-
هند له افغانستان سره د مرستې لپاره کابل ته یو تخنیکي ټیم استولی دی
Jun 10, 2023 07:58د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه هېواد یو تخنیکي ټیم د افغانستان له خلکو سره د مرستو او ملاتړ د لارو چارو د څېړلو په موخه، په کابل کې د هند سفارت ته استول شوی دی.
-
د کار نشتون؛ یو شمېر ځوانانو په ناقانونه لارو کډوالۍ ته مخه کړې
Jun 10, 2023 07:41یو شمېر ځوانان وايي چې په افغانستان کې د کار د نشتون له امله اړ دي چې په ناقانونه لارو کډوالۍ ته مخه کړي.
-
بریتانیا د افغانستان لپاره نوی شارژدافیر ټاکلی
Jun 10, 2023 07:32بریتانیا رابرت ډیکسن د افغانستان لپاره په خپل سفارت کې نوی شارژدافېر وګوماره.
-
د ایران او قطر تر مینځ د همکاریو په پراختیا باندې ټینګار
Jun 10, 2023 02:06د ایران او د قطر د وزیرانو په کتنه کې د دواړو هیوادونو تر مینځ د همکاریو په پراختیا او د مسلکي کارګرانو په ګمارنې باندې ټینګار وشو.
-
له منافقینو او داعش سره د همکاریو په هکله اروپا ته د ایران د پارلمان خبرداری
Jun 10, 2023 01:57د ایران د پارلمان د ملی امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون ویاند اروپایي هیوادونو ته له داعش او منافقینو سره د همکاریو په هکله خبرداری ورکړ.
-
د ایران په ضد د پرېکړه لیک له تصویبېدو پرته د ایټمې اژانس د واکمنو د غونډې ختمېدا
Jun 10, 2023 01:54د ایټمي انرژیو د نړیوال اژانس د واکمنو شورا د ایران په ضد د پرېکړه لیک له تصویبولو پرته پای ته ورسېده، دا په داسي حال کې دی چي تهران د صهیونیستي رژیم د چټي ادعاګانو سربېره، د ایران د ایټمي پروګرام په سوله ایز توب باندې تینګار کوي.
-
امریکا عربستان ته د اخلاقو سبق نه شي ورکولای
Jun 10, 2023 01:52د روسیې د ولسمشریزې ماڼۍ ویاند وویل: عربستان یو خپلواک هیواد دی او د امریکا په شمول څوک نه شي کولای ریاض ته د اخلاقو سبق ورکړي او سپارښتنې ورته وکړي.
-
د روسیې په دفاعي کرښو د اوکراین عملیات ماته خوړلې ده
Jun 10, 2023 01:50د روسیې یو جګپوری چارواکی ویلي چي اوکرایني ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶ ځلې د روسیې په دفاعي کرښو په برید سره، د هغو دماتولو هڅه کړې لیکن عملیات یې ماتې سره مخ شوی دی.
-
کندوز او بادغېس کې دوو ښځو ځانوژنه کړې او فاریاب کې د دوو نورو مړي موندل شوي
Jun 10, 2023 08:41د افغانستان په کندوز او بادغېس ولایتونو کې سیمه ایزو سرچینو او چارواکو ویلي چې په دغو ولایتونو کې دوو ښځو ځانونه ځړولي او ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.
-
د فرانسې په یوه پارک کې څلور ماشومان په چاقو وهل شوي
Jun 09, 2023 01:47زمونږ خبریال وايي د فرانسې په جنوب ختیځ کښې د انسې ښار په یوه پارک کې پرون سهار یوه کس پر ګڼو کسانو د چاقو بریدونه کړي او څو تنه یې ټپیان کړي دي.