په بادغیس ولایت کې یوه سړي خپلې دوې مېرمنې وژلي
Oct 21, 2023 04:59 Asia/Kabul
د افغانستان په بادغیس ولایت کې یوه کس خپلې دوه مېرمنې د ښکاري ټوپک په واسطه وژلي دي.
د کلید ګروپ د خبر له مخې، د یاد ولایت امنیه قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د قادس ولسوالي په «حاجي قربان ها» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د یادې پېښې علت کورنی تاوتریخوالی بلل شوی دی.
د بادغیس ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند صدیق الله صدیقي ویلي چې قاتل له سیمې تښتېدلی او اوس مهال یې د نیولو هڅې روانې دي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د کورنۍ تاوتریخوالي له امله، ورته پېښې رامنځته شوې دي.
ټیګونه