طارمي: امریکا نړیوال جام سیاسي کړې ده
-
د ایران د ملي ټیم لوبغاړی
پارستودی- د ایران د فوټبال د ملي ټیم فارورډ وویل: په راتلونکې نړیوال جام کې کوربه هیواد د مخکنیو پړاونو په شان په خپلو مسئولیتونو عمل نه کوي او یوه له ټنشن ډکه فضا تجروبه کوو.
د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د ملي ټیم فارورډ د امریکا له ESPN سره په مرکه کې وویل: د ویزا لپاره د ځینو غوښتنو په ردولو کې د امریکا د حکومت کړچار او د سومالیایي ریفري له ننوتلو څخه مخنیوی، د امریکا څېره ورانه کړې او د ۲۰۲۶ د نړیوال جام په فضا کې د زیات ټنشن لامل ګرځي.
طارمي وویل: په دریو مخکنیو نړیوال جامونو کې چي ما لوبه کړې وه، هرکله چي کوربه هیواد ته ورتللو، د فوټبال د نړیوال توب او د صمیمیت احساس مو کول، لیکن اوس له بده مرغه داسي احساس نه لرو.
هغه زیاته کړه: اوس مهال په دې نړیوال جام کې شخړې زیاتې دي او د جام فضا سیاسي شوې ده.