ورځپاڼو ته کتنه 13-2-00
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو او بيا بهرنيو مهمو خبرونو ته ستاسو پام راوګرځوو:
نن د تهران چاپ تقريباً ټولو ورځپاڼو د معظم رهبر وېناوې راخېستې دي. چې په سر کښې هم ابرار ورځپاڼه راخلو چې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي له قوله وليکل:
د قدس ځواک د اېشيا په لويديځ کښې له انفعالي ډېپلومېسۍ څخه د مخنيوي ترټولو ستر موثره عامل دے.
دوي پرون مازیګر د کارګر د نړیوالې ورځې او معلم د ورځې په مناسبت په ټیلي ويژن باندې ژوندۍ وینا کښې د هیواد د ځینو رسمي چارواکو لخوا په یوشمیر څرګندونو باندې نیوکې سره چې د دوښمانانو لخوا ترې ناوړه استفاده کیږي تاکيد وکړ د سپاه پاسداران قدس ځواک د اسلامي جمهوریت سیاست ته تحقق ورکړے دے.
معظم رهبر په هغه غږیز فایل باندې نیوکې سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت د مخالفانو او دښمنو رسنیو لاس ته ورغلی دے ډاګینه کړه امریکه ډیر کلونه کیږي چې د ایران د اسلامي جمهوریت په نفوذ سخته اندیښمنه ده او په همدې خاطر له شهید سلیماني څخه خپه وه او هغه یې شهید کړ .
دوي دا خبره په ګوته کړه چې لویدیځ هیوادونه ټینګار لري چې د ایران خارجه سیاست د دوې تر بیرغ لاندې وي او هغوې ګروهنه لري ځکه چې کلونه کلونه همداسې وو هم د قاجار باچا په وخت کښې هم د پهلوي حکومت په وخت کښې ایران د لویدیځو هیوادونو تر سلطې لاندی و خو اسلامي انقلاب ایران د دوې له سلطې وویست او دغه لویدیځ هیوادونه اوس کوشش کوي په ایران دوباره سلطه ومومي .
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير د شهيد سلېماني له کورنۍ او د ايران له ملت څخه بخښنه وغوښتله.
محمد جواد ظریف په اینسټاګرام اینټرنټي پاڼه کښې د قدر د شپو په مناسبت په یو پیغام کښې په دې خبرې سره چې زما څرګندونې د شهید قاسم سلیماني عظمت نه کموي ولیکل هیله من یم د ایران خلق او د سردار سلیماني ټول مینه وال او په تیره بیا د هغه بزرګوار کورنۍ ما اوبخښي .
هغه واضحه کړه د معظم رهبر مشفقانه بيانات لکه د تل په شان زما او زما د ملګرو لپاره د کارپېژندې د بحثونو لپاره ختم کلام او آخري ټکے دے.
------------
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په ملګرو ملتو کښې د ايران د دائمي استازي او سفير په حوالې سره وليکل: د ایران او امریکې ترمینځ د بندیانو آزادېدل تائید نه شول.
مجید تخت روانچي پرون د اتو (۸) بندیانو د متقابل آزادېدو او د ایران د اوه میلیارډه بلوکه شویو ډالرو د آزادولو لپاره د امریکې او ایران ترمینځ د موافقې په هکله د ځینو رسنیو خبر ته په غبرګون کښې وویل دغه خبر نه تائیدیږي .
ورځپاڼې د صهیونېسټي رژیم د رسنيو له قوله وليکل: د اسرائیلو بن ګوریون هوايي ډګر ته نږدې اور ولګېد. د صهیونیسټ رژیم دیارلسم(۱۳) نومي ټي وي چېنل پرون بن ګوریون هوايي ډګر ته نږدې د پراخه اور لګیدو خبر ورکړ او وې ویل اور وژونکي ډلې د پیښې ځاے ته نږدې له زیتان صهیونیسټ میشته ښارګي څخه د خلقو نورو سیمو ته د انتقالولو په حال کښې دي .
-------------
کېهان ورځپاڼې بيا د يمني رسنيو په حوالې سره وليکل: د یمن فوځيانو په ملک خالد هوائي اډې باندې بريد وکړ.
د یمن د پوځ ویاند یحیی د یمن د پوځ ویاند جنرل یحیی سريع وویل د یمن ځواکونو په قاصف کے ټو(Qasif K2 ) ځايي ډرون الوتکې سره د سعودي د ملک خالد په هوايي اډې برید کړے دے.
هغه په دې خبرې سره چې دغه حمله په دقیق ډول ترسره شوي ده وویل دغه برید د یمن په خلاف د تیریو او د کلابندیو زیاتولو ته قانوني ځواب دے.
----------
اوس به د پاکستان چاپ ورځپاڼو ته لاس کړوو چې په سر کښې د راولپنډۍ جنګ ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې وليکل: د کورونا په وجه د پاکستان افغانستان او ايران ترمېنځ پولې وتړلې شوې او په تګ راتګ بنديز ولګېد.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د پاکستان وزيراعظم عمران خان پرون بې له څه پروټوکوله په خپله د موټر په چلولو سره د اسلام آباد د مختلفو سيمو جاجونه وکړه، هغه په مختلفو ځايونو کښې بازارونو او مارکيټونو او حتی ريړه او چابړي فروشو ته هم ورغلو او د څيزونو د قيمتونو جاجونه يې وکړه.
ورځپاڼې د افغان رسنيو له قوله وليکل په کابل کښې د تېلو په ټېنکرونو کښې د اور لګېدو له کبله لږ تر لږه پنځوس ټېنکرونه او نور ګاډي وسوزېدل او دولس تنه ووژل شول. د ورځپاڼې له مخې دغه اور لګېدنه د دوو ټېنکرونو په خپلو کښې د جنګېدو له امله رامنځته شوه.
-------
د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې بيا په خپله نننۍ ګڼه کښې وليکل د خېبر پختونخوا حکومت د صحت کارډ په شان د راشن کارډ جاري کولو اعلان وکړ چې په دغه کارډ باندې به مسحقو او بې وزله کورنيو ته ويړيا راشن ورکول کيږي.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل ايران په هند کښې د کورونا د تباهيو په وجه دغه هېواد ته دېرش ټنه سامانونه ليږي.
ورځپاڼې د ترکيې د رسنيو له قوله وليکل په دغه هېواد کښې د کورونا د حفاظتي تدابيرو د خيال نه ساتلو په وجه پوليسو دوه سوه تنه مظاهرين ونيول . د پوليسو له مخې مظاهرينو په هېواد کښې د لاک ډاون خلاف ورزي کړې وه.
ورځپاڼې د فرانسې د رسنيو له قوله وليکل د دغه هېواد شلو پخوانيو فوځي جرنېلانو فوځ ته په يو پرانېستي ليک کښې له فرانسوي فوځ څخه وغوښتل چې حکومت دې په قبضه کښې واخلي ځکه چې د هغوي په قول هېواد ته د اسلام پالو له خطر سره مخامخ دے.
--------
او دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې چې په سر کښې هم هېواد ورځپاڼه راخلوو هېواد ورځپاڼې په خپل نننۍ ګڼه کې په لوګر کې وحشیانه برید سخت غبرګونونه را پارولی ترعنوان لاندې لیکلي چې په افغانستان کې وژنې، جګړې او د پردیو د موخو لپاره د دغه ملت قرباني د زغملو نهده.
وړاندې راغلي، لسیزې تېرې شوې، خو لا هم افغانان د پردیو د ناوړو موخو لپاره وژل کېږي، د پرمختګ مخنیوی یې کېږي او د سولهییز او د پرمختللي ژوند له نعمته بېبرخې کېږي.
لیکوال وړاندې لیکي چې دښمن یو ځل بیا د روژې په دې مبارکه میاشت کې افغانان د ویر او ماتم پر ټغر کېنول او پر عام ولسیې وحشت جوړ کړ.
ورځپاڼې په خپله انټرنټي پاڼه کښې بيا ليکلي دي: د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر حیات الله حیات وایی: د دوی استخباراتی معلوماتو په ډاګه کړې چې لا وړمې شپې د لوګر مرکز پول علم کې موټر بم خونړی برید وسلوالو طالبانو کړی دی.
حیات الله حیات وړمه ورځ له امنیتی چارواکو سره په ګډه غونډه کې وویل: په هېواد کې د ناامنیو بستر طالبانو خور کړی او دا برید د دوی کار دی.حیات زیاته کړې
----------
اطلاعات روز ورځپانې بیا په لوګر او یو شمېر نورو ولایتونو کې د وروستیو تاوتریخوالو په تړاو په خپله نننۍ ګڼه کې روانو لاریونونو ته اشاره کړې.
په سرمقاله کې لیکوال د لوګر، پکتیا، کونړ او د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو د خلکو غږ پورته کول د ملکي کسانو د خوندیتوب په برخه کې د راتلونکي لپاره یو ښه ګام یاد کړی.
لیکوال واړندې لیکي، د ولس بیداري هلته د لیدو وړ ده چې په ټولنه کې د نادودو کړنو او بېرویه وژنې په تړاو سړکونو ته راووځي او له خپل حقه حقوق څخه په کلکه دفاع وکړي.
---------
مسير ورځپاڼې ليکلي: ملګرو ملتونو پر حکومتونو د بیان د ازادۍ د ساتنې غږ کړی دی.
د ورځپاڼې د ليکلي له مخې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د مې د درېیمې یا مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې د بیان ازادي د بشریت ستره لاس ته راوړنه ده. هغه زیاته کړې چې خبریالان او د مطبوعاتو کارکوونکي د نړۍ په دې حساس وضعیت کې د خپل سر په بیه د حقایقو د خپرولو او بیانولو لپاره کار کوي. نوموړي په یوه اوږده ویډیويي پیغام کې د نړۍ پر ټولو حکومتونو غږ کړی چې له خپلو ټولو امکاناتو او هرې ممکنې لارې په استفادې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره هڅه وکړي او معلوماتو ته د بشریت لاسرسی اسانه کړي. هغه په نړۍ کې د خبریالانو لپاره ګواښونو ته په اشارې ویلي چې ملګري ملتونه د ازادو مطبوعاتو ملاتړ کوي او پر وړاندې یې د ګواښونو د له منځه وړلو په برخه کې همکار دي.
-----
صبح کابل ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د ملکي تلفاتو ترڅنګ په تېرو ۲۰ کلونو کې د ترلاسه شویو لاسته راوړنو بېرته لاهو کېدو ته اندېښنه څرګنده کړې.
دغه ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې د مې درېیمه چې د مطبوعاتو نړۍواله ورځ ده، ته په اشارې سره لیکلي، د بیان ازادي چې سره کرښه ده باید په زیړې کرښې بدله نهشي.
د سرمقالې لیکوال لیکلي، په داسې حال کې چې بهرنیان له افغانستان د وتلو په حال کې دي او جګړې هم زور اخیستی، د ملکي تلفاتو ترڅنګ باید د افغانستان تېرو لاسته راوړنو ته چې یو يې هم د بیان ازادي ده، جدي پاملرنه وشي.
-------