د روسیې په دفاعي نندارتون کې د ایران حضور
-
د روسیې په دفاعي نندارتون کې د ایران حضور
پارس تودی- د سن پټرزبورګ د سمندري دفاع نړیوال نندارتون (FLEET ۲۰۲۶) د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول د نړۍ د جګپورو فوځې پلاو په ګډون سره پرانیستل شول.
د پارس تودی له راپور سره سم، د سن پترزبورګ د نړیوال سمندري دفاع نندارتون FLEET 2026 د روسیې د بحري ځواک د کنفرانس او نندارتونونو په مرکز کې، چې د سن پترزبورګ په تاریخي بندر کرونشتات کې واقع شوی دی دی، پیل شو. په دې پړاو کې، له ۲۲۵ څخه زیاتې لویې کمپنۍ چې د بېړۍ جوړونې او سمندري وسلو په صنعتونو کې فعاله دي، خپلې وروستۍ عصري لاسته راوړنې په یوه اته زره متره مربع پراخ ځای کې نندارې ته وړاندې کړې.
په مسکو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت فوځي اتشه په دې نړیوال نندارتون کې د ایران د وسله والو ځواکونو د استازي په توګه ګډون وکړ.
ډګروال صادق رضایی مقدم له دغه نندارتون څخه د کتنې په ترڅ کې، له نورو ګډونوالو پلاو سره هم دوه اړخیزې سلامشورې کړي دي، منجمله هغه د روسیې د فډرېشن له ځینو فوځي چارواکو او د کښتۍ جوړولو د شرکتونو له رئیسانو سره هم کتني او خبرې اترې کړي دي.
په روسيه کې د ایران د اسلامي جمهوريت فوځي اتشه په دې لیدنو کې د تهران او مسکو ترمنځ د ستراتيژيکو او دفاعي اړیکو ژوروالي تایید کړ او د دې همکاریو د پراخېدو په ضرورت یې ټینګار وکړ.
د ایران د اسلامي جمهوريت د وسلهوالو ځواکونو استازي د دې لیدنې په جریان کې د پرمختللو بحري وسلو، راداري سیستمونو، عصري موټورونو او مسیر موندنې د تجهیزاتو له بېلابېلو غرفو څخه لیدنه وکړه.
دا پنځه ورځنی نندارتون چې د روسیې د صنعت او تجارت او د دفاع وزارتونو له لورې په ګډه جوړ شوی دی، له ۵۰ څخه زیاتې مسلکې ناستې او اقتصادي ټولګې لري، او د ۲۰۲۶ کال لپاره د دفاعي ډیپلوماسۍ او د ټیکنالوژیکي ځواک د ښودلو لپاره د نړۍ له مهمو مرکزونو څخه بلل کیږي.
د قزاقستان، اذربایجان جمهوریت، امارات، بحرین، لیبیا، شمالي کوریا، الجزایر، سوریه، موزامبیک، موریتاني او سریلانکا له هیوادونو څخه جګپورې فوځي پلاوې په دې نندارتون کې برخه اخیستي وه.