پاکستان قانوني افغان کډوال هم باسي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i158130
پاکستان اعلان کړی چې ټول غیرقانوني کډوال او همدارنګه د افغان کډوالو کارت لرونکي باید له دې هېواد څخه ووځي.
(last modified 2025-03-13T09:41:25+00:00 )
Mar 13, 2025 14:04 Asia/Kabul
  • پاکستان قانوني افغان کډوال هم باسي

پاکستان اعلان کړی چې ټول غیرقانوني کډوال او همدارنګه د افغان کډوالو کارت لرونکي باید له دې هېواد څخه ووځي.

د پاکستان راډیو راپور ورکړی چې افغان کډوالو ته یوازې ۲۰ ورځې وخت ورکړل شوی چې له پاکستان څخه ووځي.

پاکستان ویلي چې ټول غیرقانوني کډوال او د Afghan Citizen کارت لرونکي باید د دې هېواد خاوره پرېږدي.

پاکستان ویلي چې دا هېواد د ۲.۱ میلیونو قانوني اسناد لرونکو افغانانو کوربه دی، چې له دې شمېرې څخه ۸۰۰ زره کسان د Afghan Citizen کارتونه لري.

دې پاکستاني رسنۍ ویلي چې د قانوني کډوالو ترڅنګ په میلیونونو افغانان په غیرقانوني توګه په دې هېواد کې ژوند کوي.