بریټانویانو په هلمند کې ۸۰ ملکي وګړي وژلي
Jul 04, 2023 09:52 Asia/Kabul
بریټانوي ځواکونو په هلمند کې د خپل ماموریت پر مهال ۸۰ ملکي کسان وژلي دي.
د ګلید ګروپ د خبر له مخې، ګارډین ورځپاڼې په خپاره کړي راپور کې ویلي چې دا کسان له ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۱۳ میلادي کاله پورې د بریټانوي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
په راپور کې چې تر ډېره د وژل شویو کسانو کورنۍ غږول شوي او پکې راغلي چې یوازې یو بریټانوي عسکر په شپږو میاشتو کې ۳۵ ملکي کسان وژلي دي.
د ګارډین د معلوماتو له مخې، د برېټانیا حکومت په افغانستان کې د ملکي کسانو په وژلو د تورونو سرتېرو محکمه، شاوخوا درې میاشتې وروسته پیلوي.
تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي چې برېټانوي سرتېرو په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال ۵۴ ملکي کسان وژلي وو.
ټیګونه