شهبازشریف: ترهګرې ډلې له افغان خاورې پر پاکستان بریدونه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i165112-شهبازشریف_ترهګرې_ډلې_له_افغان_خاورې_پر_پاکستان_بریدونه_کوي
د پاکستان لومړي وزیر ویلي چې، د افغان طالبانو حکومت باید بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی او د ترهګرو ډلو پر وړاندې مؤثر اقدامات ترسره کړي.
(last modified 2025-09-27T01:26:56+00:00 )
Sep 27, 2025 05:53 Asia/Kabul
  • شهبازشریف: ترهګرې ډلې له افغان خاورې پر پاکستان بریدونه کوي

د پاکستان لومړي وزیر ویلي چې، د افغان طالبانو حکومت باید بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی او د ترهګرو ډلو پر وړاندې مؤثر اقدامات ترسره کړي.

شهباز شریف په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په اتیایمه عمومي اسمبله کې وویل چې هېواد یې د افغانستان د "نږدې ګاونډي او ورور هېواد" په توګه د دغه هېواد په سولې او ثبات کې مستقیمه ګټه لري.

هغه پرون جمعه د ملګرو ملتونو په اتیایمه عمومي اسامبله کې ټینګار وکړ چې د افغانستان د پرمختګ او هوساینې کلي د سیمې په ثبات او اتصال کې نغښتې ده.

د هغه په وینا، پاکستان له ټولو شریکانو سره په تعامل کې دی، څو افغانستان سره بشردوستانه مرستې دوام ومومي، د دې هېواد له اقتصادي پرمختګ ملاتړ وکړي او د یوه ټولګډ‌ونه سیاسي چوکاټ رامنځته کېدو ته هڅونه وکړي.

تازه د روسیې، چین، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په څلورمه اړخیزه ناسته کې، د افغان طالبانو له حکومته وغوښتل چې د ترهکرۍ پر وړاندې عملي، مشخص او سنجول شوي اقدامات ترسره کړي، ټولې تروریستي ډلې له منځه یوسي، د تروریزم روزنیزو مرکزونو او اړوند تأسیسات یې له منځه ونیسي او د تروریستانو د جلب او جذب، مالي تمویل او وسلو ته یې د لاسرسی مخه ونیسي.

خو د افغان طالبانو حکومت تل دا ادعاوې رد کړي او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې هېڅ تروریستي ډله نشته او خاوره به یې هم د هېڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي.