رهبري لیدتوګه (د حج او لوې اختر تعلیمات)
(last modified Mon, 03 Aug 2020 11:52:56 GMT )
Aug 03, 2020 16:22 Asia/Kabul
  • رهبري لیدتوګه (د حج او لوې اختر تعلیمات)

د حج او لوې اختر په مناسبت د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي مهمې څرګندونې

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي هر کال د حج او لوې اختر په ورځو کښې حاجیانو ته پیغام لیږي او په ولسي کتنو کښې ځینې مهم ټکي بیانوي. خو سږ کال په حج باندې د کرونا دروند سیوري او د معظم رهبر په وینا، دغه حقیر خو خطیر دښمن دغه طریقه بدله کړه. د انقلاب معظم رهبر د خپل پیغام په پیل کښې دغه محرومیت لنډمهاله وباله او ویې فرمایل:

د حج ورځې چې همېشه د اسلامي نړۍ د عزت، سترتوب او غوړېدا ورځې وې، سږ کال د مومنانو په غم او حسرت لړلې او د مینانو د بېلتون او ناکامۍ له احساس سره یو ځای دي. زړونه د کعبې په غربت د پردیسۍ احساس کوي او د پاتې کسانو د لبیک غږونه په اوښکو اهونو او اسویلو لړلې دي. دغه محرومي لنډ مهاله ده او د خدای په مدد او مرسته ډېره به نه شي پاتې، خو د دې درس چې  د حج د لوی نعمت په قدر پوهېدل دي باید تل پاتی شي او مونږ له غفلتونو وژغوري. د کعبې په حریم،  او د پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم او د بقیع دامامانو علیهم السلام په حرم د مومنانو په هراړخیزې او رنګارنګې غونډې کې  د اسلامي امت د عظمت او طاقت راز باید تر پخوا زیات محسوس کړو او غور پرې وکړو.

*/*/*/*/*/*/

حضرت آیت الله العظمی خامنه اي د لوې اختر په ورځ هم په یوه ویډیويي وینا کښې د ذی الحجې میاشته، له مهمو، روزنیزو او پرتمینو یادونو ډکه میاشت وبلله او ویې فرمایل: دا میاشته د بني اسرائیلو د قام د لارښوونې لپاره د حضرت موسی علیه السلام د هلوځلو او کړاؤنو یادونکې ده. هغه پریمانه زحمتونه چې حضرت موسی علیه السلام په مصر کښې، له فرعون سره په نښته کښې او هغه عجیبه ستونزې چې له مداینه له ستندو وروسته له مصر نه تر وتلو پورې دغه ستر پیغمبر ته پيښې شوې، کومه ستره معجزه چې رامینځته شوه چې سیند دوه ټوټې شو او د بني اسرائیلو دښمن سره د خپلو ټولو ځواکونو د هغوي د سترګو په وړاندې غرق شو، باید په بني اسرائیلو کښې یې یو کلک او ثابت ایمان رامینځت کړې وی خو داسې ونه شول.

معظم رهبر وفرمایل: اول یې وویل: «اِجْعَلْ لَنا إِلهاً کَما لَهُمْ آلِهَة» چې د شرک او بت پرستۍ او داسې نورو شیانو پسې وو او زړه یې د بت پرستۍ هوا وکړه، -دا یې ابتدا وه- بیا هم چې د خُسي (ګوساله) قضیه وه چې دا ظاهراً په هم دغو څلویښتو ورځو پورې اړونده ده، هغه بزرګوار چې کله له میعاده ستون شو نو ویې لیدل چې حالات بدل شوي دي او ولس ستون شوی دی. څومره ستر غم دی د یو پیغمبر لپاره، د الله په لور د یو بلونکي لپاره چې په دومره ډیر زیار او زحمت سره یوشمیر کسان د خدای په لاره سم کړي او ایمان ورته تلقین کړي خو بیا په یو وړوکي او جزئي څیز سرهخ هغوي له ایمانه واوړي.

دوي د قربانۍ اختر د حضرت ابراهیم علیه السلام د کړاؤنو او د الهي حکم په وړاندې یې د تسلیمیدو د یوې بلې خاطرې یادونکې وباله، څومره ګرانه ده د یو بوډا پلار لپاره چې دنده ترلاسه کوي چې خپل ځلمې په خپل لاس ووژني. خو دا د دین د تاریخ، د دیندارۍ د تاریخ او د ایمان او اسلام د تاریخ عجیبه پيښې دي چې پرتمینې، له معنا ډکې او لارښوونکې دي.

*/*/*/*/*/*/*/*

آیت الله خامنه اي د روغتیا د برخې د کارکونکو د قدرونې په ترڅ کښې له خلکو وغوښتل د هغو زیانونو د جبیره کولو په لړ کښې چې خلکو ته د دې ناروغۍ په وجه رسیدلې دي، مؤمنانه مرستې زیاتې کړي او ټینګار یې وکړ: «فَاستَبِقُوا الخَیرات» یعنې سیالي کول. قرآن د کلمې په حقیقي معنا مونږ ته وايي چې د خیر په کار او مومنانه مرستو کښې سیالي وکړئ یعنې هڅه وکړئ چې له نورو مخکښې شئ... انقلابي توب د دوي د کلمې په حقیقي معنا دی یعنې دوي د انقلابي توب د پریکنده مسائلو برخه دي. انقلابي توب په ژبه نه دی بلکې په عمل دی، عمل باید انسان له ژبې مخکښې بوځي، او حقیقتاً کوم کسان چې په دې لړ کښې فعالیت کوي انقلابي کار ترسره کوي او دا (کارونه) انقلابي توب دی.

*/*/*/*/*/*/

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د ایران د انقلاب اسلامي توب د استکباري قدرتونو د قهر او ویرې لامل بللې او په خپلو ویناؤ کښې یې تل د هغوي په تیره بیا د امریکې د ژورې دښمنۍ او کینې په هکله خبرداری ورکړی دی. د دوي په باور، کله چې دښمنۍ زیاتیږي، د مقابل لوري ملګرتیاوې او هلې ځلې هم زیاتیږي.

دوي بیا د دښمن بندیزونو او د هغوي اهدافو ته اشاره وکړه او ویې فرمایل: کوم بایکاټ چې امریکایانو وکاروه، قطعاً یو ستر جنایت دی چې د یو ولس خلاف یې استعمالوي. البته ظاهر یې دا دی چې جمهوري اسلامي نظام یې بایکاټ کړ. له دغو بندیزونو د هغوي لنډمهاله هدف دا دی چې خلک پوزې ته راولي څو سربداله شي او د نظام او حکومت په وړاندې اودریږي. تیر کال یې وویل: ګرم اوړې! نو خپله په ګرم اوړي اخته شول. د هغوي مینځ مهاله موخه دا ده چې د هیواد د پرمختګ مخه ونیسي په تیره با د معلمي پرمختګ. او اوږمهاله هدف یې د هیواد او حکومت دیوالیه کول دي یعنې د هیواد د اقتصاد دړې وړې کول. د کوم هیواد چې اقتصاد دړې وړې او له مینځه لاړ شي د هغه د ژوند دوام ممکن نه دی.

*/*/*/*/*/*/*

 آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د هغوي جنبي هدف هم د مقاومت له ځواکونو سره د اسلامي ایران د اړیکو غوڅول وبلل او ویې فرمایل: خو د خبیث دښمن پریشانه خوب نه دی تعبیر شوی. د دغو مقاصدو په نه عملي کیدو باندې په خپله اعتراف کوي. غواړي چې زمونږ ځوانان نهیلې کړي او ورڅخه تحرک او تاندوالی واخلي. البته په ځینو باندې اثر هم کوي او په هیواد کښې هم ځینې کسان د هغوي خبرې تکراروي. یو خبر په یوه لیکنه کښې او یا د یو کس په څرګندونو کښې چې په سیاسي ټولګو کښې یې اوري، دوه ورځې پس وینئ چې په انټرنیټ او ورځپاڼو کښې منعکس کیږي. هغوي وايي، که د بندیزونو ختمیدل غواړئ نو د امریکې په وړاندې سر ټیټ کړئ او مقاومت مه کوئ. ځینې تر اغیزې لاندې راځي خو په زیاتره خلکو اثر نه کوي ځکه چې دښمن یې پیژندلې دی او پوهیږي چې غرضي خبرې کوي.

دوي زیاتوي: که د تحریف بهیر ماتې وخوري نو خامخا به د بندیز بهیر هم ماتې خوري ځکه چې ډګر، د ارادو د جنګ ډګر دی. کله چې د تحریف بهیر ماتې وخوري او د ایران د ولس هوډ هم دغه شان پیاوړې او کلک پاتې شي نو خامخا به د دښمن پر ارادې برلاسې شي او بریالې به شي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایران خلاف د امریکايي چارواکو بیابیا ویناوې د هغوي د سربدالۍ لامل وبللې او زیاته یې کړه: د امریکې مدیریت د سربدالۍ او حیرانتیا سره مخامخ شوی دی. امریکایان د دښمن د پیدا کولو په لټه کښې دي په دې وجه کله د ایران نوم اخلي او کله د روسیې او کله د چین، خو نن سبا د امریکې رژیم له خپل ولسه ستر بل دښمن نه لري او هم دغه دښمن به یاد رژیم په ګونډو کړي.

معظم رهبر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د نورو په ژمنو باندې هم ملا تړل نه دي پکار، صبر او ثبات د هیواد د راتلونکي لپاره دوه بنیادي ضرورتونه وبلل او د بندیزونو علاج یې یوازې او یوازې په ملي توانمنیو باندې تکیه او د کورنیو وړتیاؤ فعالول وبلل. لکه څنګه چې تراوسه هم ځیرکو ایرانیانو د خدای په مرستې سره له دغې دښمنۍ او حملې ښه ګټه پورته کړې ده یعنې داسې کارونه یې کړې دي چې د دښمن د نظر په اپوټه او د خوښې خلاف یې تحقق موندلې دی. د اسلامي انقلاب ستر لارښود وفرمایل: فرض کړئ چې مونږ په وسله والو ځواکونو کښې روزنیز جیټ الوتکې ته ضرورت درلود، بس پر مونږ یې ونه پلورله، مونږ څه وکړل؟ ولګیدو د کوثر په نامه پرمختللې روزنیزه جیټ الوتکه مو په هیواد کښې دننه جوړه کړه. که پر مونږ یې دغه روزنیزه الوتکه پلورلې وی نو مونږ به اوس په داخل کښې کوثر روزنیزه الوتکه نه لرله یا زمونږ داسې نورو ډیرو مشینریو، ګاډو او کارخانو ډول ډول پُرزو ته ضرورت درلود چې دښمن د دغو پرزو د پیرلو لپاره په ایران بندیزونه لګولي وو او نه یې پریښودل چې واردې یې کړو... هم دا چاره سبب شوه چې په هیواد کښې د پُرزو او قطعاتو جوړولو غورځنګ پیل شي. اوس په هیواد کښې له نیکه مرغه د پرزو یا پارټس جوړونې غورځنګ پیل شوی او په هیواد کښې دننه د مختلفو مشینونو لپاره ډیرې حساسې او ظریفې او ډول ډول قطعې او پرزې جوړوي.

*/*/*/*/*/*/*/

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د محرم د میاشتې او د امام حسین علیه السلام د عزادارۍ او ماتمونو رانزدې کیدو ته په پام سره ټول خلک د روغتیا و سلامتیا د کارپوهانو په حکمونو عمل کولو ته راوبلل او ویې فرمایل: ټینګار کول غواړم چې په عزادریو کښې معیار هغه څیز دی چې د روغتیا کارپوهان یې مونږ ته وايي، یعنې له کرونا سره د مقابلې ملي کمیټي. زه خپله په شخصي توګه هم هر څه چې هغوي ضروري وګڼي، ترسره به یې کړم. هغو ټولو کسانو ته چې عزاداري کول غواړي زما سپارښتنه دا ده چې هر کار چې کوي و دې ګوري چې هغوي څه وايي. یعنې د کرونا ملي کمیټې که د عزادارۍ لپاره یوه ضابطه وټاکله نو زمونږ د ټولو دنده دا ده چې پرې عمل وکړو.

*/*/*/*/*/*/*

د اسلامي انقلاب ستر لارښود په پاې کښې د خدای د مرستې او نصرت غوښتنه وکړه. د دوي د کلام لنډیز هم هغه و چې د حج په پیغام کښې یې وفرمایل: ادعا نه کوو چې ګني توانیدلي یو هغه څه چې پیژنو او خوښوو یې، ټول له یوې مخې عملي کړو خو ادعا کوو چې په دې لاره ډیر مخ ته تلې یو او د لارې ډیر خنډونه مو لرې کړې دي. په قرآني ژمنو باندې د باور په برکت زمونږ ګامونه کلک پاتې شوې دي. د دې زمانې ترتولو ستر شوکمار او غدار شیطان یعنې د امریکې رژیم نه دی توانیدلې چې مونږ وویروي یا مو په خپل مکر او فریب سره مغلوب کړي یا زمونږ د مادي او معنوي پرمختګ مخه ونیسي.

*/*/*/*/*/**

ترجمه: عبدالماجد درانی 

 

 

 

ټیګونه