-
تفسیر : آیا د غزې د خلکو ستونزه یوازې د فلسطین په رسمیت پېژندل دي؟
May 30, 2025 11:17پارس ټوډی - په داسې حال کې چې د غزې پر تړانګه بې دریغه بمبارۍ خپلې شلمې میاشتې ته داخلې شوي او د وژل شویو ماشومانو زړه بوږنوونکي انځورونه د منځني ختیځ د ورځني ژوند برخه شوي، څلورو اروپايي هېوادونو (هسپانیې، آیرلنډ، سلووینیا او ناروې) په یوه ګډه اعلامیه کې غوښتنه کړې چې فلسطین ته د ملګرو ملتونو بشپړ غړیتوب ورکړل شي.
-
رویټرز: امریکا د غزې لپاره د اوربند طرحه جوړه کړې
May 30, 2025 10:26رویټرز راپور ورکړی چې متحده ایالاتو د غزې لپاره یوه طرحه چمتو کړې چې له مخې یې د ۶۰ ورځو اوربند او په لومړۍ اوونۍ کې د ۲۸ اسرائیلي بندیانو خوشې کول وړاندیز شوي.
-
د ایران اسلامي جمهوریت هیڅکله د اټومي وسلو د جوړولو هڅه نه ده کړي
May 30, 2025 02:53ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل مونږ د ایران په اسلامي جمهوریت ډاکټرین کښې هیڅکله د اټومي وسلو لپاره اهمیت ته قائل نه یوو.
-
د ایران د شیعه وو او د اهل سنتو وحدت د اسلامي نړۍ لپاره بیلګه ده
May 30, 2025 02:22ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د حاجیانو سرپرست حجت الاسلام و المسلمین «سید عبدالفتاح نواب» په یوې وینا کښې دې ته په اشارې سره چې په ایران کښې د شیعه او د سني وحدت د اسلامي دنیا لپاره یوه بیلګه کیدلای شي ټینګار وکړ په پریکنده توګه دښمن نه غواړي چې اسلامي دنیا پیاوړي شي ځکه چې په دغه بڼه کښې هیڅ قدرت مسلمانان نشي ماتولای.
-
د هر ډول موافقې لاره له خبرو تیریږي نه له رسنیو
May 30, 2025 02:05ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د رسنیو ځینو ګونګوسو ته په غبرګون کښې چې ویلي دي د ایران او د امریکا ترمینځ زر موافقه کیدونکي ده په ایکس پاڼه کښې ولیکل رسنۍ هماغه راز د ایران او د امریکا ترمینځ زر د موافقې د لاسلیک کیدا په هکله ګونګوسې خپروې او زه مطمئنم نه یم چې واقعا په دغه پړاو کښې وو.
-
صهیونیسټ رژيم په سیمه او نړۍ کښې د ناامنۍ او د شرارت عامل دی
May 30, 2025 01:17ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر «علي اکبر احمدیان»په ماسکو کښې د لوړرتبه امنیتي چارواکو د دیارلسمې نړیوالې غوڼډې په څنګ کښې په خبرو کښې وویل غاصب صهیونیسټ رژیم د سیمې د ټولو هیوادونو ، د جنوب لویدیځې اسیا او حتی د دنیا لپاره د ګواښ او د ناامنۍ عامل ګڼل کیږي.
-
د ایران او روسیې د ګډو پروژود بشپړولو چټکتیا اړینه ده
May 29, 2025 11:45پارس ټودي - د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د لوړې شورا منشي علي اکبر احمدیان او د روسیې د ملی امنیت د لوړې شورا له منشي سرګئ شویګو سره په مسکو کې په خپلې کتنې کې د دوهاړخیزو اړیکو پر پراختیا او د دواړو هیوادونو د ګډو پروژو پر چټک عملي کولو ټینګار وکړ.
-
د ایران د اهل سنتو خبرونه | د عالمانو له درناوي څخه نیولې بیا د ایراني کرد اهل سنت ادیب قلم ههژار تر نړیوالي جشنواري پورې
May 29, 2025 11:44پارس ټوډې - د ارومیه د اهل سنت د جمعې لمانځه امام وویل: د حج لویه راټولېدنه، د اسلامي نړۍ د یووالي، انسجام او یوموټي کېدو سمبول دی.
-
انصاف تر ټولو ښکلی اخلاقي صفت
May 29, 2025 11:06پارس ټوډې - د اسلام له نظره، انصاف د مؤمنانو یو له خورا ښکلي اخلاقي ځانګړتیاوو او صفتونو څخه دی.
-
د ایران او افغانستان د ترانزیټ او سوداګرۍ په ودې کې د دوغارون رول
May 29, 2025 10:25د ایران د د خراسان رضوي ولایت د نړیوالو ټرانسپورتي شرکتونو د اتحادئې مشر د فعالو شرکتونو د شمېر زیاتوالي ته په اشارې سره، د دوغارون سرحد د هیواد په ختیځ کې د اقتصادي مرکز په توګه مهم وباله او د ایران او افغانستان د سوداګرۍ په پراختیا کې ئې پر رول ټینګار وکړ.