پاناما ته څېرمه د یو شمېر افغان کډوالو بېړۍ ډوبه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i146354-پاناما_ته_څېرمه_د_یو_شمېر_افغان_کډوالو_بېړۍ_ډوبه_شوې
راپورونه وایي، چې پاناما ته څېرمه د یو شمېر افغانانو په ګډون، د ناقانونه کډوالو بېړۍ په سمندر کې ډوبه شوې ده.
(last modified 2024-02-17T21:40:32+00:00 )
Feb 18, 2024 02:08 Asia/Kabul
  • پاناما ته څېرمه د یو شمېر افغان کډوالو بېړۍ ډوبه شوې

راپورونه وایي، چې پاناما ته څېرمه د یو شمېر افغانانو په ګډون، د ناقانونه کډوالو بېړۍ په سمندر کې ډوبه شوې ده.

د پاناما د عامه خوندیتوب وزارت ویلي، په یاده  کښتۍ ۲۷ تنه غیر قانوني کډوال وو، چې ډېری یې افغانان دي.

سرچینې په مشخص ډول د مړو شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي او نه ده معلومه چې افغانان په مړو شویو کې شامل دي کنه؟

ویل شوي، چې په مړو شویو کسانو کې دوه ښځې، یو ماشوم او یو نارینه شامل دی.

د یادونې ده چې امریکا ته ډېر غیر قانوني کډوال د کولمبیا او پاناما ترمنځ پر سختو خطرناکو لارو ځي.

 تر دې وړاندې هم لسګونه غیر قانوني افغان کډوالو نورو هېوادونو ته پر لارو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، له افغانستان څخه په بېلابېلو لارو د کډوالۍ پراخه څپه پیل شوې او وخت په وخت په دې لړ کې د ناقانونه کډوالۍ د ځاني زیانونونو خبرونه ورکړل شوي.

طالب چارواکي ادعا لري، چې هېڅوک یې کډوالۍ ته نه دي اړ ایستلي، خو خلک وایي چې د اقتصادي او بشري ناورین تر څنګ، د طالبانو غچ اخیستونکي اقدامات او افراطي قیودات یې له هېواد څخه وتلو اصلي لاملونه دي.