اسلامی اخلاق
(last modified Sun, 13 Sep 2020 09:43:01 GMT )
Sep 13, 2020 14:13 Asia/Kabul
  • اسلامی اخلاق

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د اسلامی اخلاقو نومې لړۍ له ننني شلم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

خوږو دوستانو په مخکینیو مطلبونو کې مو د اجتماعی اخلاقو په باب د سولې او وحدت د دوو اساسي اصولو په اړه ارزونې او سپړنې کړي  چې که په یوې ټولنې کې د وحدت او همپالنې  روح پوو شي،نو د سوله ایز ګډ  ژوند او دوستۍ د سولې  کلتور ئې له باطنه وده کوي .د اجتماعي اخلاقو یو بل رکن  چې  له سولې او وحدت سره ډيره نزدې رابطه لري،دعدالت اصل دی،یعني په هر نظام کې چې عدالت واکمن وي،نو بې شکه همپالنه او سوله غواړي غوښتنه په کې ځلامومي.ځکه عدل په دې معنا دی چې  هرڅوک په یوه داسې ځاي کې قرار لري،چې  په حقیقت کې دهغه وړتیا او لیاقت لري او نوځکه په داسې بڼه کې په هیڅ یوه ځاي کې د حق خلاف ورزي او د بې کفایتۍ او نالایقتوب  نښه نه لیدل کیږي او د سولې اوآرامښت او وحدت د ټينګیدا لپاره  درستې زمینې برابریږي . 

                   په اسلامی کلتورکې ؛عدل ؛له داسې اهمیّته برخمن دی چېهم د نړۍ په تکوینی  نظام کې،او هم د اسلام په قانون جوړونې او تشریعی نظام کېاساسی او ټاکونکی رول لري .حضرت امام علی علیه السلام چې د عدالت غوښتنې یوه بشپړ بیلګه وه ،فرمائي؛، عدالت،یوه داسې اډاڼۍ ده چې پنځون د هغه په اساس ولاړدی .پردې اساس که د هستۍ په دنیا کې حیرانونکي غږملتیا او نظم شته،نو دلیل ئې دا دی چې هره ښکارنده په یوه خاص ځائيګي کې او مخصوص مدار کې خپل  اوڅاره رول  لوبوي او حرکت کوي او دا هماغه تکیوني عدل دی،چې لامل کیږي،د نړۍ درست موجودات له انډول او تعادله برخمن شي،چې د نړۍ د ښه والي  یوه نتیجه ئې دا ده چې درست انسانان آرامښت په  نهایت کې،پر مځکې ژوند کول تجروبه کوي.هغه خداي چې نړۍ ئې دعدل په اساس راپنځولې وه،د تکوین په نظام سربیره،عدل ئې د تشریعي نظام په مرکز کې راوستی دی او د قرآن کریم د نحل سورې په نهم آیت کې دغه شان فرمان ورکوي؛په تحقیق سره خدآي د عدل اواحسان حکم کوي .

Image Caption

 

                 خداوندمتعال د عدالت اجرا یو مسئولیّت ګڼي چې د هغوکسانوپه اوږو اچول کیږي،چې په اسلام ریښتینی باؤر لري .په همدې خاطرخداوندمتعال د قرآن کریم د مائده سورې په اتم آیت کې  دوي په  خطاب کې فرمائي ؛  

 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿۸﴾

 ائ هغسې کسانو چې  ایمان مو راوړی دی ، په ټولو چارو کې د خداي لپاره راپورته شئ او په هرځاي او په هروخت کې د عدل او انصاف ګواهان شئ  اوداسې نه چې   دښمن مو په یوې ډلې سره د عدالت له لارې وغړوي .  (په عین حال کې )  په عدالت سره چلند وکړئ  او ورته پابنده ووسئ  چې  دا  له تقوا سره لانزدې  دی  او د خداي  نافرمانۍ ته ( چې  دعدل فرمان ئې کړی دی )مخه نه کړئ ، په رښتیا چې  خداي  په هغه څه چې  ترسره کوئئ ، پوهۀ دی .::: 

په داسې بڼه  کې  عدالت  دهغه سترې لارې په معنا دی  چې درست  باید  له کوم امتیار پرته  ورځيني پورې وځي . یعني  هیڅوک  او  په هیڅ یوۀ سیاسی ، اقتصادي او ټولنیز ځايګي کې  حق نه لري ، دعدالت د اصل په خلاف عمل وکړي .په تېره بیا په یو عادلانه  اسلامي نظام کې چې ټول باید په الهي تقوا عملي ژمنتوب ولري او  یقین ولري چې  خدای یې عملونه ګوري او پر هر څه خبر دی او د قیامت په ورځ به دوي د خدای د عدل په اساس د خپلو عملونو ځواب ورکوي. یعنې  په داسې یوې محکمې کې چې  زمونږ ډېر وړوکی عمل هم پکې رابرڅېره کیږي او ترې د تېښتې او توجیه هیڅ لاره نیشته.

 د ظلم او زیاتي په اپوټه چې د عدل له لارې د وتلو او په معنا ده او هیڅوک یې نه خوښوي عدالت  په دې وجه چې د ټولو انسانانو په  فطرت کې جرړه لري،د  سولې او وحدت په شان د ټولو انسانانو یو محبوب او د خوښې شی دی. امام صادق علیه السلام په ډېره ګویا ژبه د انسان ددغه اساسي اړتیاپه هکله فرمایي: « عدالت تر شاتو زیات خوږ ، تر کوچو زیات نرم او تر مشکو زیات خوشبویه دی.

البته  باید عدالت شعاري اړخ ونه لري او ترې اوزاري استفاده ونه شي ځکه کله چې عدالت هغه وخت د انسانانو خوله خوږولی شي او خوږه وږمه یې د ژوند فضا خوشبویه کوي چې په هره ټولنه  او نظام کې خلک د عدالت اجرا محسوسه کړي او  په ټولنیز ژوندي کې یې عیني بېلګې وګوري. دغه حقیقت ته په پام سره ده چې  خدای د عدالت په تحقق او پرځایښت ټینګار کوي او د نساء سورې په اته پنځوسم ایت کې فرمایي:

Image Caption

 

« کله چې په خلکو کې قضاوت او حکومت کوئ باید په عدالت او قضاوت (پر هغوي حکومت) وکړئ. دا ډېر ښه نصیحت دی چې خدای یې تاسو ته درکوي، او خدای ښه اورېدونکی او لیدونکی دی.»

له دې ورتېرعدالت یوه یواړخیزه چاره نه ده بلک باید په ټولو سیاسي، علمي، تعلیمي،اقتصادي، قضایی او نورو مواردو کې چې د انسان ژوند ورپورې تړلی دی او هغې له ضروري اړتیاوو دی، تجلي او پرځایښت پېدا کړي. یو بل اساسي ټکی دا دی چې ټول خلک هغه وخت په واقعي معنا عدالت مني چې تر هغوي مخکې چارواکي او چاروالي د عدالت اجرا کوونکي وي،یوازې په دغه بڼه کې ده چې عدالت خپل وړ او ځانګړنی مقام لاسته راوړي او په ټولنه کې سسټماټیکیږي. حضرت عليعلیه السلام له هغوی سختیو وروسته چې تېر یې کړل او د خلکو په پراخ شتون او غوښتنې سره یېد چارو واګېاو حکومت په لاس کې واخسته، یوې ډلې له هغه وغوښتل چې د خپل موقعیت د ټینګولو لپاره  د عدالت له اجرا کولو ډډه وکړي. هغه حضرت په ډېر صراحت سره وفرمایل:  تاسو له ما غواړئ چې  کامیابي د  توپیر او ظلم په بیه لاسته راوړم؟ له ما غواړئ چې  عدالت په سیاست او مشرۍ قربان کړم؟ پّ خدای قسم تر څو چې دنیا موجوده ده. داسې کار به ونه کړم،

 

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه