لوړې زده کړې د اوسني عصر اړتیا ده
د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې د لوړو زده کړو د سکټور وده د اوسني عصر اړتیا ده.
د سپوږمۍ راډیو د خبر له مخې، نوموړي د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې ویلي چې د لوړو زده کړو د بنسټونو پراختیا لپاره دې د نورو هېوادونو له تجربو څخه کار واخیستل شي او د علمي کادرونو ظرفیت ته دې لومړیتوب ورکړل شي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي د لوړو زده کړو له وزارت څخه غوښتي چې د خصوصي پوهنتونونو د پیاوړتیا او ودې لپاره دې اساسي کار وکړي.
د طالبانو سیاسي مرستیال ویلي چې په پوهنتونونو کې دې تدریسي نظام داسې ترتیب او پلی شي، چې په هر اړخیز ډول زده کړیالان له علمي پانګې سره سره په اسلامي او ملي روحیه وروزي.
په همدې حال کې د لوړو زده کړو وزیر ویلي چې د پوهنتونونو د علمي کچې لوړولو په موخه یې اړین ګامونه پورته کړي دي.