-
هند افغانستان ته د خپلو کرهڼیزو محصولاتو صادرات کموي
Jun 16, 2025 10:52هندي رسنۍ راپور ورکوي چې ښایي په ۲۰۲۶ مالي کال کې، هند افغانستان ته د خپلو کرنیزو محصولاتو صادرات کم کړي.
-
اژهاي: د خلکو د امنیت خرابوونکي دې د جنګي حالاتو مطابق محاکمه او سزا شي
Jun 16, 2025 09:13د ایران د قضائیه قوې مشر د دغې قوې د عالي شورا په غونډه کښې وویل: که یو کس له صهیونیسټي رزیم سره د اړیکو او ملګرتیا په جرم ونیوی شي نو روانو جنګي حالاتو ته په پام سره ډیر زر باید محاکمه شي او سمدستي سزا ورکړی شي.
-
حماس: نیواکګر لالهانده شوي/ د عمل نوښت د ایران په لاس کښې دی
Jun 16, 2025 08:43د حماس یو جګپوړي مسئول عزت الرشق، د ایران له دردوونکو بریدونو د صهیونسټانو ویرې او لالهاندۍ ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې نیواکګر رژیم د جنګ پیلوونکی و خو د ختمولو بټن یې په لاس کښې نشته او د عمل نوښت د ایران په لاس کښې دی.
-
حزب الله: ایران د صهیونیسټانو ټول خوبونه او وهمونه له منځه یوړل
Jun 16, 2025 08:30د حزب الله لوړ پوړي استازي علي فیاض ټینګار وکړ چې له ایران سره د مقابلې لپاره د صهیونیسټانو هدف اپوټه نتیجه ورکړه، وویل: ایران د نیواکګرو او د هغوی د ملاتړو ټول وهمونه او خوبونه له منځه یوړل، او هغوی ته یې د دې حقیقت یادونه وکړه چې اسراییل یو جعلي او له مینځه تلونکی وجود دی
-
په ایران کې د موساد جاسوس اعدام شو
Jun 16, 2025 08:08د اسراییلو د استخباراتي ادارې (موساد) سره تړلی جاسوس سماعیل فکري، چې په ایران کې یې د امنیتي معلوماتو راټولولو او تخریبي ماموریتونو ترسره کولو په هدف کار کوه، نن سهار له قضايي پروسې څخه د تیریدو او په لوړه سویه د پریکړې له تایید وروسته اعدام او پانسي شو.
-
مدني زاده د ایران د اقتصاد وزیر شو
Jun 16, 2025 07:40سید علي مدني زاده د اسلامي شورا په نننۍ څرګنده غونډه کښې د نمایندګانو د رایو په اکثریت سره د څوارلسم حکومت د اقتصاد او مالیې د چارو وزیر وټاکل شو.
-
ډونالډ ټرمپ: د ایران او اسراییل جګړه باید پای ته ورسېږي
Jun 15, 2025 02:58د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، ویلي چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره موافق دی چې د ایران او اسراییلو ترمنځ روانه جګړه باید ختمه شي.
-
د افغانستان د سفارت په ایران کې دېره افغان کډوالو ته سپارښتنه او خبرداری ورکړی
Jun 15, 2025 02:51په تهران کې د افغانستان سفارت په یوه خبرتیا کې په ایران کې دېره افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې له هغو سیاسي او امنیتي موضوعاتو ځانونه لیرې وساتي چې په ایران کې حساس بلل کېږي.
-
د یو یمني قومندان د وژلو لپاره د اسرائیلو هڅه ناکامه شوه
Jun 15, 2025 02:44صهیونیسټي رژیم د یمن د یو جګپوړي پوځي قومندان د وژلو ادعا کړې.
-
تهران کښې د سونګو په دوو زیرمو کښې اور لګیدلی خو حالات کنټرول دي
Jun 15, 2025 02:27د کن د تیلو د ګودام د پټرولیم محصولاتو په یوې زیرمې کښې اور لګیدلی چې د کنټرولو او د اور د وژلو عملیات یې سمدستي پیل شول. همداشان د تهران په جنوب کښې هم د سونګو په یوې ذخیرې باندې حمله شوې ده.