-
پاناما ته څېرمه د یو شمېر افغان کډوالو بېړۍ ډوبه شوې
Feb 18, 2024 02:08راپورونه وایي، چې پاناما ته څېرمه د یو شمېر افغانانو په ګډون، د ناقانونه کډوالو بېړۍ په سمندر کې ډوبه شوې ده.
-
طالبانو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د استادانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې له ایران څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه
Feb 18, 2024 01:54د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت، په کابل کې د ایران سفارت له کلتوري مسئولینو سره په کتنه کې له دوی څخه غوښتنه کړې چې د استادانو د ظرفیت لوړولو، درسي نصاب، کیفیت لوړولو او په ایراني سازمانونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د فارغانو د جذبولو په برخه کې همکاري وکړي.
-
طالبان د دوحې په جوړېدونکې غونډه کې ګډون نه کوي
Feb 18, 2024 00:49د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت تلویحاً د دوحې په راتلونکې غونډه کې خپل ګډون رد کړی دی.
-
په ساینس او ټکنالوژۍ کې د مېرمنو او نجونو ونډه اړینه ده
Feb 12, 2024 01:11اوچا یکشنبه د سلواغې پر ۲۲مه «په ساینس کې د ښځو او نجونو ونډې د نړیوالې ورځې» په مناسبت یو پیغام کې په ساینس، ټکنالوژۍ او نوښتونو کې د مېرمنو او نجونو په بشپړ ګډون ټينګار کړی دی.
-
ایران د افغانستان د پوهنې له برخې څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي، نور حال په راپور کې واورئ
Feb 11, 2024 02:33په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي او د ایران د سفارت کلتوري سلاکار سید روح الله حسیني په کابل کې د سرپرست حکومت د پوهنې له وزیر سید حبیب الله اغا سره کتلي.
-
له افغانستان څخه وتنه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې شېبه ده
Feb 11, 2024 02:17د امریکا پخواني ولسمشر او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوريپالو ګوند یو نوماند ډونالډ ټرمپ، له افغانستان څخه وتنه د دغه هېواد په تاریخ کې یوه «شرموونکې» شېبه بللې ده.
-
په باميان کې یوه ځوان ځانوژنه کړې
Feb 09, 2024 14:15ځايي سرچينې په دغه ولايت کې د يوه ځوان هلک د ځانوژنې خبر ورکوي.
-
کابل ته د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي سفر
Feb 09, 2024 12:30د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د دوحې راتلونکې ناسته، د افغانستان په اړه د معقولو خبرو اترو لپاره یو مهم فرصت وباله.
-
په روان کال کې په ننګرهار کې تر درې نیم زرو زیات مسلکي کسان پر دندو ګمارل شوي، نور جزئیات په راپور کې واورئ
Feb 08, 2024 04:50په ننګرهار کې د کاراو ټولنیزو چارو ریاست چارواکي وایي چې په روان کال کې تر درې نیم زرو تنو زیات کادرونه اومسلکي وګړي پر دندو ګمارل شوي دي. دچارواکو په وینا په ګومارل شویو کسانوکې سلګونه مېرمنې هم شاملې دي
-
طالبان له نړۍ سره د مثبتو اړیکو ساتلو پالیسي لري
Feb 08, 2024 01:42د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو ساتلو پالیسي لري.