Sep 03, 2023 14:00 Asia/Kabul
  • حسیني اربعین د کربلا د پاڅون د تل پاتې کیدا نښه ده

د جنوبي افریقا د جانسبورګ پوهنتون د دیني مطالعاتو د ډلې نامتو استاد ډاکټر شهید متي(Shahid Mathee) وویل حسیني اربعین او د امام حسین علیه السلام د پیروانو میلیوني لاریون ښودنه کوي چې د کربلا د سرشیندنې درس د ټولو زمانو لپاره دی.

هغه د حسیني اربعین د اهمیت په هکله وویل د حسیني اربعین لاریون د عاشورا له مکتب سره د وفادارۍ نندره ده او د نن ورځې له ظالمانو سره په مبارزې ټینګار دی .

د جنوبي کوریا د جانسبورک پوهنتون د دیني مطالعاتو د ډلې نامتو استاد ډاکټر متی(Shahid Mathee) ټینګار وکړ په کربلا کښې د امام حسین علیه السلام او د هغه د ملګرو د شهادت د اربعین د مراسمو د ترسره کولو پیغام له پیړیو پیړیو تیریدا وروسته د ظلم پرضد د پاڅون د تل پاتې کیدا ښودنه کوي.

هغه ټینګار وکړ د روان میلادي کال د حسیني اربعین د مراسمو اهمیت د قران له سوځولو سره د هغه یووخت والی دی او دغه موضوع د لویدیځو قدرتونو له استکباري سیاست سره ارتباط لري.

 

ټیګونه