پاکستان دې د افغان کډوالو پر ایستلو بیا غور وکړي
د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال په افغانستان کې د پاکستان له سفير عبيدالرحمن نظاماني سره کتل دي.
د کلید ګروپ د خبر له مخې، د ارګ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې عبدالسلام حنفي له پاکستاني سفیره غوښتي، چې هېواد یې باید د افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړې بیا کتنه وکړي.
نوموړي ویلي، چې دا ډول پرېکړې د دواړو هېوادونو ترمنځ واټن رامنځته کولای شي، چې د هېڅ لوري په ګټه نه دی.
حنفي زیاته کړې، چې دوی د پاکستان په ګډون، له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو او مثبت تعامل غوښتوونکي دي.
هغه څرګنده کړې، چې په تورخم او سپين بولدک کې دې د افغانانو تګ راتګ لپاره اسانتیاوې برابرې شي او دغه راز دې پاکستان کې نیول شوي افغانان له زندانونو خلاص شي.
په ورته مهال پاکستاني سفیر د ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی.
هغه ویلي، چې هڅه کوي ټول هغه مسائل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ فاصلې رامنځته کوي د تفاهم له لارې حل کړي.