په لویدیځ کی د بشری حقوقو خلاف ورزۍ
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i85670-په_لویدیځ_کی_د_بشری_حقوقو_خلاف_ورزۍ
نن سبا وینو چی د امریکا او اروپا په شان د بشری حقوقو او ازادۍ په ادعا کونکیو هیوادونو کی له اسلامه ویرول او په درستې اروپا او امریکا کی د مسلمانانو پرضد غلیمانه او توپیری حملې زیاتې شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 04, 2019 10:34 Asia/Kabul
  • په لویدیځ کی د بشری حقوقو خلاف ورزۍ

نن سبا وینو چی د امریکا او اروپا په شان د بشری حقوقو او ازادۍ په ادعا کونکیو هیوادونو کی له اسلامه ویرول او په درستې اروپا او امریکا کی د مسلمانانو پرضد غلیمانه او توپیری حملې زیاتې شوی دی .

که څه هم د بشری حقوقو د نړیوالې بیانیې او نړیوالو اسنادو په اساس انسانان له مذهبی ازادۍ برخمن دی  اوهیڅوک باید د مذهب د درلودلو په دلیل د کرکې ، توپیر او تاوان وړ ونه ګرځی  . خو نن سبا وینو چی د امریکا او اروپا په شان د بشری حقوقو او ازادۍ په ادعا کونکیو هیوادونو کی له اسلامه ویرول او په درستې اروپا او امریکا کی د مسلمانانو پرضد غلیمانه  او توپیری حملې زیاتې شوی دی .

همداراز له دې سره سره چی دولتونه ژمن دی چی د نړیوالو اسنادو په اساس امنیت او د ژوند شرایط له کوم توکم ، مذهب او له تبعیض پرته درستو ښاریزو لپاره برابر کړی ، خو ظاهرا د ځینو حکومتونو  مسولانو په دې هکله جدی اقدام ندی ترسره کړې  او کله په ځینو هیوادونو کی  په ویناو او څرګندونو سره دغو تاوتریخوالیو ته لمن وهل شوی ده .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««

اټکل کیږی چی په درست انګلستان کی کابو درې میلیون مسلمانان ژوند کوی چی نن سبا د افراط پالو او توکم پالوله غلیمانه حملو او تاوتریخوالی په خطر کی راغلی دی . په انګلستان کی  له اسلامه د ویرولو  د یوې څارونکی ډلې له راپور سره سم په برتانیه کی په تیرو درې نیمو میاشتو کی  په څه د پاسه سلوجوماتونو اسلام ضد حملې شوی دی . د پولیسو د راپور  په اساس له اروپایی اتحادیې د انګلستان د وتلوله ټول پوښتنې وروسته په لومړۍ اونۍ کې د اسلام پرضد غلیمانه حملې ۵۸ فیصده زیاتې شوی دی .

د انګلستان د مسلمانانو شورا تازه په یوه بیانیه کی په مسلمانانو ، جوماتونو او مذهبی ځایونو د حملو له زیاتیدا اندیښنه څرګنده کړی ده چی ضرورت شته د سترو ګوندونو مشران ورته پام وکړی .

په لندن کی یوه کس په لاس کی چاقو وو او کوکه یې کوله چی غواړم یو مسلمان ووژنم چی له دې وروسته یې یو مسلمان ژوبل کړ ، هغه چی یو بنګلادیشی توکمه مسلمان وو ، په سترګه او سینې ژوبل شو او په روغتون کی بستری شو .

په یوه بله پیښه کی یوه مسلمانه میرمن په لندن کی له یوې بلې تاوتریخجنې پیښې سره مخامخ شوه  او له سر یې حجاب او چادری لیرې کړې شوه هغې چی هڅه کوله خپل حجاب غاو ستر وساتی  ، شل میټره په مځکه راکښل شوه  او بیا شل دقیقې د نورو له مرستې پرته په مځکه پرته وه .

««««««««««««««««««««««««««««««««

په وروستۍ توکم پاله حمله کی په سکاټ لینډ کی د کامبرنولډ په جومات حمله وشوه  او یرغلګرو په دیوالونو اسلام ضده شعارونه ولیکل . د انګلستان د مسلمانانو شورا په لیکنه د دغه هیواد پولیسو راپور ورکړی دی چی اسلام ضد حملې په زیاتیدو دی ، په دې ډول چی تیر کال د انګلستان د اشبزۍد سیالیو ګټونګی نادیه حسین وویل چی په ریل ګادی کی یوه کس د هغه په څنګ کې په څوکۍ له کښنستلو دډه کړی ده  او ویلی یې دی چی د یوه مسلمان په څنګ کی به کښیننی .

د انګلستان د مسلمانانوشو را عمومی منشی هارون خان په دغه بیانیه کی د انګلستان د درستو ګوندونو له مشرانو غوښتی دی چی په انګلستان کی د اسلام ضد د زیاتیدونکی او نوی څپې په وړاندی  ودریږی او په دغه هیواد کی له مسلمانانو سره د خواخوږۍ لپاره اقدام ترسره کړی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««

په سویټرزلینډ کې په  بله پیښه کې دې ځل د زوریخ ښار په اسلامی مرکز د وسله والې حملې له امله درې کسان ژوبل شول . د زوریخ پولیسو همداراز د وسله والو د ډزو له امله د دغه اسلامی مرکز د ودانۍ د څو ګاونډیانو د تاوانی کیدا خبر هم ورکړی دی . ویل کیږی چی پولیسو تراوسه د دغې پیښې د احتمالی دلایلو او څرنګوالی په هکله هیڅ معلومات ندی وړاندی کړی .

د سویټرز لینډ د بلیک ورځپاڼۍ له راپور سره سم  د پولیسو دغې ودانۍ ته نږدې د دریو کسانو ژوبلیدا تایید کړی ده . ویل کیږی چی د دغو ډزو درست ژوبل کسان بوډاګان دی خو د هغو د زخمونو د سختوالی په اړه کوم معلومات نشته دی . د راپورونو له مخې د دغې ودانۍ په شاوخوا کی کابو د پولیسو شل ماموران ځای پر ځای شوی دی او په دغه سیمه کی د تګ راتګ مخینوې کوی .

««««««««««««««««««««««««««««««««

په امریکا کی هم د ټرمپ له بریالیتوبه وروسته مسلمانانو پرضد غلیمانه حملې زیاتی شوی دی . د ډیلی میل ورځپاڼي له راپور سره سم د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کی د جمهوری غواړو کاندید ټرمپ له بریالیتوبه وروسته د نیویارک پوهنتون مسلمان محصلین د خپل عبادت ځای په کوټه کی له ټرمپه په پلویتوب کی له نقاشۍ شویو انځورونو سره مخامخ شول .

ټرمپ د خپلو انتخاباتی مبارزو په پړاوکی د مسلمانانو او کډوالو پرضد ژمنې کړی وې چی که دا ژمنې عملی کړی نو د مسامانانو او کډوالو لپاره  سخت شرایط رامینځته کیږی . په همدې لړکی مسلمانان وایی چی که ټرمپ د خپلو خبرو په اساس هیواد ته د مسلمانانو د ورتګ مخینوې وکړ نو د امریکا د یوه اساسی او مهم اصول یعنی د مذهب د ازادۍ خلاف ورزۍ به یې کړی وی . اوس د ټرمپ په غوره کیدا سره د امریکا په ټولنه ، ښونځیو او پوهنتونونو کی داسې فضا رامینځته شوی ده چی پکې مسلمانان د امنیت احساس نه کوی .

په وروستۍ یوه پیښه کی د لس انجلس پولیسو د چاقو په ګوزارونود یوه مسلمان لمونځ کونکی د ژوبلولوپه تور د یوه کس د نیولو خبر ورکړ . ژوبل شوی کس روغتون ته منتقل شو .

د مسلمانانو د اړیکو شورا د شمیرنو له مخې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کیدا له ورځې تراوسه په امریکا کې د مسلمانانو پرضد کابود دوه سوه (۲۰۰) حملې شوی دی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

په امریکا کی د مسلمانانو پرضد د تاوتریخجنو او توپیری اقداماتواو د ټرمپ له بریالیتوبه وروسته د هغو زیاتیدا ډیر مدنی فعالان اندیښمن کړی دی . په دې ډول چی د دسمبر په ۱۷ نیټه د مدنی فعالانو د یوه مرکز یعنی د واشنګټن د سولې مرکز په بلنه څه د پاسه ۳۰۰۰ مدنی او سیاسی فعالانو او د امریکا د ټولنې نورو پرګنو په یوه غونډه کی ګډون او د مسلمانانو پرضد د ټرمپ د کابینې له اقداماتو سره د مبارزې د لارو جاج واخیسته او پکې یې د نظر تبادله وکړه .

په دغه غونډه کی  یوې شناندې او وکیلې میرمن دیپا ایر وویل د ستمبر د ۱۱ نیټې له پیښو وروسته مونږه تر اوسه په امریکا کی د مسلمانانو پرضد د تاوتریخوالی او ‌ډیر توپیر او توکمیز تبعیض شاهدان یو . په دې ډول چی د ستمبر د ۱۱ نیټې له حملو وروسته په امریکا کی د (NSSEER)په نوم قانون تصویب کړ چی د هغه په اساس  مسلمانان باید د نوم د ثبتولو لپاره د مهاجرت د ادارې ودانۍ ته مراجعه وکړی چی له دغو پیښو وروسته دغه اداره د امریکا د داخلی امنیت د وزارت دننه خپل فعالیت ته دوام ورکوی . د دغه قانون په سیوره کی په لسګونو مسلمانان په ناحقه یا جیل ته اچولی دی او یا له امریکا ویستل شوی دی . که څه هم دغه قانون په ۲۰۰۵ میلادی کال کی ختم شو خو له دې سره سره هغه کسان چی د ټرمپ په کابینه کی شتون لری ، بیا به دغه قانون په کار واچول شی او تاسو د امریکا خلک ورسره باید مبارزه وکړئ .

هغې وویل زه له تاسو غواړم چی ځانونه چمتو کړئ تر څو یو ځل بیا د ټرمپ په وسیله د دغه شرمونکی او زشت اقدام د ترسره کیدا مخنیوې وکړو .

پای