عراق د پاکستان ، افغانستان ، لبنان او یمن ښاریزوته وړیا ویزه ورکوی
(last modified Sun, 20 Aug 2023 08:08:33 GMT )
Aug 20, 2023 12:38 Asia/Kabul
  • عراق د پاکستان ، افغانستان ، لبنان او یمن ښاریزوته وړیا ویزه ورکوی

دایرنا له راپور سره سم د عراق د خارجه وزارت ویندوی احمد الصحاف نن وویل عراق د پاکستان ، لبنان ، افغانستان او یمن ښاریزو لپاره دحضرت امام حسین (ع) د اربعین په دستورو کې د ګډون لپاره وړیا ویزه ورکوی .

د ۱۴۴۵ هجری قمری کال د صفرې په شلمه نیټه  د کربلا په دښته کې د سالار شهیدان حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه حضرت د وفادارو یارانود شهادت دڅلویښتی ورځ ده او زایرین په دغه ورځ د نړۍ له بیلا بیلو هیوادونو د اربعین په دستورو کې د ګډون لپاره کربلا ته ورځي .

احمد الصحاف دې ته په اشارې سره چی په اسلام اباد کې د عراق د خارجه وزارت دفتر د پاکستاني زایرینو لپاره وړیا ویزه صادروی زیاته کړه په تهران ، کرمانشاه  او اهواز کې هم زمونږ دفترونه د پاکستاني او افغانستاني زایرینو لپاره وړیا ویزه صادروی .

مخکې  د عر اق د ګډو عملیاتو د قوماندانۍ ویندوی تحسین الخفاجی ویلی وو  داربعین د دستورولپاره عراق ته دڅه د پاسه ۵ میلیون زیراینو د سفر احتمال ورکول کیږی .