د افغانستان ښاریز باید د مارچ تر ۳۱ نیټې له پاکستانه ووځي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان فیډرال حکومت پرون د افغانستان کارت لرونکو ښاریزو( Afghan Citizen Card) او دغه راز ټولو غیرقانوني بهرنیو وګړو ته سپارښتنه کړي ده چې د بیرته ستنولو د کمپاین د یوې برخې په توګه د روان میلادي کال د مارچ د میاشتې تر یودیرشمې نیټې پورې له پاکستان څخه ووځي.
افغان سیټي زن کارډ( Afghan Citizen Card) د پيژندګلوۍ یو سند دی کوم چې د پاکستان د نادرا ادارې لخوا د نومونو ثبت کړی شویو افغان ښاریزو ته ورکړل شوی .
د کډوالۍ لپاره د ملګروملتونو نړیوالې ادارې ايي او ایم(IOM) وویل د افغان سیټي زن کارډ په پاکستان کښې د افغانستان د ښاریزو د وسیدو په وخت افغان ښاریزو ته یو قانوني حیثیت ورکوي.
په دوه زره درویشتم میلادي کال کښې پاکستان د هغو خارجي وګړو پرضد چې سندونه نلري اقدامات پیل کړل او له هغه وخت راهسې تراوسه اته لکه پینځلس زره (۸۱۵۰۰۰) کسان افغانستان ته بیرته استول شوي دي.
دغه راز واک ته له رسیدا وروسته د امریکا د ولسمشر ټرامپ لومړنی اقدام خپل هیواد (امریکا)ته د افغانستان د هغو ښاریزو چې د امریکا د عسکرو لپاره یې کارونه کړي وو د ویزو بندول دي.
دغه چارې په پاکستان کښې د افغانستان د کابو پینځویشت زره ښاریزو امریکا ته د انتقالیدا پروسه ګډه وډه کړي ده.
په دوې کښې اکثره افغان ښاریز له امریکا سره د کار کولو په خاطر د افغانستان د طالبانو لخوا د نیول کیدا او د سزا له خطر سره مخامخ دي.
د پاکستان حکومت یو پلان جوړ کړی چې د افغانستان هغه ښاریز چې نومونه یې ثبت شوي دي له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه بهر کړي او سوکه سوکه یې خپل هیواد ته واستوي.
د پاکستان حکومت دغه حکم هم ورکړی دي چې په دې هکله له کوم عمومي اعلان کولو پرته دغه پلان اجرايي کړي.
د افغانستان د ښاریزو د انتقالولو د پلان د لومړي پړاو پراساس د افغانستان هغه ښاریز به چې د افغان سیټي زن کارډونه لري سمدستي له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه وباسل شي او دوې به وروسته له غیر قانوني او د سند نه لرونکو افغان ښاریزو سره یوځاې افغانستان ته واستول شي.