-
د امریکائي چارواکو ګواښونکي څرګندونې به روان شرائط لا پیچلي کړي
Apr 03, 2025 02:55پارس ټودې – د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر د امریکائي چارواکو دلمسؤنکو څرګندونو په ضد د اروپائي اتحادئې د دریځ نه ښودلو باندې چې بې شکه د نړیوال امنیت او سولې ګواښونکي حسابیږي، نیوکې وکړې.
-
د روسیې اقدام له افغانستان سره نوي فرصتونه رامینځةکوي
Apr 03, 2025 02:52په دوحې کې د افغانستان د طالب حکومت دسیاسی دفتر مشر، د طالبانو د فعالیت د ممنوعیّت د ځنډولو لپاره د روسیې د لوي څارنوال په غوښتې پسې ووئیل؛ دغه اقدام د افغانستان اوروسیې ترمینځ د خبرواترو او ملګرتیا لپاره د نوو فرصتونو د رامینځةکیدا سبب کیدلی شي.
-
دغزې مظلوم خلک د نسل وژنې او اجباري کوچیدا له خطرې سره مخ دي
Apr 03, 2025 02:50د عراق د البدر تنظیم عمومی منشي پر درستې سیمې د امریکا او ایران د جنګ د نتیجو په باب په خبرداری ورکولو سره ووئیل،د غزې خلک د اجباري کوچیدا او د نسل وژنې په درشل کې دي.
-
اسرائیلو د عامو فلسطینانو قتل عام زیات کړی دی
Apr 03, 2025 02:44پارس ټوډې - د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مسئولانو په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي ريژم د پوځي عملیاتو د پراختیا په باب خبرداری ورکړی چې د اسرآئیلو پوځي عملیات د عامو خلکو د لازیات قتل عام سبب شوي او د فلسطین د ملت لپاره بوږنونکی پایلې لري.
-
د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د سلاکار په څرګندونو عبری رسندویو پراخ غبرګونه وښودل
Apr 03, 2025 01:44پارس ټوډې- د اسلامی انقلاب د ستر لارښود د سلاکار ډاکټر علی لاریجاني له وروستۍ مرکې وروسته او د ایران د ګواښلو په بڼه کې دایټمی وسلو په جوړولو د هغه په ګواښ پسې ددغه ایراني شخصیّت څرګندونې په نیواکي ټاټوبو کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
-
چین په امریکاکې دچیني شرکتونو پانګونې محدودې کړې
Apr 03, 2025 01:19په امریکا کې د چیني شرکتونو د پانګونې دمحدودیّت اعلان په داسې حال کې دی چې تمه کیږي، دامریکا حکومت په چارشنبې ورخې د چین پشمول د نورو هیوادونو په ضد نوی تجارتي ټیرفونه هم اعلان کړي دي چې پاکستان هم پکې شامل دی
-
اسلامی ملتونه دې په وحدت سره د فلسطینی ملت په ضد جنایتونه ودروي
Apr 03, 2025 01:08د ایران دا سلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان پرون ناوخته د تیونیس له ولسمشر ښاغلي قیس سعید سره په ټيلیفوني خبرو کې د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت په مبارکۍ او دهغه او د هغو د هیواد د ولس د عبادتونونو د قبلیدا په هیلې سره ، د فلسطین د آزادۍ له آرمان او د غزې د مظلومو خلکو له دفاع په ملاتړ کې ددغه هیواد دریځونو قدرونه وکړه.
-
ایران په هېڅ شرایطو کې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو په لټه کې نه دی
Apr 02, 2025 13:51ټارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت به په هېڅ ډول شرایطو کې د اټومي وسلو په لټه کې نه وي او نه یې تولیدوي.
-
د اسلامي نړۍ یووالی د سترو قدرتونو د باج غوښتنو پر وړاندې د درېدو یوازینۍ لاره ده
Apr 02, 2025 12:39پارس ټوډې - امام خامنه يي د تېرې دوشنبې په ورځ د ایران د نظام له چارواکو، د اسلامي هېوادونو له سفیرانو او د ایران د خلکو له مختلفو طبقو سره په کتنه کې، د اسلام مخ پر زیاتیدونکي عزت او د سترو قدرتونو له زور ویلو او باج غوښتلو سره مقابله، د اسلامي امت د وحدت او بصیرت په سیوري کې وبلله.
-
په ایران کښې د طبیعت ورځ؛ په نړۍ کښې تر ټولو ستر کورنۍ پیک نیک
Apr 02, 2025 10:06پارس ټوډې - نن چهارشنبه (د اپریل دویمه) د وري د میاشتې دیارلسمه نېټه د ایران په رسمي کال هینداره کې د طبیعت د ورځې په توګه نومول شوې ده.