-
په هرات کې ترهګریز بريد؛ ۵ تنه شهيدان او ۳ تنه نور ټپيان شوي دي
Dec 01, 2023 12:00نن د جمعې په ورځ د هرات ښار په لوېديځ کې د جبريل ښارګوټي په ملي بټۍ سيمه کې، ناپېژاندو وسله والو پر يوه زرنج موټرسایکل بريد کړى، چې له امله يې پنځه تنه شهیدان شوي او درې نور ټپيان دي.
-
د الاقصی شبکې د خبریال شهادت / د شهیدو خبریالانو شمېر ۷۱ تنو ته ورسېد
Dec 01, 2023 10:48خبري سرچینو پر غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم د نویو تیریو په لړ کې د الاقصی ټلویزیون د خبریال د شهادت خبر ورکړ.
-
په هند کې د افغانستان سفارت بیاځلې په فعالیت پیل وکړ
Dec 01, 2023 08:57د هند په پلازمېنه نوې ډیلي کې د افغانستان د سفارت د قونسلي چارو د بیا پیل خبر ورکړل شوی دی.
-
له افغانستان سره مرسته د نړۍ پر مسلمانانو فرض ده
Dec 01, 2023 08:29د اسلامي نړۍ د عالمانو ټولنې د پلاوي مشر ډاکټر علي قرداغي ویلي چې د افغانستان له خلکو سره مرسته د نړۍ پر ټولو مسلمانانو فرض ده.
-
کاناډا ۲۹۵ افغان کډاوال له پاکستان څخه انتقال کړل
Nov 30, 2023 13:23د کاناډا دولت وویل چې د افغانستان ۲۹۵ کډوال یې په یوه چارټر الوتکه کې له پاکستان څخه کاناډا ته منتقل کړې دي.
-
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رهبرۍ پلاوي د ننګرهار شیخ مصري پارک له ګڼو فابریکو لیدنه وکړه
Nov 29, 2023 11:10د شیرباز کمین زاده په مشرۍ د افغانستان صنایعو او کانونو خونې رهبرۍ پلاوي د ننګرهار ولایت شیخ مصري صنعتي پارک د ګڼو فابریکو له تولیدي چارو د لیدنې ترڅنګ، د صنعتکارانو ستونزې واورېدې.
-
د نړۍ لپاره به د طالبانو د رسميت پېژندنې پايلې ډېري ترخې وې
Nov 29, 2023 08:26د «جمعیت اسلامي افغانستان» ګوند لوړپوړی غړی محمد اسماعيل خان ویلي چې «نړۍ د طالبانو او افغانستان د شرایطو په ليدلو سره جرأت نه کوي، چې طالبانو ته مشروعيت ورکړي، د دې کار پايلې به ترخې وي.»
-
طالبانو په بدخشان کې د تحریر ګوند ۴۵ غړي نیولي
Nov 29, 2023 08:09د بدخشان ځايي سرچينې وايي، د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې د طالبانو استخباراتو ادارې د تحرير ګوند ۴۵ غړي نيولي، چې ټول يې ځوانان او د بدخشان پوهنتون محصلين دي.
-
نړۍ عملاً په رسمیت پېژندلي یوو
Nov 29, 2023 07:49د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی ادعا لري چې نړیوالې ټولنې په عمل کې د دوی حکومت په رسمیت پېژندلی دی.
-
د پاکستان خارجه وزارت د افغانستان د سفارت سرپرست احضار کړ
Nov 29, 2023 01:16د پاکستان خارجه وزارت په هغه څه باندې په اعتراض کې چې په دغه هیواد کې د ځان مرګي حملو کې د افغان ښاریزو ګډون بلل شوی د افغانستان دسفارت سرپرست احضار کړ.