د افغانستان ټولې دینې مدرسې هم یوه میاشت وتړل شوې
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i88683-د_افغانستان_ټولې_دینې_مدرسې_هم_یوه_میاشت_وتړل_شوې
تر دې وړاندې د هیواد ټول ښوونځي او پوهنتونونه هم رخصت شوي او د کانکور او کلنۍ ازموینې ورسره ځنډول شوې وې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 16, 2020 11:17 Asia/Kabul
  • د افغانستان  ټولې دینې مدرسې هم یوه میاشت وتړل شوې

تر دې وړاندې د هیواد ټول ښوونځي او پوهنتونونه هم رخصت شوي او د کانکور او کلنۍ ازموینې ورسره ځنډول شوې وې.

د افغانستان له پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو وروسته د حج و اوقافو وزارت هم د هیواد ټولې دیني مدرسې د راتلونکي کال د حمل تر ۳۰مې رخصت اعلان کړې.

وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دا پریکړه یې د کورونا د مخنیوي لپاره کړې ده او سر له نن څخه به ټول دیني مرکزونه ، دیني مدرسې او درسي حلقې د حمل د میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې تړلې وي.

تر دې وړاندې د هیواد ټول ښوونځي او پوهنتونونه هم رخصت شوي او د کانکور او کلنۍ ازموینې ورسره ځنډول شوې وې.

په افغانستان کې د کورونا ۲۱ مثبتې پېښې تر دې دمه ثبت شوې دي چې په یو شپه او یوه ورځ کې یې دوه تازه پېښې په هرات، دوه په لوګر او یوه یې په بادغیس کې ثبت شوې ده.

دا مهال په هرات کې د کورونا ۱۲، په سمنګان کې ۳، په لوګر کې دوه، په بلخ کې یوه، په دایکنډي کې یوه، په کاپیسا کې یوه او په بادغیس کې یوه پېښه شوې ده.