Pars Today
فارس خبري اژانس وايي د اروپايي شورا مشر شارل میشل له دغه اتحادیې څخه د انګلستان د وتلو د موافقې د لاسلیک کولو خبر ورکړ .
د پاکستان د روغتیا وزارت د دغه هیواد د تیر وزیراعظم نواز شریف میډیکل رپورټ دوکه او غولول وبلل.
زمونږخبریال وایی په لندن کښې د ایران سفیر حمید بعیدی نژاد د ټرامپ له موافقې سره د اټومی تړون د ځاې ناستی کولو لپاره د انګلستان د لومړی وزیر بوریس جانسن پلان رد کړ .
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کښې په تهران کښې د بریطانیا د سفیر غیرقانوني او غیرمسلکي اقدام او په یوه داخلي تجمع کښې د هغه مشکوک شتون او هم د نورو انګلیسي چارواکو بې ځایه څرګندونې وغندلې.
د ایران خارجه وزیر: بریطانیا، فرانسه او جرمني نه شي کولې چې د امریکې په تعظیم سره برجام وژغوري.
د ایران لپاره د بریطانیا سفیر "راب مک ایر" Rob Macaire پرون مازیګر د تهران د امیر کبیر پوهنتون مخې ته د مشکوکو تحرکاتو د پلانولو او لمسولو په وجه د څو ساعتونو لپاره ونیوی شو.
د ایران د خارجه وزارت ویاند په تهران کښې د یوکراین د یوې مسافري الوتکې د پریوتو په هکله وویل: ایران د نړیوالو معیارونو او او آیکاؤ د ضوابطو په بنیاد د دغې الوتکو د نسکوریدو د علت په هکله تحقیقات پیل کړې دي.
امریکا د نړیوالو قوانینو له مخې دنده لري چې ملګرو ملتو ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف په شمول د بهرنیو هیوادونو د رسمي چارواکو د تګ راتګ امکان برابر کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د جرمني او انګلستان له خارجه وزیرانو سره په ټیلیفوني خبرو کښې د سیمې د واقعیتونو نه درک کول د اروپا سټراټیجکه غلطي وبلله.
زمونږ خبریال وایی د ایران امنیتی ځواکونو پرون یوشمیر جنګی مهمات او وسلې چې په امنیتی ضد هدفونو سره له لویدیځو سرحدونو څخه هیواد ته راوړل شوی وې سمدستې وپیژندلې او کشف او ضبط یې کړې .