-
په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه یو ګډ کمیسیون جوړ شو
Oct 22, 2023 01:51د افغان طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له پلاوي سره په کتنه کې د ترکیې د کډوالو د چارو مشر اعلان وکړ چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د یوه ګډ کمیسیون په جوړولو سره به ډېر ژر افغانستان ته سفر وکړي.
-
افغان ویلچر باسکټبالانو فلپین ته ماتې ورکړه
Oct 22, 2023 01:41د افغانستان د ویلچرباسکټبال ملي لوبډلې د چین په کوربه توب د پارا المپیک آسیایي لوبو په لړ کې د فیلیپین ویلچرباسکټبال ملي لوبډلې ته ۵۳ پر ۴۹ نمرو ماتې ورکړه.
-
د افغان زده کوونکو د ملاتړ لپاره ۹،۹ میلیونه یورو مرسته اعلان شوه
Oct 22, 2023 01:06اروپایي ټولنې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د زده کوونکو د ملاتړ په موخه؛ ۹،۹ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.
-
افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره ملي خبرې اړینې دي
Oct 22, 2023 01:03د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دې هېواد لپاره د ملګرو ملتونو سازمان له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سنیرلي اوغلو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټيکاو ټینګښت یوازینۍ لار، ملي تفاهم بللی دی.
-
پاکستان دې د افغان کډوالو پر ایستلو بیا غور وکړي
Oct 21, 2023 01:42د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال په افغانستان کې د پاکستان له سفير عبيدالرحمن نظاماني سره کتل دي.
-
په بادغیس ولایت کې یوه سړي خپلې دوې مېرمنې وژلي
Oct 21, 2023 01:29د افغانستان په بادغیس ولایت کې یوه کس خپلې دوه مېرمنې د ښکاري ټوپک په واسطه وژلي دي.
-
یوه ترکي کمپنۍ په افغانستان کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره ښارګوټی جوړوي
Oct 21, 2023 01:27د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالمجید آخند په خپل کاري دفتر کې د ترکیې هېواد د (SKM) کمپنۍ له مشر ډاکټر عباس فرساد سره وکتل.
-
ننګرهار کې به شاوخوا یونیم میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي
Oct 20, 2023 04:24چارواکي وایي دا ځل تر لسو کالو پورې عمر لرونکو کوچنیانو ته دا واکسین ورکول کېږي. نور حال زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ
-
یوناما د طالبانو له بنده د 'مرتضی بهبودي' د خوشې کېدو هرکلی کړی
Oct 20, 2023 01:27په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما د طالبانو له بنده د افغاني الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي د خوشې کېدو هرکلی کړی دی.
-
د هرات له زلزله ځپلو سره د تاجکیستان مرستې را ورسېدې
Oct 20, 2023 01:20د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو په لړ کې تېره ورځ د تاجکستان بشري مرستو جوپه هم را ورسېده.