-
ایران په سویډن کې قرآن کریم ته سپکاوی وغندلو
Jun 29, 2023 11:19د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په سویډن کې قرآن کریم ته د سپکاوي د غندلو په ترڅ کې وویل: د سویډن له حکومت څخه تمه کېږی چې مقدساتو ته د سپکاوي د تکرار د مخنیوي ترڅنګ، په دې برخه کې د مسئولیت او ځواب ورکولو اصول په جدی توګه په نظر کې ونیسي.
-
پاکستاني ځواکونو په باجوړ کې د داعش یو قومندان او دوه نور اورپکي وژلي
Jun 29, 2023 10:08د پاکستان امنیتي ځواکونو د افغانستان پولې ته نږدې د داعش یو قومندان او دوه نور اورپکي وژلي دي.
-
د ښوونځيو نه پيلېدو ناهيلې کړې يو
Jun 29, 2023 09:55د افغانستان په غزني ولایت کې يو شمېر نجونې وايي، د نږدې دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي نه دي پيل شوي چې دې چارې سخت ناهيلې کړې دي.
-
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په سویډن کې د قرآنکریم یوې نسخې سوځول وغندل
Jun 29, 2023 09:34د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په سویډن کې د یوه لیبرال افراطي له خوا د قرآنکریم د یوې نسخې سوځول غندلي او له اسلامي هېوادونو او سازمانو یې غوښتي چې دا ډول کړنو په ځواب کې اړین ګامونه پورته کړي.
-
جده ښار کې د امریکا قونسلګرۍ مخې ته دوه کسان وژل شوي
Jun 29, 2023 09:07د سعودي عربستان جده ښار کې د امریکا قونسلګرۍ مخې ته د ډزو په پایله کې یو وسلهوال او د قونسلګرۍ یو ساتونکی وژل شوی دی.
-
سېلابونو د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي
Jun 29, 2023 07:41د افغانستان د کاپیسا سیمه ایز چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند په شوخي سیمه کې راغلی سېلاب خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
-
د سویډ لومړی وزیر وائي د قرآن سوځول قانوني البته نامناسب دي
Jun 29, 2023 03:00د سویډ پشمول په ځينو اروپائي هیوادونو کې په داسې حال کې په همداوروستیو کې په کرتو د مسلمانانو د مقدساتو او د آسماني کتاب قرآن کریم سپکاوي شوي دي چې اروپائي اتحادیه د عقیدې د آزادۍ او د نورو د مقدساتو د درانوي خبرې کوي.
-
د ذي الحجې نهمه، د عرفې یا د راز او نیاز ورځ
Jun 28, 2023 09:01عرفه د کال یو له فضیلت لرونکو ورځو څخه ده، چې په ډېری روایتونو کې دا ورځ د ګناهونو د بخښنې او د دعاګانو د قبلېدو لپاره معرفي شوې ده.
-
نن په تهران کې د چنګاښ د اوومې نېټې د ترهګریزې چاودنې کلیزه ده
Jun 28, 2023 10:06نن چهارشنبه د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د چنګاښ اوومه چې د ۲۰۲۳ کال جون د میاشتې له ۲۸ نېټې سره برابره ده، په تهران کې د اسلامي جمهوریت د ګوند په دفتر کې د ترهګریزې چاودنې له کلیزې سره سمون لري.
-
د افغانستان اقتصادي ستونزې د بهرنيو هېوادونو د شل کلن حضور له امله دي
Jun 28, 2023 12:34د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي چارو مرستیال په ارګ کې د لوی اختر د لمانځه د ادا کولو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي ستونزې په هېواد کې د شلو کلونو د بهرنیو ځواکونو د شتون له امله دي او هېوادوالو ته یې ډاډ ورکړ چې د هېواد اقتصاد د ښه کېدو په حال کې دی او د اختر د ورځو په تېرېدو سره د سالنګ د لویې لارې اساسي چارې پیلېږي.