اخلاق په اسلام کې
د دغه لیدتوګې په کره کتنه کې ویلې شو چی انسان بی هدفه ندې پیدا شوې چی د دنیا په څرن ځای کی د ځناورو په شان له کوم مسولیت او حد او پولې پرته په ازاده توګه خپل هوسونه پوره کړي او د خپلو بی قابو خواهشاتو تابع وي .
په تیرو پروګرامونو کې مو په اسلامی کلتور کی د اخلاق د ځینو ځانګړنو جاج واخیسته چی پکې انسانی او معنوی ځان پیژندنه ، په ټولو اخلاقی کړچارونو کې له الهی انګیزې برخمنتیا ، د اخلاقی او کلتوری ارزښتونو سیسټماټیک کول او له خدای موندنې فطرت سره غږملتیا ، د پیغمبرانو له پوهولو ګټه پورته کول ، د عقلانیت په لاره کی ګام کیښودل ، له شیطانی وسوسواو هوسونو لیری والې ، د ځای ناستی توب د لوړ ځای د ساتلو لپاره هڅه ، په خدای او معاد د باور په ملاتړ سره د کمال څوکو ته د رسیدا لپاره د انسان خدای ورکړی لور نیونه ، په بله دنیا کی د انسان کړچار او د الهی عدل محاکمې په شان موضوګانې شاملې دي .
دغه جامع ، منطقی او اصولی ځانګړنې د اسلام اخلاقی مکتب د نړۍ له نورو ټولو مکتبونوممتاز او اوچت جوړوی . د دغې ادعا د اثبات لپاره د دغو مکتبونود ځینو لیدتوګو جاج اخلو .
«««««««««««««««««««««««««««««««««
په یوه کلی لیدتوګه کې زیاتره نظر خاوندان اخلاقی ارزښتونه د ملتونو د حیات او سلامت د ودې عامل بولی او هغه ټولنې چی اخلاقی کرامتونه ونلري نو د ځوړتیا او تباهۍ په لور معرفی کوي . خو په دې مینځ کې یو شمیر فیلسوفان د خوند اصالت ته ګروهنه لري او اخلاقی ارزښتونو ته پایبندی د انسان د ژر تیریدونکیوخوندونو او هوسونو خنډ بولی او په دغه غلط باور او لیدتوګې ټینګار کوي چی څه ضرورت شته چی انسان په دومره لږ ژوند کې ځان محدود کړی او ځان له ډیرو خوندونو محرومه کړی . د قران کریم په وینا ، دوئ یوازې په ظاهری زرق برق زړه ښه کړی دی او د اخرت له دنیا بی خبره او غافله دي ، او له مرګ وروسته په ژوند هیڅ باور نلری او هڅه کوی له خوندونو ښه ګټه پورته کړي .
««««««««««««««««««««««««««««««««
د دغه لیدتوګې په کره کتنه کې ویلې شو چی انسان بی هدفه ندې پیدا شوې چی د دنیا په څرن ځای کی د ځناورو په شان له کوم مسولیت او حد او پولې پرته په ازاده توګه خپل هوسونه پوره کړي او د خپلو بی قابو خواهشاتو تابع وي . حضرت امام علی ع د دغسې انحرافی لیدتوګې په نفی کې په۹ یوه ارزښتمنه وینا کی فرمایی ، که جنت ته هیله او له جهنم ویره هم ونلرلې شو بیا هم دا شایسته ده چی د اخلاقی کرامتونو د ترلاسه کولو په لټه کې شو .
سالم عقل او فطرت له کوم قید او شرط پرته مطلق خوند اخیستل او ازادۍ باطله بولی او دا اصل قبلوی چی انسان باید کمال ، ودې او غوړیدا ته درسیدا لپاره ځینو محدودیتونو ته پایبنده وی او خپل انسانی کرامت او شرافت د بی حده شهوتونو قربانی نکړی چی له شرم او رسواۍ پرته به بل پاې ونلری اوهغه د چا خبره چی یوه شیبه هوس او ټول عمر پښیمانۍ .
««««««««««««««««««««««««««««««««
هغه بله نظریه چی د اخلاقو په زمینه کې مطرح ده ، د وګړی په اصالت ولاړه ده . د دغې لیدتوګې ځای لویدیځ او د پانګواله دنیا ده چی باوری دي هر وګړې په ټولو زمینو کې له کوم محدودیت پرته ازاد دې چی هر څنګه یې زړه غواړی له ژوند خوند واخلی البته هغه خوند چی کړاو ونلرلې شی او هم د غټو بریالیتوبونو او خوشحالیو د محرومیدا سبب نشی . په حقیقت کی دغه لیدتوګه د وګړنیزو مصلحتونو او ګټو چورلی او یو ډول ځان غوښتنه ده او هر وخت چی د وګړنیز او اجتماعی ګټو په دوه لارو کې ګیر شی نو خپلو وګړنیز خوندونواو ګټو ته په ټولنې ترجیح ورکوی او که دا ضرورت احساس کړی نو د نورو په حقوقو تیرې کوی .
«««««««««««««««««««««««««««
د دغې ډلې په وړاندې د اخلاق او اجتماع د پلویانو ډله ده چی د ټولنې د اصالت په اساس خپلې کړنې برابروي او هڅه کوی په دې ډول عمل وکړی چی له زیاتو خلکو سره غږمله وی ، که څه هم دغه لیدتوګه په وګړنیز اصالت ولاړ اخلاق ترجیح لری خو د دغې لیدتوګې اساسی مشکل دا دې چی حق او باطل ، سم او ناسم ورپاره دومره مهم ندي بلکې یوازې هڅه کوی د ټولنې د غوښتنو په اساس کړچار وکړی او عمومی رضایت په هره روده چی ممکن وی ، ترلاسه کړی او د هغو ګټې تامین کړي .
«««««««««««««««««««««««««««««
د اسلامی اخلاق اصول او ارزښتونه له هر دواړو لیدتوګو سره توپیر لري ځکه چی د وګړی او ټولنې اصالت له یوه بل سره اخښلوی او په دې باور دې چی په وګړنیز او اجتماعی ګروهنو او کړچارونو کې اخلاقی لیدنې او لیدتوګې په یوه بل متقابلی اغیزې شیندي او د وګړنیز او اجتماعی اخلاق شخصیت او بڼه غوره کول له یوه بل نه جلا کیدونکی دي .
له دې مهمه دا چی اسلام د وګړی او ټولنې ګټې په هغه بڼه کې تایید او تضمینوي چی له شیطانی او نفسانی خواهشاتو نه وی راولاړې او الهی او انسانی رنګ او بوی ولرلې شي . په همدې دلیل دی چی لوی خدای له خپل ټاکل شویو پیغمبرانو غواړی د خلکو له نفسانی ګروهنو او غوښتنوپیروی نه کوی او ګران رسول ا... مبارک ته فرمایی که د خلکو له اکثریت چی په مځکه کې دي اطاعت وکړی نو تا به د خدای له لارې ګمراه کړی .
پای