هندي پوځیانو درې نور کشمیریان ووژل
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i87677-هندي_پوځیانو_درې_نور_کشمیریان_ووژل
د هندوستان د امنیتي ځواکونو او د دغه هیواد تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د وسله والو ترمینځ نښته کښې درې بریدګر وژل شوې دي.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Feb 01, 2020 13:33 Asia/Kabul
  • هندي پوځیانو درې نور کشمیریان ووژل

د هندوستان د امنیتي ځواکونو او د دغه هیواد تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د وسله والو ترمینځ نښته کښې درې بریدګر وژل شوې دي.

په دغه نښته کښې چې پرون د نوې ډیلي تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د وسله والو او د هندوستان د امنیتي ځواکونو ترمینځ رامینځته شوه، دوه تنه هندي ځواکونه هم زخمي شول.

له دغې نښتې وروسته د هندوستان حکومت په کشمیر کښې د موبایل او انټرنیټ سروس بند کړ.