آلمان  په جرمونو تورن افغانان له خپلې خاورې باسي
(last modified Fri, 24 Jan 2025 02:48:37 GMT )
Jan 24, 2025 07:18 Asia/Kabul
  • آلمان  په جرمونو تورن افغانان له خپلې خاورې باسي

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر پرون په برلین کې وویل، جرمني هڅه کوي چې په جرمونو نور تورن افغانان، افغانستان ته واستوي.

آغلې فیزر دا خبره یوه ورځ وروسته له هغه وکړه چې یوه افغان پناه غوښتونکي د چاړې په چړې سره د یوه ماشوم په ګډون دوه تنه ووژل او وروسته ونیول شو.

آغلې فیزر ویلي: «موږ په اروپا کې یوازینی هېواد یوو چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته مو لومړی ځل جدي مجرمان بیرته افغانستان ته استولي دي. او زه غواړم په ډاګه کړم چې موږ په سختۍ سره کار کوو چې نور مجرمان هم افغانستان ته واستوو.»

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې د اروپایي اتحادیې د ډبلین پر اصولو هم نیوکه وکړه، چې پر اساس یې کډوال باید هغه هېواد ته واستول شي، چې لومړی ورغلي دي. د جرمني په جنوب کې د اشافنبورګ ښار مشکوک بریدګر د بلغاریا له لارې جرمني ته راغلی وو.