-
شهید رهبر د حضرت امام حسین(ع) لاره تعقیب کړه
Jul 08, 2026 14:20د یمن د انصارا... ولسی غورځنګ د سیاسي دفتر غړي د معظم رهبر امام خامنه اي د شهادت د عاشورا له پېښې سره په پرتله کولو سره وویل؛ لکه څنګه چې امام حسین(ع) د خپل شهادت له لارې هغو لاسته راوړنو ته ورسېد چې د ژوند په مهال ئې د تحقق امکان نه ؤ، د اسلامی انقلاب د معظم رهبر شهادت هم د مقاومت جبهه لا پیاوړې کړه او د ایران د ملت یووالی ئې نور هم ټینګ کړ.
-
محسني اژهاي یو ځل بیا د ایران د قضائیه قوې مشر وټاکل شو
Jul 06, 2026 05:02پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیتالله سید مجتبی خامنهاي په یوه حکم کې، حجتالاسلام والمسلمین غلامحسین محسني اژهاي یو ځل بیا د ایران د قضائیه قوې د مشر په توګه وټاکه.
-
روغتیائي او درملنیزې مرستې باید سیاسي نه شي
Jul 06, 2026 06:17د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر د روغتیا نړیوالې ادارې له سیمهییزې مشرې سره په لیدنې کې وویل چې روغتیائي، درملنیزې او بشري مرستې باید سیاسي نه شي.
-
د اسلامي انقلاب له شهید رهبر سره د ایران د ولس د ولولناکې وداع پراخ نړیوال انعکاس
Jul 06, 2026 05:20پارس ټوډې – لوېدیځي، امریکائي او روسي رسنیو د ایران د شهید رهبر حضرت آیتالله سید علي خامنهاي د پاک جسد د وداع مراسم په پراخه کچه منعکس کړي او دا ئې د ولسي وفادارۍ، انقلابي جذبې او د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام د ثبات د دوام نښه بللې ده.
-
د ایران د شهید رهبر د سپېڅلي جنازې لمونځ نن سهار ۸ بجې کیږي
Jul 04, 2026 14:40پارس ټوډې – د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د جنازې د مراسمو رسمي رسنۍ وئيلي دي، د شهید مجاهدرهبر امام خامنه اي او د هغه د کورنۍ د شهیدانو پر سپېڅلو پیکرونو به د جنازې لمونځ نن یکشنبه د سهار په اتو بجو د تهران په امام خمیني مصلی یا عیدګاه کې ادا شي البته د لمانځه دستورې به له شپږو بجو پیلیږي.
-
قالیباف ټرمپ ته؛د امریکا د ۴۰ میلیون وګړو د خوارځواکۍ غم وخوره!
Jul 04, 2026 12:58پارس ټوډې – د ایران د اسلامي شورامشر، د ایران د خلکو پر ضد دډونالډټرمپ دکرغیړنو څرګندونو په ځواب کې وویل: د امریکا د ۴۰ میلیون وګړو د خوارځواکۍ په اړه فکر وکړه، خپلې ستونزې پر نورو مه ورتپه.
-
د یمن دکلابندۍ د ماتولو لپاره د ایران د اقدام په مننې د صنعا ولس ستر لاریون
Jul 04, 2026 12:49پارس ټوډې – د یمن لسګونو زره وګړو د دغه هېواد په پلازمېنې صنعا کې د السبعین په چوک کې په ټولېدو سره، د یمن پر ضد د لګېدلې ظالمانه کلابندئ د ماتولو په برخې کې د ایران د اسلامي جمهوریت د اقدام قدرونه او مننه وکړه.
-
د ایران بمبار شويو ایټمي مرکزونو ته د آژانس د پلټونکو د لاسرسي ادعا ناسمه ده
Jul 02, 2026 16:42پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي مشر وویل، دا ادعا چې د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس (IAEA) پلټونکو ته د ایران بمبار شويو اټومي مرکزونو ته د لاسرسي اجازت ورکړل شوی، په بشپړه توګه ناسمه ده. هغه زیاته کړه چې اوس مهال دغه آژانس یوازې دوو ځایونو ته د لاسرسي حق لري؛ یو د بوشهر اټومي برېښناکوټ او بل د تهران څېړنیز ریکټور دی، او لاسرسی هم یوازې همدې دوو ځایونو پورې محدود دی.
-
اسرائیل غواړي د لبنان پوځ د مقاومت له ځواکونو سره مخامخ کړي
Jul 02, 2026 16:38پارس ټوډې – د لبنان د پارلمان مشر، په دې په ټینګار سره چې صهیونیسټي رژیم هڅه کوي د لبنان پوځ د مقاومت له ځواکونو سره مخامخ کړي، وویل چې دا موضوع د اسرائیلو د اقداماتو تر شا پټ اهداف څرګندوي، خو دا هڅه به هېڅکله بریالۍ نه شي.
-
د ایران پوځ د شهید رهبر د جنازې مراسمو لپاره بشپړ چمتووالی اعلان کړ
Jul 02, 2026 12:32پارس ټوډی – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ ویاند ویلي، پوځ د شهید رهبر د بدرګې او جنازې مراسمو لپاره د امنیت، تشریفاتو او زائرانو ته د خدمتونو په برخه کې بشپړ چمتووالی لري.