اسلام او اخلاق-۵
(last modified Sun, 13 Sep 2020 03:49:09 GMT )
Sep 13, 2020 08:19 Asia/Kabul
  • اسلام او اخلاق-۵

په دې لیکنه کښې به اسلام کښې ځینې اخلاقي ځانګړتیاوې څیړل شوې دي.

ګرانو دوستانو په تیر پروګرام کښې مو دا بنیادي موضوع مطرح کړه چې په اخلاقي مکارمو باندې د سنبالیدو لپاره باید ځان او ټولنه د خدای تعالی د اقدس ذات په اخلاقي ارزښتونو او ځلاؤ ښکلې کړو ځکه چې د هغه په وجود کښې ترټولو جامع، بشپړ او لوړ صفات څرګند دي. د دې نظر رول مو هم د خالصانه الهي انګیزې په رامینځته کولو، د اخلاقو د ترټولو لوړې سویې په لور د تګ، د اخلاقي کړچار او کړنلارو بنیادي کولو او بلآخره په خدای باندې د باور او د قیامت د منلو دوه اصول د اخلاقي ژمنو د ترټولو پیاوړې اډانې په توګه وڅیړه.

په نني پروګرام کښې د خدای پاک ځینې نورې بې سارې اخلاقي ځانګړنې معرفي کوو، په دې هیله چې وتوانیږو د ژوند په ټولو لوړو ژورو کښې یې عملي کړو.

*/*/*/*/*

که څه هم ټول الهي صفات او نومونه چې د هغه له بدلون نه منونکي ذاته سرچینه اخلي، ښکلي دي او هدفمن لورې ورکونکي او کمال زیږونکي دي خو شاید وویلې شو چې د دې منظومي په مرکزي هسته کښې د خدای بې پایه رحمت له بل هر څه زیات، پام ځانته اړوي ځکه چې د  قرآن کریم یو سل او دیارلس سورتونه د رحمان اوړ رحیم په صفاتو سره پیل شوي دي چې د قرآن د اسماني کتاب د کلتور جوړونکي موقعیت او اهمیت بیانونکی دی. رحمت د متعال خدای له خوا صادریږي چې د خلقت د نړۍ حقیقي مالک او پروردګار دی او د مطلق قدرت خاوند او بیخي بې نیازه دی. قرآن پاک په دې هکله فرمايي: د یوازني او (په کائناتو باندې) له مسلط او غالب خدای پرته بل خدای نشته. (او هم) د اسمانونو او ځمکې او هر څه چې د هغو ترمینځ دي (ټول موجودات او ښکارندې) پروردګار دی (په داسې حال کښې چې) مقتدر او ماتې نه منونکې او (د خطاګانو او ګناهونو) بخښونکی دی.

*/*/*/*/*

هو خدای هغه دی چې د قدرت په اوج کښې دی او هیڅوک یې د مطلقې او نفوذ نه منونکې ارادې مخه نه شي نیولې. خدای تعالی کولې شي چې د خپلو بندګانو ګناهونه او خطاګانې ونه بخښي. او هم کوې شي چې د هغوي په تیروتنو او خطاګانو سترګې پټې نه کړي او خپله مهرباني او رحمت پرې ونه کړي خو لپاره د دې چې هیلې او امید دریمڅې ورته خلاصې پریږدي خپل هغه پيغمبر ته چې د نړیوالو لپاره یې رحمت ګرځولې ی، داسې حکم کوي: ووايه: ای زما هغه بندګانو چې په ځان مو زياتی کړی دی (په ګناهونو کښې له حده وتې يئ) د خدای له رحمته مۀ نا اميده کيږئ بيشکه چې ا... ټول ګناهونه بخښي، بيشکه چې هم هغه بخښونکی ډېر مهربان دی.

دا مهربان خدای چې بې پایانه رحمت یې په ملک او ملکوت کښې خپور دی خپل رحمت او فضل ته د امید د روح د لازیات پیاوړې کولو لپاره هغه کسان چې له رحمته یې نهیلې کیږي د سوره یوسف په ۸۷ آیت او د حجر د مبارکې سورې په ۵۶ آیت کښې د کفر د پیشه کړو او ګمراهانو په نومونو یادوي.

*//*/*/

د خپل ګناهګارو بندګانو لپاره دا دومره الهي لطف او بخشش په داسې حال کښې دی چې خدای دوي ته هیڅ ضرورت نه لري او مطلق بې نیازه دی او سوره ابراهیم په اتم مبارک آیت کښې فرمايي: که تاسو او د ځمکې ټول خلک (له خدایه) کفر وکړي، بس (پوه شئ) بې شکه چې خدای بې نیازه او د ستاینې وړ دی.

داسې خدای چې د بې نیازۍ په اوج کښې دیبیا هم د دې لپاره چې د خپلو بندګانو په زړونو کښې د امید ډیوې بلې کړي او په وجود کښې یې د رحمت تخم وکري، د خپل رحمت رسول ته امر کوي : بس ووایه چې سلام او درود دې وي پر تا، ستاسو پروردګار (بخښنه) او رحمت په ځان باندې مقرر کړي دي.

*/*/*/*/*/

د خدای رحمت هغه وخت اوج ته رسیږي چې نه یوازې د خپلو خطاکاره بندګانو ګناهونه او بدۍ مني بلکې په داسې بڼه کښې چې په خپلو کړو ستومانه او پښیمانه شي، توبه وکړي او په جدي توګه د خپلو تیروتنو د جبیره کولو په لټه کښې شي، سربیره پر دې چې هغوي بخښي او خپل لطف او مهرباني پرې کوي او په جرمونو یې د بخشش قلم راکاږي، د ګناهونو د دوسیې له پاکیدو وروسته یې د اعمالو پاڼه په نیکیو او خوبیو ښایسته کوي څو د هغوي د تور او تیاره تیر وخت هیڅ نښه او اثر پاتې نه شي. قرآن کریم د الهي رحمت د دې ځلانده او بې مثاله رحمت په هکله فرمايي: څوک چې (له خپلو ګناهونو) توبه وکړي او ایمان راوړي او ښه کار ترسره کړي نو بس دا هغه کسان دي چې خدای یې بدۍ په حسناتو او نیکیو بدلوي او خدای بخښونکی او مهربان دی.

*/*/*/*/*/

یو ځل بیا یادونه کوو چې د خدای دا مهربانۍ او الطاف په داسې حال کښې د هغه د بې پایانه رحمت له درګاه څخه صادریږي او د انسانانو ټول وجود ډکوي چې د هستۍ د نړۍ حقیقي او مطلق مالک او خاوند دی او د قدرت او سترتوب په سر کښې دی. خو په عین حال کښې د خپلې درګاه مقربو فرښتو ته دنده ورکوي چې د هغه د بندګانو د ګناهونو او تیروتنو د بخشش لپاره د هغه په درګاه کښې د مغفرت غوښتنه ولري. قرآن پاک په دې هکله فرمايي: او فرښتې د خپل پروردګار ستاینه او حمد کوي او د هغه تسبیح کوی او د هغو (ټولو) کسانو لپاره چې د ځمکې پر مخ اوسیږي د بخښنې غوښتنه کوي. خبر اوسئ چې خدای بې له شکه بخښونکې او مهربان دی.

څومره ښه ده چې کوم کسان چې په خدای باندې د باور او قیامت منلو په دوو اصولو باندې اعتقاد لري د الهي رحمت له بې سارې ځلاؤ نه په الهام اخیستو سره په ځانونو کښې د بخښنې، خطا پټونې او خطا منلو روحیه ژوندۍ کړي او د خپلو اړیکو په ټینګولو کښې په لطف او مهربانۍ سره هڅه وکړي څو د غیرالهي فرهنګونو په وړاندې چې په تشدد، غلیمانه کړنلارو، جنایتونو او انسان وژنې سره یې ټول انساني اصول تر پښو لاندې کړي دي، د سوچه محمدي اسلامي اسلام د کلتور توپیر د نړۍ خلکو ته وښايي او د صلحې او دوستۍ پیغام راوړونکي شي.

*/*/*/*/*/

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه