-
امريکا او اسرائيلو ته د سپاه پاسدارانو خبرداری؛مقاومت ماته نه خوري
Sep 27, 2025 08:50پارس ټوډي -د ایران د اسلامي انقلاب سپاە پاسداران په يوې بيانيې کښې ټينګار کړی چې د وحشي صهيونسټي او امريکائي بهیرونو وهمي خوبونه او سپير پلانونه به دې ځل هم د دښمنانو لپاره له رسوائۍ او بې شرمئ پرته بله نتیجه ونه لري.
-
ملګري ملتونه؛د نتانیاهو د انزوا صحنه؛د نتنیاهو مخاطبې خالۍڅوکۍ
Sep 27, 2025 08:15پارس ټوډي – د ملګرو ملتونو دعمومی اسمبلۍ په غونډې کې لسګونو ډیپلوماټان د نتانیاهو د وینا له پیل سره سم له هاله ووتل؛ دا د غزې د جنګ په وړاندې یو ښکاره اعتراض ؤ چې په عربي او اسرائیلي رسنیو کې ئې پراخ انعکاس وموند.
-
د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس باید د ایران په اټومي مرکزونو بریدونه غندلای
Sep 27, 2025 07:43ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د ولسمشر مرستیال او د اټومي انرژۍ ادارې مشر «محمد اسلامي» ټینګار وکړ تهران خبرو اترو ته ژمن او پاې بند دی او د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس باید د ایران په سوله ئیزو اټومي مرکزونو باندې تیریګرې حملې غندلای.
-
د ایران مقابل لوري په هر شي کښې د ژمنو خلاف ورزۍ کوي
Sep 27, 2025 07:26ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ایکس انیټرنیټ پاڼه کښې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي دفتر ته اړونده اکاونټ د ملګروملتونو د امنیت شورا د غونډې له ختمیدا وروسته چې د ایران پرضد د بندیزونو له بیرته ګرځولو سره یوځاې وه نوي پیغامونه خپاره کړل.
-
افغان طالبانو ۲۹ کاله پخوا په همدې ورځ کابل ونیولو
Sep 27, 2025 02:36له نن څخه ۲۹ کاله پخوا د ۱۹۹۶ د سپټمبر په ۲۷مه افغان طالبانو د کابل په لمنو کې له یوې نسبتاً اوږدې جګړې وروسته دا ښار د ختیځ له لوري ونیولو.
-
شهبازشریف: ترهګرې ډلې له افغان خاورې پر پاکستان بریدونه کوي
Sep 27, 2025 02:23د پاکستان لومړي وزیر ویلي چې، د افغان طالبانو حکومت باید بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی او د ترهګرو ډلو پر وړاندې مؤثر اقدامات ترسره کړي.
-
په ملګرو ملتونو کې د افغان نجونو پر تعلیم د بندیزونو پر لرې کولو ټینګار وشو
Sep 27, 2025 02:12د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په یوه ناسته کې ټینګار وشو چې د طالبانو حکومت باید د نجونو پر زده کړو لګېدلی بندیز لرې کړي.
-
لاریجاني: د اروپا خالي ژمنو، ایران د برجامي ژمنو کمولو ته اړ کړ - د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا: په غزه کې د اسرائیلو اقدامات د «نسل وژنې» حقوقي بېلګې دي
Sep 27, 2025 01:52پارس ټوډې - د ایران اسلامي جمهوریت د ملي امنیت عالي شورا منشي وویل: اروپایانو یو کال ایران په خالي ژمنو سره په تمه وساته او هېڅ اقدام یې ونه کړ. اوس که پلان دی چې څوک سزا شي، نو دا امریکا او اروپا دي، نه ایران.
-
حماس: په غزه کې د صهیونیسټي رژیم له خوا د ۲۵۱ خبریالانو شهادت، د ټولو قوانینو ښکاره نقض دی
Sep 27, 2025 01:50پارس ټوډې - د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) اعلان کړی چې پر غزې باندې د نسل وژنې جګړې له پیل راهیسې د ۲۵۱ خبریالانو شهادت یو ناوړه جرم او د ټولو نړیوالو قوانینو، تړونونو او عرفونو ښکاره نقض دی چې صهیونیسټي اشغالګر رژیم د نړیوالو سترګو په وړاندې ترسره کړی دی.
-
ایران د سوله ییزې اټومي انرژۍ له حق څخه د ګټې اخیستنې پر خپل مشروع حق ټینګار کوي
Sep 27, 2025 01:42پارس ټوډې - د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په خپل ایکس حساب کې لیکلي: ایران د سوله ییزې اټومي انرژۍ له حق څخه د ګټې اخیستنې پر خپل مشروع حق ټینګار کوي او نړۍ ته د دوه ګونو او منافقانه معیارونو په وړاندې د مقاومت بلنه ورکوي.