بریټانیا د سلګونه افغانانو د کډوالۍ غوښتنې رد کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i156760-بریټانیا_د_سلګونه_افغانانو_د_کډوالۍ_غوښتنې_رد_کړې
د رسنیو په حواله، د بریټانیا حکومت د هغو افغانانو د کډوالۍ غوښتنلیکونه رد کړل، چې ټرمپ یې د الوتنو مخه نیولې وه.
(last modified 2025-01-27T21:44:29+00:00 )
Jan 28, 2025 02:03 Asia/Kabul
  • بریټانیا د سلګونه افغانانو د کډوالۍ غوښتنې رد کړې

د رسنیو په حواله، د بریټانیا حکومت د هغو افغانانو د کډوالۍ غوښتنلیکونه رد کړل، چې ټرمپ یې د الوتنو مخه نیولې وه.

د راپور له مخې، دا هغه کډوال دي چې په پاکستان کې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د ټرمپ په امر د ۱۶۰۰ هغو افغان کډوالو الوتنې لغوه شوې چې په پاکستان کې مېشت دي او امریکا ته د لېږد په تمه وو.

یادو کډوالو له بریټانیا څخه غوښتي چې خپلې دروازې د دوی پروړاندې پرانیزي، څو له پاکستانه چې له ځورونو سره مخ دي ووځي.