د ښه ژوند تیرولو هنر
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i90451-د_ښه_ژوند_تیرولو_هنر
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ښه ژوند هنر نومې د لړۍ له ننني شپاړسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په دغه مطلب کې د نرم خوي ، مهربانه خبرو او ګفتار په اړه سره غږیږو، نو هیله ده چې ترپایه راسره ملتیا وکړئ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 31, 2020 16:34 Asia/Kabul
  • د ښه ژوند تیرولو هنر

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ښه ژوند هنر نومې د لړۍ له ننني شپاړسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په دغه مطلب کې د نرم خوي ، مهربانه خبرو او ګفتار په اړه سره غږیږو، نو هیله ده چې ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

دوستانو د ښه ژوند لپاره  ښو ټولنیزو اړیکو ته اړتیا لرو. پاک پروردګار   انسان  داسې پنځولی دی ، چې  د هغه ډيرې  روحي او بدني   اړتیاوې  له اجتماع سره  په ارتباط ټينګونې کې  پوره کیږي . یو  انسان  په انزوا او ځان له سر  ژوند نشی کولی  او  له ژونده خوند نشي اختسلی .  انسان فطرتا   د ځان په څير  له نورو انسانانو سره  ارتباط ته اړتیا لري  او  همدلته ده چې  دوستیانې جوړیږي  او یوزړتوب او  همدردیانې د پسرلي  دغوټیو په شان  غوړیږي .  له کورنۍ سره  له دوستانو ،ملګرو ، ګاونډیانو او او نورو خلکو سره  مناسب ارتباط ټول په یوه انسان کې  دشخصیّت د بشپړتیا نښې دی .

 له نورو سره  دارتباط اصلی کِلي ، د ښو او غوره خبرو کول دي .

=    له یوه بل سره دانسانانو  لومړنۍ ارتباطي لاره ،  کلام او ګفتار دی .  پخوا وئيل شوي  دي ، سلام اچول د کلام سریزه او  کلام هم د بلدتیا  سریزه او مقدمه ده .  څومره ښه ده چې  انسانان ، په کلامي ارتباطاتو کې  تر ټولو غوره  خبرو کول  وکاروي  او پخپلو خبرو کې  له مثبتو او ښکلو ټکو استفاده وکړي .  البته  د ښو خبرو کول  په دې معنا  نه دي چې د نورو د خوشالولو لپاره  خبرې وکړو ،  او هغوي   خپلو خبرو  ته جلب کړو ،بلکې  ښې او نیکو  خبرو کول ،  داسې خبرې دي ، چې  محتوای  ئې  خیر او مصلحت وي او په ترټولو ښو ټکو سره بیان شی .

په درستو انساني  ټولنو  او په درستو آسماني دینونو کې د خبرو کول ډير اهمیّت لري او  یو لړ آداب لري چې  رعایت کول ئې  دا نسان  منزلت او شان لوړوي  او  د ډيرو بداخلاقیو او  خلاف ورزیو  مخه نیسي . په یوه ایرانی مثال کې وئيل شوي دي  چې  هره خبره خپل وخت   او هرټکی  هم  خپل ځاي لري ،  او دا  چې وائي ؛؛؛؛؛    

تا مرد سخن  نګفته باشد

عیب و هنرش نهفته باشد .

یعنی تر څو چې حوک خبرې ونه کړي ،  نو دهغه عیب   او هنر پټ پاتیکیږي .

             دوستانو  د هر انسان  پّ خبرو، ټکو او ګفتار  کې ،  دهغه درک ، معلومات  او شخصیتي وده ښودل کیږي . انسان تر څو خبرې ونه کړي ،  دهغه شخصّیت پټ پاتیږي  او  کله چې  دخبرو لپاره خوله وازه کړي ، نو د هغه اهمیّت او ارزښت او قیمت  معلومیږي .

 په قرآن کریم کې  او دغه راز په اسلامی حدیثونو کې   خبرو کولو ته ډير اهمیّت ورکړل شوی  دی .  په همدې زمینې کې   قرآن کریم  مومنانو ته په خطاب کې فرمائي ؛ وقولو  للّناس  حسناً ( له خلکو سره په خوش اخلاقۍ سره  خبرې وکړه ) 

 د اسلام  ګران پیغمبر او معصومو امامانو علیهم السلام  هم  هم د ښو  خبرو په باب ډیر حدیثونه بیان کړي دي .

 د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) فرمائي ؛  هغه انسان چې  ایمان ئې  ښه  اوپیاوړی وي ،  هغه له بې ګټې او چټي خبرو غړوي ، ځکه  چې  ګټه ورې خبرې ،  د ایمان  یوه نښه ده . ::::

  حضرت امام محمدباقر علیه السلام  هم فرمائي ؛   له خلکو سره داسې په ترټولو ښه لهجه  چې  ئې غواړې درسره خبرې وکړي ،  خبرې وکړه .

               سنجیده او غوره خبرو کول ، دروغ نه وئيل ،  کمې خبرې کول ، بده ژبه نه کارول ، ښکنځل نه کول ، بې هدفه خبرو نه  کول ، ملنډو نه وهل  او چاپسې خوله نه جوړول   او داسې نورې ډيرې خبرې دي ،  چې د خبرو کولو په  آدابو برخه  شمیرل کیږي .

د لاښې ارتباط  دټينګولو لپاره  او د مونږ داړتیاؤ او غوښتنو د بیانولو لپاره او همدرااز په ټول کې   د یوه لاښه ژوند تیرولو لپاره ، باید د خبرو  او ګفتار  آداب یاد کړو  او  دژبې آفتونه وپيژنو . 

 د مثال په توګه،بدې خبرې،په خبرو  کې د لهجې سختوالی ،  سپکاوی او بې حرمتي،د خبرو آفتونه  شمیرل   کیږي .کله کله  ناسنجول شوي  او سپيکې  زړه کړونکي خبرې حتی  ډير په زړه پورې او مخکیني ملګري هم سره ګډوډي  او یا د دښمنۍ لامل کیږي .

 د رازونو ساتل او د زاردارۍ قدرت،هم  دیوه کس  دکمال نښه ده  او  د خبرو یو ادب حسابیږي .هغه کسان چې  په زړه کې کومه یوه خبره نشي ساتلی او د نورو راز په لومړي فرصت کې ایشوا کوي،هیڅکله هم د اعتماد او باؤر وړ  نه وي او خپل حیثیت او شخصیّت له لاسه ورکوي  .کله کله  مونږ پخپلو خبرو سره حتی پروپيګنډې  کوو او یو ډول دروغو ته مخه کوو چې په درستو  دینونو کې ناخوښ بلل شوي دي  او  ګناه حسابیږي . 

  حضرت امام علی علیه السلام په دې باب  فرمائي؛ لاتُحَدِثُ الناس بِکُلِ ما تسمع ؛:؛ هرڅه   چې آورې،نو  دخلکو لپاره  ئې مه وایه ::::

            د فرانسې یو ژواک پيژاند لامارک  وائي ،  کله  د وئیلو لپاره څه خبرې نه لري ، نو بیا غوږ ږده  څو نور  خبرې وکړي . :::

هو!  خبرو کول تل   ګټه  نه لري  او په بله معنا هروخت خبرې کول ښه نه وي ، بلکې کله کله   دخبرو آوریدل ، چپتیا او کمې خبرې  ، انسان ته ډير ارزښت ډالۍ کوي . کمې خبرې کول  او چپتیا ، انسان  خپل باطن ته متوجه کوی  او د هغه فکر او لیدتوګه لوړوي .  په کمو خبرو او په موقعې په  چپتیا سره  د انسان عیبونه هم پټيږي  او  دهغه حیثیّت او   احترام هم ساتل کیږي . 

 حضرت امام علی علیه السلام د ډيرو خبرو کولو په مذمت کې فرمائي ؛  هر څو ک چې ډيرې خبرې کوي ،نو تیروتنې ئې هم لازیاتې وي  او هرڅوک چې  تیروتنې ئې زیاتې شی،نو زړه ئې مړاوی کیږي (یعنی هغه باطني  چغه،چې ښو  ته بلنه ورکوي ) او هر هغه کس چې  زړه ئې مړاوی شي ، د جهنم په اور کې ښکیلیږي :::: 

               کله خبرې پیلیږي ، نو  غوره ده چې  له دې مخکې پر دغو خبرو او نتیجو ئې  فکر وشي ، پخوا خلکو  به ډيرې غوره خبرې کولې ،  په دې عنوان سره ، چې  :حرف:  یا  خبرې  هم  دخواړو په څیر  باید پخې شي ،کله خبرې پاخې  شي ، نو بیا ووئيل شي .:: 

 د خبرو پخوالی په دې کې دی،چې په هغو کې تفکر،مصحلت په نظر کې نیول شوی  وي،کله  ناسنجول شوي خبره له خولې بهر وځي،نو نور  د هغو د نتیجو   او پایلو مخه نشي نیول کیدلی .کله  دانسان له خولې  داسې خبرې وځي  کینې رامینځة کوي،نو یا له هغه څخه ځینی غلط اخستونونه او یا مشکلات راولاړیږي،نو هغه وخت انسان پښمانه کیږی او هیله کوي،چې ائ کاش! له خبرو مخکې مو  لږ فکر کړی وائ .خو دغه  وروسته پښمانه کیدل،هیڅکله  له خبرې  د مخکې فکر کولو ځّاي نه نیسي .په داسې حال کې چې  یوه شیبه تدبّر او فکر کول د ډيرو پښمانیو  مخه  نیولی شي . نو ځکه  د هر ډول خبرو او ګفتار  ارزښت  له بیانیدو مخکې  په فکر کولو کې دی .

                 د یونان له یوه حکیم   ارسطو پوښتنه وشوه ،تر ټولو غوره خبره  کومه یوه ده .؟ هغه ووئیل ؛ هغه څه چې  له عقل سره سمون وخوري ،  ووئیل شول ،  له دې وروسته  څه ؟ نو وې وئيل ،  هغه خبره چې  آوریدونکی ئې ومني ..... ووئيل شول ، له دې وورسته څه ؟  بیا ئې ووئيل ،  هغه خبره چې  له نتیجې ئې  ډاډمن ووسو  چې مونږ ته به ورڅخه  کوم تاوان  نه رسیږي ....  ووئيل شول ، له دې وروسته څه ؟؟.....  بیا ئې ووئيل ،  که خبره  له دغو څځه یو شرط ونه لري ، نو  بیا دا د حیوانانو غږ دی ::::

             ډير  لیدل شوي دي چې  د یوه کس غوسه کیدا او سخته لهجه،دمقابل لوري په نرمو او مهربانه خبرو سره له مینځه تللې ده .هغه انسان چې پر آدابو پوهیږي او  ښې او نیکې خبرې کوي،حتی پخپل مناسبت  چلند او خبرو سره نورو ته  د ادب او احترام درس ورزده کوي . کله  دنورو  د غوسې او غضب په وړاندې  او یا د هغوي  د سپکاوي ، ښکنځل  او یا پیغورونو په وړاندې چپتیا غوره کړو ،  او یا ددې په اپوټه ،  په مهربانۍ ، نرم خوي او نرم لهجې  سره  ورته مناسبت ځواب ورکړو ،نو   په مقابل کلوري ښې اغیزې شیندي او  یو ډول مو دهغه اخلاق هم  ورسره ښه کړي دي . 

نرم خوي  او مهربانه او نرمې خبرې د هغې نرمې او   کرارې وږمې په څير  دي ، چې  روح  ته سکون  ورپه برخه کوي  او آرامښت ډالۍ کوي .

 حضرت امام علی علیه السلام  فرمائي ؛خپله ژه  په سلام کولو  او نرمو خبرو عادت کړه  څو دوستان دې زیات شي  او دښمنان دې کم شي :::

د پیغمبر اکرم (ص) یو سنت دا ؤ چې  که څوک ورڅخه څه وغواړي ، نو  یا ئې ترسره کول  او یا ئې له هغه سره  په نرم او مناسبو خبرو سره  چلند کاوۀ .

                 د  انسان  خبرو کول  دهغه د شخصیّت ښودنه کوي .  مؤدبه او شخصّیت لرونکي  انسانان هیڅکله هم  په تر ټولو بدو شرائطو کې هم  حاضر نه دي ، خپلې خبرې  له هغه څه سره چې  د هغه په  شاءن کې نه وي ،وکړي .دوي نه یوازې پخپلو خبرو کې له ښو ټکواستفاده کوي،بلکې په خبرو کې خپلې لهجې او غږ ته هم ډير پام کوي .لهجه او د غږ انداز د خبرو په وخت ډيرزیات اهمیّت لري،په دې توګه چې  که  په مهربانۍ او نرمۍ سره وي ، نو  وئیونکي او آوریدونکي  ترمینځ صمیّمیتاو مینه رامینځةکوي اوهغه ته یوه مثبته انرژي منتقلوي .خو که د بیان لهجه ،د رټلو او یا دسپکاوي او پيغور انداز لري ،نو حتی  د خبرو مفهوم او مقصد  په غیر واقعي  توګه د آوریدونکي غوږونو ته رسیږي . 

آدمي  مخفی است در زیر زیان

 این زبان پرده است  درګاه  دهان

(یعني  انسان د خپلې ژبې تر شا پټ دی او دغه ژبه ،  د خولې په دربار کې یوه پرده ده . )

             اوس که  وغواړو ،تر ټولو غوره او ښو خبرو  صفت  وکړو،نو باید د هغو څو ځانګړنو ته اشاره وکړو. ښې او غوره خبرې ډيرې ځانګړنې لري په هغوکې  داسې خبرې شاملې دي ، چې  پکې دروغ نه وي ، رښتیا اوسمې خبرې وي ، دوهم دا چې ،په نرمې او مهربانې لهجې سره  مطرح شي . دریم دا چې  خبرې  د انسان له عمل سره توپیر ونه لري، یعنی د انسان  خبرې او عمل یو شان وي . څلورم دا چې  هغه خبرې ستړ ې کونکي نه وي ،بلکې کمې ، له محتوا ډکې  او سنجیده وي ، په دې ډول چې  د کونکي مقام او منزلت  کم نه کړي ،پنځم دا چې هغه خبرې منطقي او سنجول شوي وي او د نظم او  انضباط  په اساس  وئیل شوي وي او د تولو لپاره د درک وړ وي،همداراز په ښې لهجې او مناسبو  ټکو سره ووئيل شي .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************