-
ایران د فلسطین د مظلومو خلکو ملاتړی دی
Feb 24, 2022 00:37ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي شورا د فلسطین له انتفاضې د ملاتړ د نړیوال کانفرنس عمومي منشي سید مجتبی ابطحي پرون د ایران د اسلامي جمهوریت له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره کتنه او خبرې وکړې .
-
یو بل فلسطیني ځلمی د صهیونیسټانو په ډزو شهید شو
Feb 23, 2022 04:21تیره ماښام یو فلسطیني ځلمی د لویدیځې غاړې د بیت لحم سیمې په الخضر ښارګي کښې د صهیونیسټي پوځیانو د ډزو له امله شهید شوی دی
-
له اسرائيلو سره په ګډ فوځي مشقونو باندې د پاکستانيانو احتجاج
Feb 20, 2022 02:15د پاکستان يو شمېر سياسي او مذهبي مشرانو د صهيونېسټ رژيم په شتون سره په ګډو فوځي مشقونو کښې د پاکستاني سمندري ځواک په ګډون احتجاج وکړ.
-
په نیواکي قدس کې په فلسطینیانو باندې د صهیونیستانو برید
Feb 18, 2022 02:44تېره شپه صهیونیستي فوځیانو یو ځلي بیا د نیواکي قدس په شیخ جراح سیمه کې د فلسطیني وګړو په کورونو برید وکړ.
-
د فبرورۍ د څوارلسمي پاڅون په کلیزه کې بحرین ته د اسرائیلو د لومړي وزیر سفر
Feb 16, 2022 12:40د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر نفتالي بنت د ال خلیفې د رژیم په ضد د بحرین د خلګو د پاڅون د یوولسمي کلیزي سره هممهاله، د بحرین د باچا حمد بن عیسی په رسمي بلنه، دې هیواد ته سفر وکړ.
-
یو فلسطیني ځوان د صهیونیسټانو په ډزو شهید شو
Feb 16, 2022 04:25د صهیونیسټي رژیم پوځیانو د اردن سیند په لویدیځې غاړې کښې په رام الله ښار باندې په یرغل سره یو فلسطیني ځوان په ډزو شهید کړ
-
اسلام ته ترټولو ستر ګواښ له امریکې او اسرائیلو سره ائتلاف دی
Feb 15, 2022 04:24الحوثي یوځل بیا څرګنده کړه چې هر څوک د عربستان او اماراتو ملګرتیا وکړي، معنا یې دا ده چې د امریکې او صهیونیسټي رژیم د انډیوالانو ترڅنګ ولاړ دی
-
په «شیخ جراح» کې د صهیونیستانو تاوتریخوالو ته د اروپایي اتحادیې غبرګون
Feb 14, 2022 08:05اروپایي اتحادیې د یوې بیانیې په صادرولو سره، د فلسطین په «شیخ جراح» سیمه کې د فلسطینیانو په وړاندې د صهیونیستي ښارګوتو د اوسېدونکو د تاوتریخوالو او بریدونو د بندېدو غوښتونکې شوه.
-
ترکیې ته د اسرائیلي د استخباراتو رئیس پټ سفر
Feb 14, 2022 07:39د صهیونیستي رژیم رسنیو اعلان وکړ چي د دې رژیم ځینې چارواکې منجمله د استخاباراتو «موساد» رئیس ترکې چارواکو سره د لیده کاته لپاره په پټه دې هیواد ته سفر کړي.
-
له صهیونیستانو سره د جوړجاړی په وړاندې په مقاومت د شیخ عیسی قاسم تاکید
Feb 14, 2022 07:18په بحرین کې د اهل تشیع مشر اسرائیل سره د جوړجاړی په وړاندې د مسلمانانو د مقاومت غوښتونکی شو.