Pars Today
د افغانستان د مشرانو د جرګې رئیس او د اشرف غني د دولت ساز ټیم مخکښ مشر فضل هادي مسلمیار په خپلو هغو «نامناسبو الفاظو» بخښنه وغوښته چې پرون یې د ټاکنو کمېشن د مشرې حوا علم نورستاني ته کړې وه.
د افغانستان د ملي امنيت صلاحکار خبردارے ورکړ، که طالبان د صلح له بهير سره يوځاے نه شول د اشرف غني حکومت به د دغې ډلې په خلاف جنګ لا سخت کړي.
په داسې حال کښې چې د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د ابتدايي پایلو تر اعلانیدو اتلس ورځې پاتې دي، یوشمیر کاندیدانو ځانونه د ټولټاکنو ګټونکي اعلان کړل.
د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږومینه والو په دې شیبو کې په ایران کې د افغان کډوالو د مشکلاتو دآسانتیاؤ په اړه له مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو. هیله ده ترپایه راسره ملګرتیا وکړئ.
د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال د دغه هیواد په ننیو انتخاباتو باندې د کورنیو او بهرنیو ناظرانو د ځیرکانه څارنې غوښتنه وکړه.
د افغانستان د ولسسمشر د انتخاباتو څلورم نامزد هم په دغو انتخاباتو کښې له ګډونه ډډه وکړه.
د افغانستان د ولسمشر جرمن سلاکار ته د میاشتې څه باندې د ۴۱ زره ډالرو حقوقو د ورکړې په هکله د یو سند ایشوا کیدو په ټولنیزو رسنیو کښې ډیرې نیوکې راپارولې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د قدرت د انحصار لپاره د اشرف غني تیرې پنځه کلنې هلې ځلې د هیواد د نظام د کمزورې کیدو لامل وبللې.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دغه هیواد د حکومت له اجرايي رییس عبدالله عبدالله سره په انتخاباتي مناظره کښې له ګډون کولو ډډه وکړه.
احمد ضیا سراج د افغانستان د ملي امنیت د لوې ادارې د نوې سرپرسټ په توګه وګمارل شو.