د جنوبي افریقا د جانسبورګ پوهنتون د دیني مطالعاتو د ډلې نامتو استاد ډاکټر شهید متي(Shahid Mathee) وویل حسیني اربعین او د امام حسین علیه السلام د پیروانو میلیوني لاریون ښودنه کوي چې د کربلا د سرشیندنې درس د ټولو زمانو لپاره دی.
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د عراق له نجف اشرف څخه کربلا ته په تلونکي لاره کښې د حسیني اربعین د زیارتوالو لاریون ټول د کربلا په پاڅون کښې له حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه له شهید شویو ملګرو سره د مینې او عشق نندره ده.
د ایرنا له راپور سره سم د ایران د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک عمومي قوماندان جنرال حسین سلامي نن د شلمچې له پولې په کتنه کې وویل د حسیني اربعین د زایرینو ډیر زیات شتون د اسلام د دښمنانو په خلې پیاوړی سوک دی .
د ایران د کورنیو چارو وزیر په لا پرتمینه توګه د حسیني اربعین د دستورو د ترسره کولو لپاره د عراق د حکومت له ملګرتیا د رضایت په ښودلو سره وویل: د عراق حکومت او ولس د زیارتوالو لپاره له هیڅ کوششه ډډه نه کوي.
په دې ویډیو کې مولانا نورالدین آغا د امام حسین (ع) او د اهل بیتو (ع) ښکلي او په زړه پوري فضایل بیانوي چېپه اورېدو ارزي.
پاکستاني زایرین په کربلا کې د اربعین په دستورو کې د ګډون لپاره ایران ته له راتلو وروسته له حسیني عاشقانو سره د یوځای کیدا لپاره د ایران د لویدیځ او جنوب له لارو زیاتونو لپاره ورځي .
دایرنا له راپور سره سم د عراق د خارجه وزارت ویندوی احمد الصحاف نن وویل عراق د پاکستان ، لبنان ، افغانستان او یمن ښاریزو لپاره دحضرت امام حسین (ع) د اربعین په دستورو کې د ګډون لپاره وړیا ویزه ورکوی .
د اربعین د پلي تګ مراسم په راتلونکي اونۍ کې پیلېږي، عراقي چارواکي د اربعین زیارت کوونکو ته د چوپړتیاوو او د امنیت د ټینګښت لپاره د امنیتي چمتووالي په حال کې دي.
په میلیونونو کسانو له خپل ملیّت او حتی له دین او مذهب ورتیر،له سید الشهداء او دهغه بزرګوار له آرمانونو سره دخپل صمیمیّت بیعت بیرته نوی کړ.
سردار سلامي ټینګار وکړ چې د پاکستان، افغانستان، هندوستان. یمن، عراق، لبنان او ایران په شمول د نړۍ د مختلفو هیوادونو مسلمانانو راغونډ شوي او د مستکبرانو خلاف متحد شول