-
د تورخم دروازه تر هغې نه خلاصوو څو طالبان په سیمه کې د مورچلو جوړولو مخه ونیسي
Mar 15, 2025 03:49د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې د تورخم لاره به تر هغو خلاصه نه کړي، څو چې طالبان په پوله کې د مورچلو د جوړولومخه ونه نیسي.
-
روسیې له پاکستان سره د ترهګرۍ ضد همکارۍ لپاره چمتووالی اعلان کړ
Mar 15, 2025 03:39پارس ټوډې – د بلوچستان د بولان سیمې پر مسافر وړونکي ټرین باندې د وسله وال برید او د مسافرو د برمته کولو له امله، د روسیې ولسمشر خپل پاکستاني سیال ته په یوه لیک کې، د دې ترهګریز جنایت له غندلو سربېره، له ترهګرۍ سره په مقابله کې له اسلام آباد څخه د مسکو پر ملاتړ ټینګار وکړ.
-
د پاکستان پر یوې پوځي اډې له موټر بم وروسته لس تنه بریدګر وژل شوي دي
Mar 14, 2025 02:54د خیبرپښتونخوا په ټانک سیمه کې د پاکستاني پوځ پر یوې اډې وسله والو لومړی موټر بم چاودنه کړې او وروسته وسله واله حمله شوې ده.
-
د ایران د اټومي تړون د بیا احیا ملاتړ کوو
Mar 14, 2025 02:29پارس ټوډې – د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شفقت علي خان د سیمې په ثبات او نړیوال امنیت کې د ایران د اسلامي جمهوریت پر رول باندې په ټینګار سره وویل: اسلامآباد د ایران د اټومي تړون او د هغه د بیاژوندي کولو ملاتړ کوي.
-
پاکستان قانوني افغان کډوال هم باسي
Mar 13, 2025 10:34پاکستان اعلان کړی چې ټول غیرقانوني کډوال او همدارنګه د افغان کډوالو کارت لرونکي باید له دې هېواد څخه ووځي.
-
له کډوالۍ را ستانه شویو کورنیو ته ۶۰ ښارګوټې ځانګړي شوي
Mar 10, 2025 09:59د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت ویلي چې، له کډوالۍ را ستانه شویو کورنیو ته د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۶۰ ښارګوټي ځانګړي شوي دي.
-
په تورخم کې د افغان او پاکستاني قومي مشرانو جرګه هم بېپایلې ختمه شوه
Mar 10, 2025 09:53په تورخم کې د افغان او پاکستاني قومي مشرانو جرګه هم بېپایلې ختمه شوې او تورخم لار د شاوخوا دوو اونیو راهیسې لا هم د هر ډول تګ او راتګ لپاره تړلې ده.
-
د افغانستان ښاریز باید د مارچ تر ۳۱ نیټې له پاکستانه ووځي
Mar 08, 2025 02:14زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان فیډرال حکومت پرون د افغانستان کارت لرونکو ښاریزو( Afghan Citizen Card) او دغه راز ټولو غیرقانوني بهرنیو وګړو ته سپارښتنه کړي ده چې د بیرته ستنولو د کمپاین د یوې برخې په توګه د روان میلادي کال د مارچ د میاشتې تر یودیرشمې نیټې پورې له پاکستان څخه ووځي.
-
پاکستان، افغانستان کې د امریکا پاتې پوځي تجهیزاتو ترلاسه کولو لپاره د ټرمپ له هڅو ملاتړ کوي
Mar 07, 2025 11:15د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مارچ په ۵مه په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړې چې د سهشنبې په ورځ د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والتز ترمنځ ټلفوني خبرې شوي دي.
-
په تورخم کې د جګړې له امله ۸ سوه کورنۍ بې ځایه شوي
Mar 07, 2025 11:03د تورخم لویه لار نن د څوارلسمې ورځې لپاره هم د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې، بلخوا سیمه ایز چاواکي بیا وایي چې، د پاکستان لخوا د توغول شویو توغندیو د لګېدو له امله په سیمه کې ۸ سوه کورنۍ بې ځایه شوي دي.