ایرواني: تهران، هیڅکله د زور او فشار په وړاندې نه تسلیمیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174054-ایرواني_تهران_هیڅکله_د_زور_او_فشار_په_وړاندې_نه_تسلیمیږي
پارس تودی- په ملګرو ملتونو کې د ایران  دائمي استازی د ټرمپ ګواښونو ته په غبرګون کې د دې په بیانولو سره چي د ګواښ، ویرولو او زور له لارې هیڅ پایداره هوکړه نه تر لاسه کیږي، ټینګار وکړ: ایران هیڅکله تر ګواښ او فشار لاندې مذاکره نه کوي او د زور په وړاندې نه تسلیمیږي.
(last modified 2026-06-11T06:17:55+00:00 )
Jun 11, 2026 10:47 Asia/Kabul
  • په ملګرو ملتونو کې د ایران  استازی امیر سعید ایروانی
    په ملګرو ملتونو کې د ایران  استازی امیر سعید ایروانی

پارس تودی- په ملګرو ملتونو کې د ایران  دائمي استازی د ټرمپ ګواښونو ته په غبرګون کې د دې په بیانولو سره چي د ګواښ، ویرولو او زور له لارې هیڅ پایداره هوکړه نه تر لاسه کیږي، ټینګار وکړ: ایران هیڅکله تر ګواښ او فشار لاندې مذاکره نه کوي او د زور په وړاندې نه تسلیمیږي.

د پارس تودی له راپور سره سم، په ملګرو ملتونو کې د ایران دائمي استازی امیرسعید ایروانی د لوېدیځې اسیا په هکله د امنیت شورا په غونډه کې د کلمبیا د ولسمشر د هڅو په ستایلو سره، وویل: د امریکا ولسمشر باید د ایران له دوامداره ګواښلو څخه لاس واخلي.

هغه ټینګار وکړ: ایران هیڅکله تر ګواښ او فشار لاندې مذاکره نه کوي او د زور په وړاندې نه تسلیمیږي. ایروانی جوته کړه: امریکا په ځلونو دغه ماته خوړلي سیاست عملي کړی دی او تر اوسه باید پوهېدلې وي چي ګواښ او فوځي زور اپوټه پایلې ورکوي.

ایرواني وویل: که واشنګټن په حقیقت سره د ډیپلماټیک حل لارې په لټه کې دی، باید د ګواښ ژبه پرېږدوي او د متقابل احترام په بنیاد، حاکمیتي برابري او په نړیوالو حقوقو باندې په بشپړه ژمنتیا سره، له ایران سره چلند وکړي.