فضل هادي مسلمیار بخښنه وغوښته
د افغانستان د مشرانو د جرګې رئیس او د اشرف غني د دولت ساز ټیم مخکښ مشر فضل هادي مسلمیار په خپلو هغو «نامناسبو الفاظو» بخښنه وغوښته چې پرون یې د ټاکنو کمېشن د مشرې حوا علم نورستاني ته کړې وه.
مسلمیار چې د مشرانو جرګې په پرونۍ ناسته کې یې خبرې کولې، وویل « له بعضو دوستانو مې واورېدل چې د ټاکنو کمېشن مشرې ویلي چې بې بایومټریکه رایې به نه شمېرل کېږي؛ (مسلم يار له دې وروسته د هغې په اړه نامناسب الفاظ ادا کړل)»
مسلمیار چې د ملي تلویزون سره یې مرکه کې خپله وینا د حوا علم نورستاني پر شخصي حریم تجاوز وباله او وې ویل چې اخلاقا دا جرآت کوي چې بخښنه وغواړي که څه هم دۀ ته قانوني تحفظ حاصل دے.
فضل هادي مسلمیار وروسته تر هغه بخښنه غواړي چې د نوموړي په اړه په ټولنیزو پاڼو کې توند غبرګونونه را وپارېدل.
د کتونکو په بارو چې نوموړي به دغه بخښنه د اشرف غني او ټیم په مشوره او فشار غوښتې وي ځکه چې نه غواړي د انتخاباتو په دې حساس پړاو کې د ولس په منځ کې خپل شخصيت ته تاوان ورسوي.