الهی نامې
ګلونو اورېدونکو سلامونه د الهي نومونو د پروګرام له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو د دې پروګرام په اوه دېرشمه برخه کې د کبیر د نامې په هکله غږیږو چې په قران کې پینځه ځله له « علی» او یو ځل له «متعال» سره راغلی دی. په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کېدو فرصت ولرئ.
ګلونو اورېدونکو سلامونه د الهي نومونو د پروګرام له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو د دې پروګرام په اوه دېرشمه برخه کې د کبیر د نامې په هکله غږیږو چې په قران کې پینځه ځله له « علی» او یو ځل له «متعال» سره راغلی دی. په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کېدو فرصت ولرئ.
په تېره برخه کې مو وویل چې د خدای نومونه د خدای د پېژندلو یوه لاره ده ځکه چې د هغه حضرت ذات ته هیڅوک نه شي رسېدلی. او بندګان یې یوازې په نومونو پيژني. د خدای یو نوم کبر دی. د کبیر معنا دا ده چې لویوالی عظمت او کبریايي خدای لره ده . هغه داسې لوی دی چې جلال او لوړه مرتبه لري او هر یې پر وړاندې پست او واړه دي. د حج سورې په دوه شپېتم ایت کې راغلې دي: ذلِکَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَ أَنَّ ما یَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ هُوَ الْباطِلُ وَ أَنَّ اللَّهَ هُوَ الْعَلِیُّ الْکَبِیرُ ؛حقیقت دا دی چې خدای مطلق حق دی او هر څه چې له هغه پرته بلل کیږي باطل دي او یوازې خدای د لوړې مرتبې خاوند او لوی دی.
کبیر د«کَبُر» له جرړې راوتلی چې معنا یې ده لوی او د «صِغر» په مقابل کې دی چې معنا یې وړوکی. د صغیر په مقابلې کې کبیر هغه چا ته وایي چې په شان او منزل، عمر او ریاست او داسې نورو څیزونو کې لوی وي. د کبیر مشابه ټکی عظیم دی چې د حقیر په مقابل کې کارول کیږي. صغیر او کبیر نسبي چارې دي، یو شی ممکن د یو شي په پرتله وړوکی خو د بل شي په پرتله لوی وي. خو د «عظیم» نوم له بل هیڅ شي سره نه شو پرتله کولی. او مقابل ته یې حقیر نه شو ویلی. لکه څنګه چې مو مخکې په یو پروګرام کې وویل چې عظیم هم د لوی په معنا دی او ممکن په مادي او معنوي چارو کې وکارول شي. لکه څنګه چې د شعراء سورې په درې شپېتم ایت کې د غر په شان مادي شي ته اشاره کوي او فرمایي: «فَانْفَلَقَ فَکانَ کلُّ فِرْقٍ کالطَّوْدِ الْعَظیم :... او دریاب و څېرل شو، او هره برخه یې د عظیم غره په شان وه» د معنوي چارو لپاره هم د صافات سورې شپږ اویایم ایت ته اشاره کولی شو چې فرمایي: وَ نَجَّیْناهُ وَ أَهْلَهُ مِنَ الْکرْبِ الْعَظیمِ : او مونږ هغه او کورنۍ یې له ډېر لوی غمه خلاصه کړه. کبیر د خدای د ښه او نوم په توګه د لوی او د کبریایۍ او جلال د خاوند په معنا دی. کبیر خدای تر دې لوړ دی چې څوک یې وستایل شي هغه تر هر هغه څه لوړ دی چې زمونږ ذهن ته راځي او علم او عقل یې درک کوي.
د مسلمانانو تر ټولو لوی شعار تکبیر دی چې خدای تعالی پکې په سترتوب یادوي. لمونځ په تکبیرالاحرام پېل کیږي . لمونځ کوونکی په تکبیر سره په دې خبره اعتراف کوي چې خدای تر هر څه او هر چا لوړ دی او له همدې امله نور کارونه پرېږدم او یوازې دهغه په وړاندې ټیټیږم. لکه څنګه چې به کله پېغمبر لمانځه ته ودرېده نو داسې به وه لکه چې هیڅوک او هیڅ شی نه پېژني. د اسراء سورې په یو سل یوولسم ایت کې پېغمبر ته په خطاب کې فرمایي: « وَ قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِی لَمْ یَتَّخِذْ وَلَداً وَ لَمْ یَکُنْ لَهُ شَرِیکٌ فِی الْمُلْکِ وَ لَمْ یَکُنْ لَهُ وَلِیٌّ مِنَ الذُّلِّ وَ کَبِّرْهُ تَکْبِیراً : او ووایه چې ستاینه هغه خدای لره ده چې نه یې د ځان لپاره بچی نیولی دی او نه په حاکمیت کې د هغه لپاره کوم شریک شته او نه یې هیڅ کله د ذلت او کمزورۍ په وجه کوم ملګری نیولی دی او هغه په غوره توګه لوی وګڼه.
لوی خدای تر دې لوړ دی چې له بل شي سره پرتله کړی شي. په حدیث کې راغلې چې یو کس د امام صادق علیه السلام په مخکې وویل: الله اکبر. الله لوی دی، امام وفرمایل : خدای له څه شي لوی دی؟ سړي وویل: خدای له هر څه لوی دی.امام وفرمایل: افسوس دې وي پر تا!تا په دې بیان سره خدای محدود کړ. ایا له خدای سره بل څه شته چې مونږ ووایو خدای له هغه لوی دی.سړي وویل: نو څه ووایم؟ امام وفرمایل: ووایه چې خدای تر دې لوی دی چې بیان کړی شي (الله اکبر مِن اَن یُوصَف) نو مومن لویي یوازې د خدای لایقه ګڼي او یوازې هغه ستایي او په هر مقام او حال کې یې شعار الله اکبر دی. مومن د خدای په وړاندې په تعظیم او سجدې سره ځان حقیر ګڼي او د دغه ذلالت او تواضع په بدل کې تل پاتې لویي لاسته راوړي. مومن په خدای د ایمان په سیوري کې د عزت او سترتوب غوښتونکی دی. هغه نه یوازې ځان بلکې نور هم د خدای لور ته بلي او په دې لړ کې مومنان لوړ او محترم ګڼي.
کبیر نوم په قران کې پینځه ځله له علي او یو ځل له متعال سره یو ځای شوی دی. په نورو مواردو کې عموما د مقام او منزلت له نظره سترتوب ته اشاره کوي لکه څنګه چې د ملک سورې په دولسم ایت کې د کبیر نوم د هغو کسانو په انعام کې چې د خلکو له سترګو لرې یې د خدای ویره په زړه کې موجوده ده بیانوي او فرمایي: إِنَّ الَّذِینَ یَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَیْبِ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَ أَجْرٌ کَبِیرٌ: هغه کسان چې له خپل ربه په پټه ویریږي په یقین سره چې ډېره لویه بخښنه او بدله لري»
او په عظمت او زیاتوالي کې د دغه اجر سترتوب داسې دی چې هیڅ سترګې نه دی لیدلی او هیڅ غوږ نه دی اورېدلی او هیڅ زړه ته نه دی لویدلی.همداراز دا نوم په هغو صالحو بندګانو د خدای د فضل ښودنه کوي چې په ښو کارونو کې له نورو مخکې شوې دي د فاطر سورې په دوه دېرشم ایت کې لولو ثُمَّ أَوْرَثْنَا الْکِتابَ الَّذینَ اصْطَفَیْنا مِنْ عِبادِنا فَمِنْهُمْ ظالِمٌ لِنَفْسِهِ وَ مِنْهُمْ مُقْتَصِدٌ وَ مِنْهُمْ سابِقٌ بِالْخَیْراتِ بِإِذْنِ اللهِ ذلِکَ هُوَ الْفَضْلُ الْکَبیرُ: بیا مونږ دغه (اسماني) کتاب ځینو غوره بندګانو ته په میراث کې ورکړ خو په هغوي کې ځینو په ځان ظلم وکړ او پرې یې عمل ونه کړ او ځینې یې مینځ لاري وو او ځینې د خدای په امر په نیکیو کې له ټولو مخکې شول او دا هماغه لوی فضیلت دی.
د دغه مخکې کیدونکو اجر هماغه ابدي جنت دی چې د همدې سورې په درې دېرشم ایت کې راغلی دی لکه څنګه چې د بروج سورې په یوولسم ایت کې هم فرمایي: إِنَّ الَّذِینَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ جَنَّاتٌ تَجْرِی مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ذلِک الْفَوْزُ الْکبِیرُ: بې شکه کومو کسانو چې ایمان راوړی او نېک عملونه کوي د هغوي لپاره د جنت داسې باغونو دي چې تر ونو لاندې یې ویالې روانې دي او دا په خپله لویه کامیابي ده.
مومن انسان له خدای سره د نزدیکت لپاره له الهي نومونو مرسته اخلي . کله چې خدای د کبیر د مبارک نوم له لارې په چا تجلي کوي نو هغه هم د خپل وجودي ظرفیت په اندازه کبیر کیږي او بې له خدایه هر څه د هغه په وړاندې واړه بریښي. د خدای په ځای هیڅ مخلوق ته اهمیت نه ورکوي ، یعنې بې له خدایه هیڅ مخلوق د دې وړ نه ګڼي چې خپل مقصد او قبله یې وګرځوي. خو د جبارانو، بدماشانو، بدعت ګزارانو او کبرجنو کسانو په وړاندې تکبر کوي او هغوي لوی نه ګڼي. ځکه چې په دیني معارفو کې ځینې موردونه ذکر شوې چې باید پکې تکبر وکړی شي؛ منجمله د دشمن په وړاندې د جنګ په مېدان کې او هم داراز د متکبر انسان په وړاندې او همداشان ضروري ده چې مسلمانه ښځه د نامحرم په وړاندې تکبر ولري امام علي فرمايي: « التکبرعلی المتکبر هو التواضع بعینه: د کبرجن انسان په وړاندې کبر کول په خپله تواضع او خاکساري ده. په تاریخي کتابونو کې نقل شوې چې « د ابن زیاد دربار ته د بي بي زینب د ورتګ په وخت هغه په دومره رعب او عظمت سره ورننوتله چې او خپله دیني دنده یې د هغه ظالم ، متکبر او نامحرم انسان په وړاندې داسې ترسره کړه چې هغه ظالم واکمن بې اختیاره وویل: مَنْ هَذِهِ الْمُتَکَبِّرَۀُ؟ دا کبرجنه ښځه څوک ده؟
عزیزانو د خپرونې په وروستیو شېبو کې له تاسو سره خدای په اماني کوو او د جوشن کبیر دعا یوه برخه لولو هلته چې راغلې دي:
یَا أَعْظَمَ مِنْ کُلِّ عَظِیمٍ ، یَا أَکْرَمَ مِنْ کُلِّ کَرِیمٍ ، یَا أَرْحَمَ مِنْ کُلِّ رَحِیمٍ ، یَا أَعْلَمَ مِنْ کُلِّ عَلِیمٍ ، یَا أَحْکَمَ مِنْ کُلِّ حَکِیمٍ، یَا أَقْدَمَ مِنْ کُلِّ قَدِیمٍ ، یَا أَکْبَرَ مِنْ کُلِّ کَبِیرٍ، یَا أَ لْطَفَ مِنْ کُلِّ لَطِیفٍ ، یَا أَجَلَّ مِن کُلِّ جَلِیلٍ ، یَا أَعَزَّ مِنْ کُلِّ عَزِیزٍ سُبْحانَکَ یَا لَاإِلٰهَ إِلّا أَنْتَ ، الْغَوْثَ الْغَوْثَ ، خَلِّصْنا مِنَ النَّارِ یَا رَبِّ:
ای تر ټولو لویانو لویه، ای تر ټولو کریمانو کریمه، ای تر ټولو مهربانانو مهربانه، ای تر ټولو پوهانو پوهه، ای تر ټولو هوښیارانو هوښیاره، ای تر ټولو پخوانیو پخوانیه، ای تر بل هر لوی لویه، ای تر هر لطیف لطیفه، ای تر هر پرتمین پرتمینه، ای تر هر عزیز عزتمنه، سپېڅلی یې ته او له تا پرته بل معبود نیشته، فریاد فریاد (کوم) ای پالونکیه ومو ژغوره د دوزخ له اوره.