امريکا او اسرائيلو ته د سپاه پاسدارانو خبرداری؛مقاومت ماته نه خوري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i165126-امريکا_او_اسرائيلو_ته_د_سپاه_پاسدارانو_خبرداری_مقاومت_ماته_نه_خوري
پارس ټوډي -د ایران د اسلامي انقلاب سپاە پاسداران په يوې بيانيې کښې ټينګار کړی چې د وحشي صهيونسټي او امريکائي بهیرونو  وهمي خوبونه او سپير پلانونه به دې ځل هم د دښمنانو لپاره له رسوائۍ او بې شرمئ پرته بله نتیجه ونه لري.
(last modified 2025-09-27T07:52:29+00:00 )
Sep 27, 2025 12:20 Asia/Kabul
  • امريکا او اسرائيلو ته د سپاه پاسدارانو خبرداری؛مقاومت ماته نه خوري

پارس ټوډي -د ایران د اسلامي انقلاب سپاە پاسداران په يوې بيانيې کښې ټينګار کړی چې د وحشي صهيونسټي او امريکائي بهیرونو  وهمي خوبونه او سپير پلانونه به دې ځل هم د دښمنانو لپاره له رسوائۍ او بې شرمئ پرته بله نتیجه ونه لري.

د اسلامي انقلاب سپاە پاسدارانو د مقاومتي چورلیز د مشرانو د شهادت د کليزې په مناسبت په يوې بيانيې کښې ټينګار وکړ: د صهيونسټي او امريکائي بهیرونو  وهمي خوبونه او سپیر پلانونه چې د مقاومت د کمزوري کولو يا د له مینځه وړلو په موخه  ئې لري، څو ځله له ماتې سره مخ شوي او د خداى په فضل سره به دې ځل هم د دښمنانو لپاره له رسوائۍ او سپکاوي  او بې شرمه کیدا پرته بله پايله ونه لري.

د پارس ټوډي د راپور له مخې، د سپاە پاسدارانو  د بيانيې په يوې برخې کښې راغلي دي ؛ د لبنان د اسلامي مقاومتي غورځنګ د مشرانو،شهید سيد حسن نصرا...، شهیدسيد هاشم صفي الدين، د حزب ا... ولسی  غورځنګ د نورو  لوړپوړو قوماندانانو او مسؤلانو لکه د لبنان د جنوبي جبهې قوماندان حاج عبدالمنعم کرکي (حاج ابوالفضل) ، د شهيد نصرالله د دفتر مشر حاج سمير ديب (حاج جهاد) ، د شهيد حسن نصرا... د امنيت مسؤل حاج ابراهيم جزيني (حاج نبيل) او د حزب ا... نورو لوړپوړو قوماندانانو او مسؤلانو او د اسلامي انقلاب د سپاە پاسدارانو سرلوړی  سردار او د ایران د اسلامي جمهوريت لوړپوړي پوځي سلاکارسردار  پاسدار عباس نيلفروشان د شهادت د کليزې په درشل کښې، چې د بيروت په ضاحيه کښې د وحشي  صهيونسټي رژيم په ترهه ګر بريد  کښې شهيدان شول؛ د اسلامي انقلاب سپاە پاسداران، د اسلامی  انقلاب ستر لارښود او د درستو قواؤ لوی قوماندان حضرت امام خامنه اي (مدظله العالي)، د شهيدانو قدرمنو  کورنيو، د مقاومت ځواکونو او د سيمې ملتونو ته تسليت او مبارکي وړاندې کوي او د مقاومت پر اصولو او ارمانونو د وفادارۍ او د شهيدانو د وينې ته په  درناوي په ټينګار سره، ځیني  سټراټيژيک  ټکي د اسلامي امت په تیره بیا  د ایران عزتمند  او قدرمن ملت ته اعلانوي:

۱. د اسلامي امت امنيت او عزت د قربانۍ او مقاومت پايله ده

نن سبا  د اسلامي امت او د سيمې د هيوادونو امنيت او عزت د سياسي جوړجاړي يا د دښمن د نفسیاتي جګړې او فکري مبارزې په وړاندې د ويرې پايله نه ده، بلکې د مومنو مجاهدينو او د مقاومتي  چورلیز د مبارزانو د قربانئ او سرښندنې نتیجه ده، چې د داعش له تکفیري فتنې سره د مقابلې او د صهيونسټي نیواک  او تېريو پر وړاندې د دفاع په سختو  او پیچلو ډګرونو کښې ترسره شوې. په حقيقت کښې د دغو شهيدانو وينه د سيمې د ملتونو د امنيت د بقا او د ثبات او اسلامي هويت د ساتنې لپاره د سټراټيژيکې سرمائې ضامنه ده.

۲. مقاومت؛ د استکبار پر وړاندې د مقابلې يوازېنۍ عقلاني لاره

تاريخي تجروبې او ميداني واقعيتونه ښئي چې فعال او هوښيار مقاومت د سيمې د حکومتونو او ملتونو لپاره د استکبار او نړيوال صهيونزم د پراختيا غوښتنې پر وړاندې يوازينۍ اغېزشیندونکې او عقلاني لاره ده. بې شکه، هر ډول شاتګ او د تپل شويو جوړجاړيو او ذليلانه سازشونو پر  اساس  تکیه کول، يوازې د دښمن د جرائت او ګواښونو د زياتوالي او پر ملتونو د سپکاويو د تپلو لامل کيږي.

۳. د مقاومت د کلتور نه ماتېدونکی ماهيت

په غزې کښې د صهيونسټي رژيم د جنايتونو او ناکامو بريدونو زياتوالی د مقاومت د جبهې د تل پاتیکیدا او نه ماتیدونکي ماهيت او د دغه خونخوار  او تیریګر رژيم د بې وسي څرګندوي چې د مقاومت اور مَړ کړي. مقاومت  داسې بنسټ نه دی چې په سياسي او امنيتي پروسو کښې له مینځه ولاړ شي، بلکې يو ژوندی او ريښې لرونکی هويت، فکر او کلتور دی چې د سيمې په ملتونو کښې هره ورځ لا ژَور او پیاوړی کيږي.

۴. شهيد مشران؛ د اسلامی انقلاب د امامینو د مکتب شاګردان

سيد حسن نصرا... او سيد هاشم صفي الدين د حضرت امام خميني (رح) او د اسلامی انقلاب د ستر لارښود (مدظله العالي) د مکتب دوه غوره شاګردان وو چې د ايمان، عقلانيت، تدبير او بې نظيرې زړورتيا سره ئې د مقاومت جبهه د اسلامي امت د عزت سمبول او په سيمه ييزه او نړيواله کچه يو سټراټيژيک ځواک بدله کړه.

۵. د شيخ نعيم قاسم پیاوړي رهبري

د اسلامي انقلاب سپاە پاسداران د حزب ا... ولسی غورځنګ  د شهيدو مشرانو غوره  او وړ جانشين، حجت الاسلام والمسلمين شيخ نعيم قاسم په اصولو د ولاړو دريځونو او سټراټيژيک  رول  ستاينه کوي او د هغه د زړَورې او عالمانه رهبرۍ او د لبنان د امنيت د ساتنې او د مقاومت د لارې د دوام لپاره د حزب ا... له مجاهدانه هڅو څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلانوي.

۶. د امريکا او صهيونزم د پروژو ناکامي

د صهيونسټي او امريکائي بهیرونو  وهمي خوبونه او سپير پلانونه چې د مقاومت د کمزوري کولو يا د له مینځه وړلو په موخې سره جوړ شوي، څو ځله له ماتې سره مخ شوي او د خداى په فضل سره به دې ځل هم د دښمنانو لپاره له رسوائۍ او سپکاوي پرته بله نتیجه  ونه لري. د دښمن د شيطاني غوښتنو پر خلاف، مقاومتي چورلیز  اوس  نه يوازې کمزوری شوی نه دی، بلکې د سيمې د  انډول جوړوونکي عامل په توګه د هغو روڼتيا او ځلیدا او خوریدا لا څرګنده ده.

۷. د مقاومت د پیاوړتیا او ملاتړ لپاره د سپاە پاسدارانو رسالت

په اوسنيو حساسو او نازکو شرايطو کښې، د اسلامي انقلاب سپاە پاسدارانو د سيمې په جغرافيې کښې د مقاومت ملاتړ او حمايت په خپل کاري پلان کښې لري او د نیواک  د له مینځه وړلو او د قدس شريف د آزادۍ تر لاسته کولو پورې د دغې لارې دوام يو الهي، ملي او نه دریدونکی ماموريت ګڼي.

په پاي کښې ټينګار کيږي چې د مقاومت د مشرانو شهادت د اسلامي ویښتیا او د صهيونزم ضده جبهې د پیاوړتیا په لاره کښې يو بدلون راوستونکی ټکی دی او د سيمې ټول ملتونه بايد د هوښيارۍ، يووالي او د مقاومت د لارې د دوام له لارې خپل تاريخي رسالت ترسره کړي؛ د سيمې راتلونکی د ملتونو په ارادې پورې تړلی دی او د ملتونو اراده د دښمنانو د ماتې او د مقاومت د قطعي بريا پراساس ولاړه ده.