-
افغانان دې امریکا ته په کډوالۍ کې له بندیز څخه مستثنا شي
Jan 24, 2025 02:55د افغانانو د تخلیې د ایتلاف مشر شان وان ډایور ویلي، تمه لري چې د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا ته د کډوالو پر ورتګ باندې له لګول شوي بندیز څخه هغه افغانان مستثنا کړي، چې په امریکا کې د مېشت کېدو لپاره یې درخواستونه په جریان کې دي.
-
پاکستان اسناد لرونکي افغان کډوال هم ایستلي دي
Jan 17, 2025 10:09د ملګروملتو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي چې، پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو په لړ کې له پلازمینې د هغو افغانانو په ګډون چې د یو این ایچ سي آر اسناد یې لرل، ګڼ شمېر افغانان ایستلي دي.
-
هغه کسان چې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري باید له پاکستانه ونه ایستل شي
Jan 08, 2025 09:23په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشره فلیپا کاندلېر ویلي، هغه کسان چې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري باید له پاکستانه ونه اېستل شي.
-
ترکیې ۳۰ نور افغان کډوال نیولي دي
Jan 08, 2025 08:33د ترکیې پولیسو د دغه هېواد له بېلابېلو ښارونو څخه ۳۰ نور افغان کډوال نیولي دي.
-
په پاکستان دیره افغان کډوال وآئي،د امنیتي مامورانو له ویرې جوماتونو کې پټ شوي یو
Jan 08, 2025 00:56پاکستاني پولیس وائي ، هغه افغانان چې د پي او ار، آئي سي سي کارتونه، ویزې او دریمو هیوادونو ته د تګ په تمه دي له پاکستانه نه وباسي
-
سږکال له ۱۰ زرو ډېر کډوال اسپانیا ته د رسېدو په موخه مړه شوي
Dec 27, 2024 10:41په اسپانیا کې د کډوالو د حقونو یوه بنسټ ویلي چې سږکال له ۱۰ زره ډېر کډوال د سمندر له لارې دغه هېواد ته د رسېدو په هڅه کې مړه شوي دي.
-
ایرواني د افغان کډوالو په اړه له ایران سره د نړیوالې ټولنې پر مرستو ټینګار وکړ
Dec 13, 2024 09:20په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي په ایران کې د څه دپاسه شپږ میلیونو افغان کډوالو شتون ته په اشارې سره، په دې برخه کې له تهران سره د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار وکړ.
-
بې اسناده افغان کډوالو ته اسلام آباد کې د اوسېدو اجازه نشته
Nov 30, 2024 02:43د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي چې له یوې میاشتې وروسته به بې اسنادو افغان کډوالو ته په اسلام آباد کې د اوسېدو اجازه ورنکړل شي.
-
افغانستان او د ایران له مېلمه پالنې قدرداني
Nov 18, 2024 10:40د افغان طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي، په تېرو څلورو لسيزو کې له ميليونونو افغان کډوالو څخه د ايران د اسلامي جمهوريت د مېلمه پالنې له امله د قدردانۍ ترڅنګ، ټينګار کړی چې کابل د بنديانو د لېږدونې په برخه کې له ايران سره همکارۍ ته ژمن دی.
-
د ایران حکومت پرېکړه کړې، چې ټول قانوني او نا قانونه کډوال تنظیم کړي
Nov 15, 2024 10:10د ایران د عدلیې وزارت مرستیال او د افغان بندیانو د انتقال د کمېټې مشر عسکر جلالیان ویلي چې د ایران د اسلامي جمهوریت حکومت پرېکړه کړې، چې ټول قانوني او غیر قانوني کډوال تنظیم کړي.