ایران د امیندوارئ په درملنې کې د نړۍد لسوغوره هېوادونوپه لیکه کې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i169232-ایران_د_امیندوارئ_په_درملنې_کې_د_نړۍد_لسوغوره_هېوادونوپه_لیکه_کې
پارس ټوډې – د ایران د میرمنو د امیندوارئ یا ناامیندوارئ د درملنې  د علمي ټولنې مشر ووئيل چې ایران د امیندوارئ د درملنې  په برخې کې د نړۍ د لسو مخکښو هېوادونو په ډلې کې شامل شوی دی
(last modified 2026-01-05T09:22:53+00:00 )
Jan 05, 2026 13:47 Asia/Kabul
  • ایران د امیندوارئ په درملنې کې د نړۍد لسوغوره هېوادونوپه لیکه کې

پارس ټوډې – د ایران د میرمنو د امیندوارئ یا ناامیندوارئ د درملنې  د علمي ټولنې مشر ووئيل چې ایران د امیندوارئ د درملنې  په برخې کې د نړۍ د لسو مخکښو هېوادونو په ډلې کې شامل شوی دی

د ایران د نابارورۍ او بارورۍ د علمي ټولنې مشر حمید چوبینه، وویل: ایران د  امیندوارئ ددرملنې یا د نابارورۍ د مرستندویه درملیزو تخنیکونو له پلوه په ډېر مناسب او لوړې  کچې کې  واقع شوی  او د دغو ستونزو د علمي حل لپاره بشپړه وړتیا لري.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، چوبینه د دې خبرې په یادولو سره چې په پرمختللو هېوادونو کې د میرمنو  د  ناامییندوارئ د درملنې ټول عام مرستندویه تخنیکونه په ایران کې هم شته، ټینګار وکړ: دا لوړ مقام هم د علمي تولید له پلوه او هم د بهرنیو ناروغانو د لېوالتیا له مخې چې ایران ته مراجعه کوي، ښه څرګند دی.

هغه زیاته کړه: آن کابو  لس کاله وړاندې، د ایټالیا د  مشرانو جرګې مرستیال مشر  اروپائي ناامیندوارو  جوړو ته  د ایران   د معرفي کولو د لېوالتیا یادونه کړې وه، چې لامل ئې  د تکړه ډاکترانو شتون، د درملنې علمي خوندیتوب، ټیټ  لګښتونه، د ګرځندوی جاذبې او د اوږدو انتظار لسټونو نشتوالی بللی و.

چوبینه وویل: خوشبختانه په ایران کې د  میرمنو د ناامیندوارئ د درملنې د خدماتو په وړاندې کولو کې هېڅ ډول کمښت نشته، د مصرف وړ  ډېری مواد په داخل کې  تولیدېږي، او ناروغان تل توانېدلي چې د نړۍ له وروستیو او نوې درملنیزو تخنیکونو څخه ګټه واخلي.