د بیان آزادی او د سپيڅلتیاؤ سپکاوي
(last modified Sat, 03 Oct 2020 11:52:13 GMT )
Oct 03, 2020 16:22 Asia/Kabul
  • د بیان آزادی او  د سپيڅلتیاؤ سپکاوي

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د بیان د آزادۍ او د سپيڅلتیاؤ دسپکاوي نومې ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

دوستانو د فرانسې یوې خپرونې :شارلي ابدو : څو  ورځې مخکې پخپلې وروستۍ ګڼې کې  د اسلام د  ګران پیغمبر(ص) په شان کې په ګستاخۍ سره  ځینی  کارټونونه خپرۀ کړي دي . پر دغې سپکې او بې ادبه  خپرونې  له دې مخکې  په ۲۰۱۵کال کې هم  ددغه شان کارتونونو  دخپرولو په دلیل  حمله شوې وه ، او  په درستۍ نړۍ او اسلامی  هیوادونو کې ئې د  اعتراضونو او غوسې څپه راپورته کړې وه .

  دبیان آزادي ، د قانون په چورلیزتوب کې د عقیدې بیان او د خلکو عقایدو ته د احترام د آوزار په معنا ده  او شک نشته چې دغه آزادي،په دې معنا نه ده چې هرڅوک هرڅه چې وغواړي ، په ټولنې کې ئې مطرح کړي .  ددنیا په درستو حقوقي نظامونو کې ،  دهرې عقیدې  اظهار کول  او ورځیني استفاده  مطلقا آزاده ده او هرهیواد د اخلاقي اصولو ته دپابندۍ  د اندازې  او  د هرې آئيډیالوجۍ  په تناسب، دبیان  د آزادۍ لپاره ځیني چوکاټونه  مشخص کړئ شوي  او له دغو طبیعي حق څخه  ناسمه استفاده نه شي کولی او د نورو د احترام او دهغوي د عقایدو پشمول طبیعی حقوق تر پښو لاندې نه شي کولی.

      د فرانسې شالي ابدو مزاحیّه خپرونې چې د فرانسې د کیڼ پالو خیالاتو خپروي ،او په چارشنبې ورځې خپریږي، ددغې اونیزې سټراټژيکه کړنه او اصلي سیاست ،  نیوکه کونکي او د دوی  د فعالیتونو  اعلان شوي اصلي موخه ،  دیني ضد او توکمپالنې ضد  ده .ددغې خپرونې په مطلبونو کې  په فرانسې کې د یهودیّت،دفرانسې د کاتولیک  او په فرانسې کې د اسلام د سپکاویو او نیوکه کونکو لیکنو ډک  دی او حتی د فرانسې  پر  عام کلتور  هم ملنډې  وهل کیږي .

Image Caption

 

  شارلی اِبدو  خپرونه،د هاراګیريخپرونې په ځاي خپریږي چې له ۱۹۶۰کاله تر ۱۹۶۱پورې په کلونو کې خپریده  .  دغه خپرونه ، ملي ارزښتونو ته سپکاویو په خاطرد فرانسې دحکومت له خوا له بندیدا وروسته ، ، بیا په ۱۹۶۶کال کې خپره شوه او او په ۱۹۷۰ کال کې  او دې ځل د جنرال شارل دوګل  له مرګه  و روسته ، د هغه شخصیّت ته دسپکاوي په تور  بیا وتړل شوه .

              په ۱۹۸۰لسیزې کې  تجروبه لرونکو  پخوانیو کارکونکو د :شارلی اِبدو په نامې سره ( یعني دغه نامه د شارل دوګل  په نامې باندې له ملنډو ډ که ده ) دخپرونې یا مجلې کار ته دوام ورکړ،خو د  محتوا په کیفیّت د خلکو  په نیوکو او د ډيرو لږو ګڼوپه وجه بیرته وتړل شوه ،تردې چې یوه بله ډله د خپرونې له مخکینیو کارکونکي ډ لې سره یوځاي  شوه او په ۱۹۹۲کال کې  ئې ، نوي شارلی اِبدو : اونیزه خپره کړه .

 د اسلام د ګران پیغمبر(ص)په شان کې د ګستاخوکارټونونو په خپرولو او داسلامی سپيڅلتیاؤ په سپکاویو کې د شارلي اِبدو خپرونې پر سپکو اقداماتو او بې احترامۍ سربیره،د حضرت عیسی او حضرت مریّم  په نسبت  او همداراز د نړۍ د کاتولیکانو د رهبر پاپ په نسبت د ډيرو سپکو او له ملنډو د ډکو تصویرونو  لړۍ خپره کړې ده . 

 دغې مجلې په ۲۰۱۱کال کې له سپکو عبارتونو سره یوځاي دخپلې  ګڼې په لومړي مخ (جلد) باندې د اسلام د ګران پیغمبر په شان کې په ګستاخۍ سره  ځينو کارټونونو په خپرولو سره،د نړۍپه ډيرو هیوادونو کې د ډيرو مشکلاتو اوترینګلتیاؤ او په تیره بیا د مسلمانانو د کرکې او غوسې د رامینځةکولو لامل شوه .په دې پسې،په شارلی اِبدو خپرونې په دفترونو  حملې وشوې او ځينو ناپيژاندو کسانو په هماغو شپوورځو کې ددغې  خپرونې  په مرکزي دفتر هم یرغل وکړ .د ۲۰۱۵کال په جنورۍ کې هم ددغې خپرونې په دفتر یوه وسلواله او مرګوني حمله  وشوه  چې د فرانسې قضائي  چارواکو   اعلان وکړ ، لږ تر لږه پکې  دولس کسان وژل شوي او  کابو لس نور ټپیان شو ل .

Image Caption

 

             دوستانو د میلادی کال په روانې میاشتې  کې ،د فرانسې  دغې سپکې خپرندوئې  پخپلې نوی ګڼې کې  یو ځل بیا د اسلام د ګران پیغمبر  په نسبت سپک کارټونونه  خپره کړي ، چې  دا بې احترامی،په پاریس کې ددغې خپرونې  په دفتر د پنځه کاله مخکې مرګوني حملې په دوسیې کې د څوارلسو تورنو کسانو  دمحاکمې له پیلیدا سره  په یووخت ده .د فرانسې  د یوه لوړ پوړي څارنوال په حکم سره  به د لومړي ځل لپاره او د راتلونکو  وختونو لپاره  ثبتیدا په خاطر ددغې محکمې درستې غونډې دکیمرو په وړاندې ترسره شي.  ددغې  دوسیې څوارلس تورن کسان  د ۲۰۱۵کال د جنورۍ دحملې له عاملانو سره د ملګرتیا او  دهغو لپاره د تدارکاتو او پشتیبانۍ  په برابرولو باندې تورن دي .د پام وړ ټکی دا دی چې  د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون  په یولړ څرګندونو کې د سپیڅلتیاؤ  له سپکاوي دفاع کړې ده او دا ئې د بیان دآزادۍ یوه برخه بللې ده . هغه  په یولړ دستورو کې د اسلام د ګران پیغمبر  د نوراني شخصیّت په سپکاوي کې د تصویرونو او کارټونونو  په خپرولو کې د شارلي ابدو خپورنې د ګستاخ اقدام دفاع کړې  او وئيلي ئې دي ،تاسو  د فرانسې د یوې برخې  انتخاب نه شئ کولئ .  دغه اقدام د بیان د آزادۍ  په لاره کې یو اقدام دی  او زه په هغه ځائيګي کې نه یم  چې  دکارټونونو دخپریدا لپاره د یوې خپرونې دفیصلې  په ضد کوم حکم  صادر کړائ شم . زما هیواد، د عقایدو او بیان له آزادۍ برخمن دی .

              د اجتماعي تړون یا ژان ژاک روسو په اساس،چې په لویدیځ کې  دحکومت او قانون د رواوالي په اساس دی،انسان آزاد دی ا و دتیري او اړۍ ګړۍ  د مخنیوي لپاره د انسان آزادي،د نورو انسانانو آزادۍاوحقوقو ته محدودیږي.  د انسانانو یوه پيژندل شوي آزادي اوحق  د دین اومذهب دټاکنې  حق دی او  نور  د دغه حق  او دهغه دلوازماتو په نسبت مسئول دي .د دیني اومذهبي  عقیدې یوه ترټولو مهمه لازمه، ، د ځینو کسانو یا ځایونو او یا دشیانو سپيڅلتیا ده . انسان هماغه ډول چې  باید د نورو کسانو کسانو عزت،مال  او آزادۍ  باندې باید تیری ونه کړي،باید ،د دوي د مذهبی حقوقو او آزادۍ بې احترامي ونه کړي  او د دوي  د دین او مذهب د سپيڅلتیاؤ سپکاوي ونه کړي .د ډيرو کسانو لپاره،دهغوي سپيڅلتیاوې حتی د دوي د ژوند،ناموس  اومال څخه هم لازیات لوړ اومهم اومحترم  دي او حاضردي،په دې لاره کې  خپل  ژوند،مال او هرڅه  قربان کړي .

 دا  ټکی د انسان د نړیوالو حقوقو په سندونو کې هم منعکس شوی دی .د ۱۹۶۶کال د مسوّدې یعني دسیاسی او مدني حقوقو دنړیوال میثاق په نولسمې مادې کې  راغلي دي ؛هرکس  دبیان د آزادۍ حق لري .په دغه حق کې د هرې قبیلېاو پرګنې د افکارو او اطلاعاتو د خپرونې،تعلیماتو او تفحص آزادي،له کومو محدودیّتونو پرته ،هغه که  شفاها وي او که دلیکنې په بڼه، یا د هنر په بڼه کې یا په بلې هرې وسیلې سره وي،پخپله د انسان خپله ټاکنه ده .LH;V,

Image Caption

 

 له بل پلوه  په دې مادې کې ،دبیان آزادي ،  د نورو حقوقو او  حیثیّت ته  احترام  ته  محدوده ده  او روښانه ده چې  د یوه  دیندار دحیثیّت  یو اړخ ، د هغه دین او مذهب دی  او د هغه دین او دیني سپيڅلتیاؤ ته بې احترامي ، د هغه په حیثیّت د تیري په معنا ده د مثال په توګه ؛په انګلستان هیواد کې ، له : BLASPHEMY (د سپيڅلتیاؤ سپکاوي )سره اړوهنده  قانون ، تر دې د مه  له حقوقي اعتباره برخمن دی  او ددغه قانون په دفاع کې ځيني انګریز  حقوق پوهان،په دې باب ددغه شان جرم فلسفه بیانوي او په دې اند دي چې کله د انساني احساساتو د داغي کولو په نیّت سره د سپيڅلتیاؤ سپکاوي او یا  د قانوني کلیساګانو دروښانه سپکاویو  او  یا د غیر اخلاقي موضوعګانو د دودیدا لامل کیږي ،نو دا به  یو جرم وي . دوي په دې توجیه سره چې،په حقیقت کې ددغه جرم د فلسفې د بیانولو په لټه کې دي چې هماغه  دانساني احساساتو  داغي کول  او  داخلاقي ضد  موضوعګانو دودول دي  او  له عمومي اخلاقو سره  ارتباط لري .

                  پر دې سربیره ،د بشري حقوقو  دنړیوالې اعلامیې په ۲۹مادې کې ، د عمومي نظم او د اخلاقي اصولو په محدودونکي رول ټينګار شوی دی .همداراز د سیاسی او مدني حقوقو دنړیوال میثاق  د شلمې مادې دوهم بند ،هر ډول ملي ، توکمیزې او مذهبي  کرکې او کینې  ته  هڅول  چې د توپير  یا  دښمنۍ  او د زور د اعمالیدا لامل شي ،منع اعلان  کړي دي .روښانه ده چې سپيڅلتیاؤ ته  سپکاوي ، دیني او مذهبی کرکې او کینې ته دبلنې مصداق دي او ددښمنۍ او تاؤتریخوالي  محرک به شي .  په دې توګه ،ادعا کیدلی شي ،چې سپيڅلتیاؤ ته د سپکاوي جرم،د کسانو حیثیّت ته دبې احترامۍ په دلیل او په هغو هیوادون کې   له عمومي اخلاقو  او نظم سره د هغو چلند، چې دغه جرم ئې په رسمیّت پیژندلی دیاو هم  د تاؤتریخوالي او دښمنۍ لامل کیږي،نو له بشري حقوقو سره له اړونده نړیوالو قوانینو سره په بشپړډول سمون خور ي.

د رنسانس د راپنځیدا  له وخت راهسې تر دې دمه،تل د بیان  د آزادۍ په نامه ځينو ، دنورو دیني سپيڅلتیاؤ ته سپکاویو ته مخه کړې او دا ئې خپل انساني حق بللی دی.دغو کسانو چې زیاتره ئې دلویديځي ټولنې وګړي دي، پر خپل چلند نیوکه کونکي له  استبداد او دیکتاتورۍ څخه په ملاتړ تورن کړي  دي او دوي پر دین د اعتقاد لرونکي او پر دوي نیوکه کونکي او کرکتونکي  نه زغمي .

Image Caption

 

 څرګنده ده چې درست دینونه او مذهبونه ځینی  مقدسات لري،چې د دوي  د پلویانو لپاره محترم اوسپيڅلي شمیرل کیږي،حتی په لومړنیو د ینونو کې ، ځایونه یا شخصیّتونه او یا سپيڅلي مقامات او شیان شته ديۍ .په ډيرو دینونو کې،مقدسات دومره اهمیّت لري،چې په هغه دین اعتقاد لرونکي حاضر دي،په دې لاره کې خپل  ژوند،مال او هرڅه قربان کړي او خپلو سپيڅلتیاؤ ته سپکاوي او بې احترامي،دوي،د خپل ځان،قوم او قبیلې  له سپکاویو او بې  احترامیو  هم ډير دروند او زیات ګڼي . 

عجیبه ټکی دا دی چېد انساني  حقوقو د مدافعانو د شعارونو، څرګندونو او سندونو په اساس،لویدیځ  د توکم یا قبیلې دسپکاوي ممنوعیّت مني او په اروپا کې د هولوکاسټ دانکار په ممنوعیّت ټپه وهي  او په ډاګه  دا  په رسندویو کې  اعلانوي ، خو مذهبی سپڅلتیاؤ ته  سپکاوي ، د مذهب  د اختیاري کیدا په پلمه ، تائيدوي اوهیڅکله هم ددې لپاره کوم چوکاټ په نظرکې نه نیسي .په همدې دلیل ده چې  په کرتو ددې شاهدان یوو،چې  ویډیوئي او آډیوئي  رسندیو او همداراز مطبوعاتو او مکتوبي رسندیو د بیان د آزادۍ په شعار سره،په درستې نړۍ کې د  میلیونونو انسانانو له دیني سپڅلتیاؤ سره ت جنګ ته مخه  کړې ده .

 په همدې زمینې کې  او  دمطلب په پاي کې لازمه ده ، ددې ټکي یادونه هم وکړو چې دیني مقدساتو او دیني سبمولونو ته احترام د امتونو او ملتونو یو ترټولو مهم حق دی .د درستې نړۍ دحکومتونو اورژيمونو دنده  دا ده چې  دغه سپيڅلتیاوې ، له بې حرمتۍ ، قصدا  سپکاویو  او خرابولو لیرې وساتي .بیلابیل اعتقادات ، ګډژوند،دنورو په احترام او د ټولو له ارزښتونو سره یو ځاي ددینونو ،تمدنونو او انسانانو ترمینځ  خبرې اترې او ملګرتیاوې ،  له کوم دیني او عقیدتي اړخ ته له  پامه پرته ، د توکمپالنې او په  اوسنۍ نړۍ کې   د هغوي دبیلابیلو بڼو د ختمولو لپاره  اساسی حل لاره کیدلی شي .   

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************