۳ م کال کی په ویانا کی د بشری حقوقو په نړیوال کانفرنس کی د میرمنو او انجلیو حقوقو د بشری حقوقو نه بیلیدیونکی برخه اعلان شوه اود تاوتریخوالی درست ډولونه ، کړاو ، جسمی ، روانی او جنسی ګټه اخیستل ، توپیر ، کلتوی تعصب او د میرمنو نړیوال قاچاق د انسان د حرمت او کرامت سره په تضاد کی وبلل شو .
««««««««««««««««««««««««
له دغو هلو ځلو سره سره د میرمنو پرضد تاوتریخوالی په نني دنیا کی د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ یو ډیر پراخ مورد دی چی ژوند ویجاړ اودټولنو د پرمختګ او ودې لپاره یو حنډ رامینځته کوی . په بله وینا میرمنو پرضد تاوتریخوالی په وګړنیزو مشکلاتو سربیره ډیر اجتماعی مشکلات هم لری .
د ملګرو ملتو بخښنی ادارې په ۲۰۰۳ کال راپور کی میرمنو پرضد تاوتریخوالی د بشری حقوقود خلاف ورزۍ ښکاره نړیواله او پراخه بیلګه بللی ده . د دغه سازمان په ۲۰۰۴ کال راپور کی دغه اندیښنه یو ځل بیا تکرار شوی او ټینګار شوی دی چی د تاوتریخوالی د ختمولو په ډګر کی حکومتونه یا لټی کوی او یا د تاوتریخوالی د لیری کولو په لړ کی د اعمالو له اجرا د راز راز عواملو په نسبت عاجزه دی .
د میرمنوپرضد له تاوتریخوالی ترلاسه شوی شمیرنې له اجتماعی پایلو وهم راپارونکی انځور وړاندی کوی . له بل پلوه د میرمنو پرضد تاوتریخوالی د روانی او جسمانی تاوانونوته په پام سره نه یوازې میرمنې له خپلو انسانی حقوقو محروموی بلکې د ښځې او مور په ځای او اجتماعی فعالیتونو کی هم له رول لوبولو مخنیوی کوی . د انسانانو پرضد د تاوتریخوالی اعمالول د تاریخ په ټولو پړاونو کی لږ یا زیات موجود وو ، خو میرمنې اوانجلۍ د تاوتریخوالی پرضد زیاتې تاوانی دی ځکه چی هغولطیف روح او د سړیو په نسبت له جسمانی نظره کمزوری دی . په میرمنو د دغو تاوانونوخرابې اغیزې په کورنۍ او ټولنه کی له روحی او اروایی نظره بشپړه محسوسې دی .
««««««««««««««««««««««««
د میرمنو پرضد د تاوتریخوالی او تبعیض زیاتیدونکی بهیر او لویدیځو هیوادونو لپاره د هغه تاوانی پایلې سبب شوی دی چی دغه هیوادونه په جدی توګه له دغې ښکارندې سره مقابلې ته مخه کړی . هغو له تاوان لیدلیو میرمنو د ملاتړ لپاره ډیر مرکزونه په لویدیځ کی جوړ کړی ، خو معلومه شوه چی دغه مرکزونه لازم کارندوالی نلری ، ځکه چی د کمیت او کیفیت له نظره تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی . ترسره شوی څیړنې ښی چی په لویدیځ کی جنسی تاوتریخوالی زیات دی او د هغه عاملان او قربانیان په درستو پرګنو اوملیتونو کی موندل کیدلې شی .
لویدیځه نړۍ چی هره ورځ په دروغجنو شعارونو سره هڅه کوی هغه تجروبې چی پخپله په امریکا او اروپا کی ورته ندی رسیدلی د نړۍ د نورو سیمو په میرمنو او انجلیو وتپی . د وروستیو تحقیقاتو په اساس چی پخپله یې ترسره کړی دی ، دې نتیجې ته رسیدلی دی د اروپا ۵۵ فیصده میرمنې له جنسی کړاو سره مخامخ شوی او پکې ۱۸ فیصدو لپاره مزاحمت رامینځته شوی او ۴۳ فیصده هم له روانی ناوړه استفادې سره مخامخ شوی دی .
««««««««««««««««««««««
په اروپا کی په تبلیغاتی بورډونو د میرمنو د تبلیغانو انځورونه لیدونکیو ته دا القا کوی چی اروپا د میرمنو جنت دی او په لوړ سیاسی ، علمی ، کلتوری سویو کې د کار په شمول بیلا بیل درست حقوق او په شپه او ورځ کی د تګ راتګ بشپړه ازادی او درست اجتماعی امکانات برابر کړی دی ، البته دا مسله شاید د اروپایی هیوادونو د قوانینو د متن په اساس سمه وی ، خو په دې هکله چی میرمنې د سړیو له تاوتریخوالی په امان کی پاتی شی او له جنسیتی پلوه په بشپړه ازادی کی وی ، تراوسه واټن موجود دی . په اروپا کی په هرو دریو میرمنو کی یوه میرمن له جنسی تاوتریخوالی سره مخامخیږی .
««««««««««««««««««««««««
د اساسی حقوقو د اژانس د راپور په اساس له ۱۸ تر ۷۴ عمرونو ترمینځ له دوه زره میرمنو چی ترې پوښتنه شوی ده ایا له جنسی او جسمی تاوتریخوالی سره مخامخ شوی دی ؟ ۳۳ فیصدو پکې مثبت ځواب ورکړی دی . په دوی کی ځینو حتی دواړه موردونه تجروبه کړی دی . پر دې سربیره ۱۲ فیصده میرمنو ویلی دی چی په ماشوموالی کی یې د جنسی کړاو تجروبه کړی ده . د یادولو ده چی په درو کی څه د پاسه دوه برخې کسانو چی د خاوند یا دوستانو لخوا د جنسی تاوتریخوالی قربانی شوی دی ، پولیسو ته مراجعه نده کړی .
د اساسی حقوقو د اژانس مسوله جوانا ګودی وایی ، د دغه راپور په اساس د میرمنو د جنسی کړاو سویه ډیره لوړه وه او هغه څه چی مونږه یې حیرانه کړی یو دا دی چی ۷۵ میرمنو په لوړو مدیریتی او حرفه ای سویو کی ویلی دی چی له جنسی کړاو سره مخامخ شوی او دا شمیر واقعا زیات دی .
تاوتریخوالی د کار په چاپیریال کی په اروپایی هیوادونو کی د میرمنو پرضد یو ډیرزیات ډول دی . په دوی کې ډیرې میرمنې د خپل مدیر یا ګاهک په وسیله کړول شوی دی .
««««««««««««««««««««««««««
ځینو میرمنو جنسی تاوتریخوالې او کړاو حتی په ماشومتوب و ځلمیتوب کی تجروبه کړی دی . په دغو کی څه د پاسه لس فیصده له پنځلس کلونو کم عمره میرمنې د یوه بالغ کس لخوا یو ډول له جنسی کړاو سره مخامخ شوی دی . هغه څه چی په دغه څیړنه کی تازه دی ، له ماډرن ارتباطی وسایلو په استفادې سره د جنسی کړاو د شمیر خپریدا ده . له ۱۸ تر ۲۹ کلونو ترمینځ له هرو ۵ انجلیو یوې ویلی دی چی د سایبری یا اینټرنیټی کړاو قربانی شوی دی او په هرو لسو میرمنو کی یوې میرمنې د ایس ایم ایس یا ټولنیزو شبکو په سویله کړونکې متن ترلاسه کړی دی .
په لویدیځو ټولنو کی د اړیکو ازادی او د میرمنې اوزاری والی د لویدیځوالو قهرجنې روحیې تر څنګ چی روان شناختی ضرورت لری ، شاید د هغو تاوتریخوالیو د رامینخټه کیدا زیاتره دلایل دی چی لویدیځوال یې په ځان کی لری ، خو نور په هغو تورنوی .
هغه پوښتنه چی پاتی کیږی دا ده چی ولی اروپایی هیوادونه چی د څو لسیزې تاریخی او د بشری حقوقو په تامینولوکی اوږد لاس لری ، او د هغو په ساتلو کی کافی قوانین لری ، ندی توانیدلی د میرمنو لومړنی حقوق حتی د کورنۍ په چاپیریال کی په کافی اندازه پوره کړی .
پای